د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 03, 2021
4 years ago
9,280 views
د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده.

ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې. په ۱۹۶۲م کې شامل او په ۱۹۶۷م کې له ښوونځي فارغ شو.

نورې زده کړې یې په مردان کې ترسره کړې. د ماسترۍ په موخه پېښور ته راغی. په پېښور پوهنتون کې یې درې ماسټرۍ ترلاسه کړې. لومړنۍ د پښتو ژبې او ادب، دوهمه د اردو ژبې او ادب او درېیمه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې وه. ورپسې یې د پښتو اکاډمۍ د څېړنې په څانګه دې د PhD تر کچې زده کړې وکړې.

له زده کړو وروسته یې په بېلابېلو کالجونو کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کړې ده. صابر سترګور، پر مینه مئین، قوم پرست، ریالیست، دردمن ادیب او څېړونکی و، چې پر تخلیق او تحقیق دواړو يې لاس بر و. صابر د پښتو ژبې او ادب ګلبڼ ته د عالي پنځونو تر څنګ علمي کتابونه هم کښلي دي:

۱ ـ تکل (شعري ټولګه)

۲ ـ خوبونه (شعري ټولګه)

۳ ـ قامتونه او قیامتونه (شعري ټولګه)

۴ ـ واورې او ګلونه ـ کړکیسې (افسانې)

۵ ـ په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت – (ايم فيل تېزس)

۶ ـ په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید ـ څېړنيز نښې 

۷ ـ تنقید او د تنقید ډولونه

۸ ـ د تنقید تاریخ 

۹ ـ پښتو ټپه او پښتانه

۱۰ ـ رڼا او ګلونه (مقالې)

 

له ګڼو ادبي، هنري او سیاسي فعالیتونو وروسته ښاغلی صابر د ۲۰۰۷م کال، د اپرېل په درېیمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نو، په خپله وينا يې:

په دې قبر کې دننه

د ژوندو سترګو نظر دی

په دې لپه خاوره لاندې

پروت د مینې سمندر دی

 

د غزل بېلګه

 

خون به مې واخلي قاتلانې به شي

زلفې دې مه سموه ورانې به شي

 

په آئینه کې سترګې مه توروه

ځان ته به وګوري، حیرانې به شي

 

زموږ وعدې د ښکلو څڼي نه دي

چې رنګ به واړوي ارزانې به شي

 

د محبت خواري دې هېره مه شه

لارې که ګرانې دي، اسانې به شي

 

ستا د ښايست تخم به نه ورکوي

د زړونو ځمکې دې ودانې به شي

 

بلا دې واخلم زلفې مه خوروه

بلا به واخلي بلاګانې به شي

 

د تورو سترګو دروغژنې قیصې 

صابره مه سپينوه ګرانې به شي

Related Articles

Jan 07, 2023
1,050 views

حقوق منقوضه ذکور || Violated rights of male

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar حقوق نقض شده‏ی ذکور آن دسته از حقوق استند که با وجود شناخته شدن آن در دین مبین اسلام و قوانین مختلفه، با دلایل مختلف همچون دلایل سیاسی – جن...

Jun 27, 2022
2,197 views

څنګه د دنیا تر ټولو خوشبخت انسان شم؟

یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه...

Apr 05, 2022
1,809 views

د سالمې روژه لپاره لارښوونې

په روژه میاشت کې انسان له ځینو روغتیایي ستونزو لکه؛ کم خوبي، ډیهایډرېشن، سردرد او… نورو سره مخ کیږي چې سبب یې نا سالمه خوراک او د خوړلو پر وخت بې پروایي ده، دلته د سالمې روژې لپاره ځینې لارښوونې دي:   ۱: پیشلمي ( سحري) ضرور وخورئ! څنګه چې وایي : “...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,470 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,847 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...