د کتابتون ډالۍ (۱)

R
Riaz Muqamzai
Author
May 28, 2021
4 years ago
2,766 views
د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه ډله له خپلې آیندې وېره لري.

په هر حال؛ دا خبرې عادي دي. مګر پوهېږئ بریالي خلک څوک دي؟

پورته یاد شوي دواړه ډله خلک باید ومني، چې په ناسمه روان دي. د تېر او راتلونکي په اړه تشویش انسان ذهنا له یوې ډېرې لویې ضربې سره مخ کوي. داسې خلک به پر ځان باور له لاسه ورکوي. تل به ځان په نورو پورې تړي او ځانته به د یو ناکام انسان په توګه ګوري. 

دویمه ډله خلک چې راتلونکي ته ډېر خوشبین وي، بېځایه غرور پيدا کوي. همدارنګه ددوی ورځنۍ هڅې ټکنۍ کوي. د لرغوني ايټالیه ستر شاعر (هوراس) وايي:" له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوشحالۍ تېره کړه."

د هوراس موخه دا ده، چې له نن ورځې استفاده ډېره مهمه ده. له نن سمه ګټه اخیسته د ښه سبا تضمین درکوي. 

د هوراس په وينا کې د "خوښۍ" لفط راغلی. تاسو به وایئ، چې په داسې شرایطو کې انسان څنګه خپل وخت په خوښۍ تېره کړي؟ زه یې درته وایم. خوښۍ هيڅکله ثابت قیمت نه لري. ځينې خوښۍ بېخي وړيا دي او ځينې بیا په میلیاردونو پیسو هم نه شئ اخیستلای. زه به ځينې وړيا او ارازنې خوښۍ دروپېژنم.

ـ د خپلې مور لاسونه ښکل کړئ.

ـ له خپلې مور، مېرمنې، خور او یا هم د کورنۍ له کوم بل غړي سره د کور په کار کې مرسته وکړئ. 

ـ یو ساعت مطالعه وکړئ او نوي موضوعات زده کړئ.

ـ له یو سپين ږيري/بوډۍ سره مرسته وکړئ. 

ـ له ماشومانو سره نیم ساعت لوبې وکړئ. 

ـ د خپلې خوښې ځای ته ورشئ. غر، سیند، دکان، د ځوانانو بنډار او یا هم با ځای وټاکئ. هلته چې تاسو د راحت احساس کوئ.

ـ د خپلې کورنۍ یو ماشوم ته قلم ډالۍ کړئ. یا ورته ژاولې واخلئ.

ـ نیم ساعت ذکر/تلاوت وکړئ.

ـ د کور بوټي او ګلان اوبه کړئ. 

ـ که ډېر نا ارام یئ، کولای شئ نیم/یو ساعت خوب وکړئ.

همداسې د وړیا خوښيو ګڼې بېلګې شته. یوازې فکر وکړئ، تاسو په څه خوشحالېږئ؟  فقط فکر غواړي!

تاسو ته به حتما دا پوښتنه هم پيدا شوې وي، چې له هرې ورځې څنګه سمه استفاده وکړو؟ ځينې تګلارې شته، چې تاسو له خپلو ورځو سمه ګټه اخیستلای شئ.

ـ مهالوېش ولرئ!

ـ خوب، تفریح، مطالعې او کار ته په کې وخت بېل کړئ.

ـ فکر وکړئ، چې په ژوند کې تر ټولو قیمت څيز وخت دی. همدې ته په ارزښت قایلېدل ددې سبب کېږي، چې بېځایه یې تېر نه کړئ.

ـ له موبایل سره ډېر وخت مه تېروئ.

ـ هر کار په مینه وکړئ.

ـ ډېرې ټوکې او لوبې بند کړئ.

البته باید د پورته  لومړنيو خبرو په اړه بیا هم یو وضاحت ورکړم. داسې هم نه ده، چې تاسو خپله ماضي بېخي هېره کړئ. له ماضي (تېر) څخه باید تجربه او درس ترلاسه شي. بېخي ترې منصرف کېدل ناسم دي. همدارنګه د راتلونکي لپاره هيڅ پلان نه درلودل هم نامناسبه چاره ده. باید منظم پلان ولرئ. خو په خوشبینۍ او فکر کې اعتدال هيڅکله مه هېروئ، هيڅکله!

Related Articles

May 04, 2021
2,112 views

ملک محمد عمر اُتمانخېل

د جرګو او مرکو . دستار او درسترجوان . حجرې او ډبې . درس تدريس او سېاست نابغه ملک محمد عمر خان اتمانجېل په کال ۱۸۷۶ کښې د ملک حمېد الله خان اتمانجېل کره په تارېخي کلي سوال قلعه کښې سترګې وغړولې. په اتمانخیل کښى شموزي وو او په شموزي کښى عمر خيل وو او پ...

Jul 07, 2020
4,042 views

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوخ...

Jun 02, 2023
1,536 views

د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد  وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !! یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلط...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...