پاول ایلوار

R
Riaz Muqamzai
Author
May 23, 2021
4 years ago
2,141 views
پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

پېژندنه

د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن ګرندل" دی، خو د پول ایلوار (Paul Eluar) په نوم مشهور دی. نوموړی په "۱۹۸۵م" کال کې د فرانسې په سن دني ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. مور یې خیاطي کوله او پلار یې هم یو عادي کارکوونکی و. 

کله چې ایلوار له ښوونځي فارغ شو، پر نري رنځ اخته شو. ځکه نو نوموړی و نه توانید لوړې زده کړې ترسره کړي. د یو اوږد سفر او استراحت لپاره سویس هېواد ته لاړ هلته یې یو نیم کال تېر کړ. په ښکلو ښارونو، غرو رغو وګرځېد. چې کله بېرته راستون شو نو روغ جوړ و. 

په همدې وخت کې یې شاعري هم پیل کړه. ورپسې یې یو څه موده عسکري هم کوله. د شعرونو لومړنۍ ټولګه یي په "۱۹۱۷م" کې چاپ شوه. د خلکو له تاوده هرکلي وروسته نوموړی لا وهڅېد. نور شعرونه یې هم ولیکل.

کله چې په "۱۸۲۴م" کې له خپلې مېرمنې جلا شو. سخت رواني حالت یې تجربه کړ. بیا یې سفر ته مخه کړه. د چین، هند، مالیزیا او سینګاپور په ګډون ګڼ شمېر آسیايي هېوادونه یې ولیدل. 

د خپل ژوند په جریان کې ګڼ شمېر شعرې ټولګې یې خپرې کړې. بالاخره له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته په "۱۹۵۲م" کې د ۵۷ کلونو په عمر ومړ. 

 

د شعر بېلګه

 

خپلې مخې ته مې وکتل 

په ګڼه ګوڼه کې مې ته ولیدې 

د غنمو د وږیو په منځ کې مې ته ولیدې 

د خپلو ټولو سفرونو په پای کې

د خپلو ټولو عذابونو په زور کې 

د خپلو ټولو خنداګانو په شور کې

په اوبو او په اور کې

په اوړي او ژمي کې مې ته ولیدې

په خپل کور کې مې ته ولیدې

په خپلو خوبونو کې مې ته ولیدې

زه به نور ستا له مینې لاس وانخلم!

Related Articles

Jun 02, 2023
940 views

حلیل بي مسجد_یونان

#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷 د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!! دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو...

May 17, 2021
1,516 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Jun 02, 2023
2,380 views

شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی

شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی، تر دې چې دوی یو بل ته هم نه شي نېږدې کېدای...  کوم غشي چې پرې ولاړ دي، د دوی لپاره غښتلی سنګر دی، نه دوست ورنیږدې کېدای شي او نه هم دښمن...  کله چې د ژمي ساړه بادونه او سخته یخني پیل شي، نو بیا دوی اړ شي چې یو بل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,267 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,447 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...