بیت المقدس وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 22, 2021
4 years ago
5,403 views
بیت المقدس وپېژنئ!

په دې ورستيو کې پر ټولنيزو رسنیو د اسرائیلو او فلسطینینانو ترمنځ د جګړې انځورونه خپرېږي. ورسره د بیت المقدس نوم هم ډېر ذکر کېږي. خو ډېر کم خلک د بیت المقدس په اړه پوهېږي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

۱- پېژندنه:

بیت المقدس د هغه مبارک ښار نوم دی کوم چې د مصر او اردن ترمنځ پروت دی، بیت المقدس شاوخوا غرونه حصار کړی، مسجد الاقصی او مسجد صخره کوم چې بیت المقدس کې دي د صیهون په غر باندې پروت دي. د مکې مکرمې څخه ۱۳۰۰ کیلومتره لرې دی، دا یوه مهمه جغرافیه یي ساحه ده کوم چې د مسلمانانو په زړونو کې لوړ مقام لري ځکه د مسلمانانو لومړی قبله وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدغه ځای څخه آسمانونو ته پورته شوئ. نه تنها بیت المقدس مسلمانانو لپاره یو مقدس ښار بلل کېږي بلکې د یهودو او مسیحیانو لپاره هم یوه مقدسه ښار دی، یهودو ته ځکه مقدسه ښار دی چې د بنی اسرایلو د نبیانو قبله وه، او مسیحیانو ته ځکه مقدسه ښار دی چې مسیح علیه السلام دلته زېږېدلئ دئ.

د بیت المقدس غوره والۍ او فضیلت د قرآنکریم، حدیث او د امت په اجماع سره ثابت دی.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړه نو ۱۶ یا څه کم ۱۷ میاشتې لمونځونه یې د بیت المقدس په طرف باندې وکړه.

د مهدی علیه السلام راتګ هم بیت المقدس ته به وي کوم چې اووه کاله به مشري کوي.

 

۲- په قرآنکریم او احادیثو کې یې نومونه:

په قرآنکریم کې د بیت المقدس څخه د المسجدالاقصی، مبارک، الارض المقدس او القریة نومونو باندې یادونه شوی.

احادیثو کې بیت المقدس ته د بیت القدوس، بیت المقدس او القدس په نومونو اشاره شوی.

 

۳- د بیت المقدس نومونه په عبراني ژبه کې:

اورشیلم (په عربي کې مانا یې دی مدینة الاسلام)

مسجد ایلیاء (د ایلیاء مانا دی بیت الرب) او شلم.

 

۴- د بیت المقدس فتحه:

مسلمانان له کفارو څخه بیت المقدس د حضرت عمر (رض)په وخت ( ۱۷ هجری کال)  کې فتحه کړل، بیا په کال ۱۰۹۹ م کې صلیبیانو د لومړی صلیبيې جنګ پرمهال بیت المقدس ونیول او شاوخوا ۷۰۰۰۰ مسلمانان یې په ډېر بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.

کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله واکمن وو نو د خپل لوی او څپېڅلي ارمان لمخې بیت المقدس له صلیبیانو څخه ونیوه، او سلطان صلاح الدین ایوبي د لویې کارنامې ترڅنګ هغسې چلند ورسره ونکړه کوم چې صلیبیان مسلمانانو سره کړي وو، بلکې ټولو ته یې بخښنه وکړه.

 

۵- بیت المقدس رسماً د اسرایل مرکز اعلانول:

بیت المقدس په کال ۲۰۱۷ م د ډسمبر په ۶ نېټه باندې ( ټرمپ ) لخوا رسماً د اسرایلو پلازمېنه او مرکز اعلان شو.

 

۱- نوټ: د خط د لنډوالۍ لپاره مې د  بیت المقدس د فضیلت په اړه احادیث او آیتونه ونه لیکل.

۲- نوټ: کوم تور مسجد چې ښکاري مسجد الاقصی او هغه زېړ رنګه مسجد د مسجد صخره په نومونو یادېږي.

 

مبشر شاه میاخیل

Related Articles

Feb 17, 2021
2,442 views

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَ...

Apr 17, 2022
8,071 views

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو: ( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان...

Jun 02, 2023
1,054 views

ړندې ستاینې او ړندې غندنې

ړندې ستاینې او ړندې غندنې د خلقیانو او کمونیستانو په وړاندې زموږ د روشنفکرانو ستاینې هم د هغو اخواني افراطیانو د غندنو غوندې  سرسرکي،  عقده یې دي او غیر منطقي دي. دا ډله خلک ځکه د خلقیانو ستاینه کوي چې دوی د موجاهید او اخواني ضد وو او زیات ملایان ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,508 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,878 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...