د کامیابۍ نصیحتونه

R
Riaz Muqamzai
Author
May 19, 2021
4 years ago
4,593 views
د کامیابۍ نصیحتونه

په دې لنډه لیکنه کې د پلار له لوري زوی ته (۳۴) نهایت ضروري نصیحتونه راغلي دي؛ تاسو هم پرې بشپړ عمل وکړئ او له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.

۱. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته.

۲. د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛ ځکه چې ښځه 90٪ ستا د خوښۍ او خفګان مسولیت لري.

۳. رزانه سامان(بې کيفيته) مه اخله.

۴. خپل بچيان څنګه چې دوی دي اومنه نه هغسې چې ته یې غواړئ.

۵. د نيوکو په ځواب کې خپل وخت مه ضایع کوه.

۶. په هيڅ سياسي باور مه کوئ.

۷. خپل کار تر هغی پوری مه پريږده تر څو چې دې بل پیدا کړي نه وي.

۸. کله چې د ملګري موټر امانت راوخلي، د تسليميدو وخت کې یې بیرته ورته د تیلو ډک کړه.

۹. موبایل فون ته اجازه مه ورکوه چې ستا دژوند ښکلي شیبې وخورئ، ځکه هغه ستاسو د اسانتیا لپاره دي نه د ځان لپاره.

۱۰. هیچا ته باید پیسې ورنکړي مخکې له دېنه چې خپل کار ترسره کړي.

۱۱. د هغو کسانو سره چې ستا څخه زيات مالدار وي يا ستا څخه ډیر زیات بې وزله وي د مادياتو په اړه بحث مه کوه.

۱۲. خپل ملګرو ته د پیسو دپور ورکولو دمخه معلومات وکړه داسې نه چې دواړه له لاسه ورکړی.

۱۳. د میاشتنی معاش د ارزښت په اړه پوښتنه مه کوه.

۱۴. کله چې غواړئ یو کور واخلئ د ځای ګاونډی او اوبو پوښتنه يې وکړه.

۱۵. کله چې تاسو د خپل ځان لپاره مناسبه دنده پیدا کړه، او خوبونه مو رښتيا شو، د معاش په غم کې مه اوسه ځکه که تا خپل مسووليت ادا کړ پيسې خپله رازی.

۱۶. په حافظې باور مه کوه، هر څه په کاغذ باندې ولیکه.

۱۷. ستا سزا بايد د هغه کار لپاره مناسبه وې چې ستا بچيانو سرته رسولي دی.

۱۸. یوازې هغه کسانو ته پیسې پور ورکړه چې ته باور لري چې د غوښتنې پرته یې بیرته درکوي.

۱۹. هرڅوک ستاینه غواړي، د هیچا څخه مه سپموه.

۲۰. په یاد ولره چې ریښتینې بیه هغه نه ده کومه چې په توکو لیکل کیږي، مګر هغه ده چې ستا د جيب لپاره مناسبه ده.

۲۱. د خپلو ماشومانو د هیڅ غلط چلند څخه سترګې مه پټوه، ځکه دهغوي روزنه ستا مسووليت دی.

۲۲. په شخړو کې، په یاد ولرئ چې د خپلو حقوقو لپاره خپل اخلاق له لاسه ورنکړي.

۲۳. خپل معلومات شریک کړه، شاوخوا خلکو ته درس ورکړه، ځکه دا د امر کولو لپاره یوازیني ښه لاره ده.

۲۴. خپل شخصي او مالي معلومات مه ښکاره کوه، مګر دضرورت مطابق.

۲۵. له چې تاسو د خپل ملګري په هکله ښه خبره واوريده، هغه خبر کړه.

۲۶. که د سبا ورځ لیوالتیا لرئ، د نن شپې په خوب کې ځنډ مه کوه.

۲۷. که هغه څوک چې تاسو سره یې ناوړه چلند کړی دی خجالته کوي د هغه د بچيانو سره ښه رويه وکړه.

۲۸. هغه چا سره واده وکړه چې تاسره په اقتصادي او ټولنیز کچه برابره وي یا لږ ټېټه.

۲۹. که دوه ځله يو شى د چا نه امانت واخلي، نو بیا دې ضرورت دی، دځان لپاره خپل واخله.

۳۰. کله چې ستا اطاق ته مشر څوک درغي نو د احترام لپاره ورته اودرېږه.

۳۱. کله چې هر څوک خاموش وي، پاڅه او خپل نظر څرګند کړه.

۳۲. هره ورځ نیم ساعت په خپو ګرځه.

۳۳. ستاسو ګړۍ باید د اصلي وخت په پرتله پنځه دقیقی مخکې وي.

۳۴. طبیعی اوسیږه او د ځان ښوودنې څخه ځان اوساته.

 

په لږ تعیر سره، له ټولنيزو رسنیو کاپي شوی.

Related Articles

Sep 16, 2021
3,528 views

د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره...

Dec 18, 2021
5,491 views

حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر   پېژندنه: حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې...

Jul 01, 2021
3,866 views

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...