سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 16, 2021
4 years ago
2,611 views
سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري.

ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې لړۍ هم له لرغوني يونانه پيلېږي. د ډارمه لیکونکو په سرلارو کې یو روښانه نوم "سوفوکلیس دی، چې په دې لیکنه کې به یې لا ډېر وپېژنئ!

 

سوفوکلیس

د لرغوني يونان دا ستر او نامتو ډرامه لیکونکی، چې سوفوکلیس (Sophocles) نومېږي، دده د ښو ډرامو له کبله ورته د اتل مېړه "Heroes dexion) لقب ورکړل شو وو. خو باید یادونه وکړم، چې دا لقب د نوموړي له مړينې وروسته ورته وکارول شو.

نوموړی له میلاده "۴۹۶ ـ ۴۰۶" کاله وړاندې د یونان پایتخت (آتن) ته په یوه نږدې سیمه کې زېږېدلی و. پلار یې يو شتمن پښ و. 

نوموړی د ځوانۍ په درشل کې و، چې د آتن فاتح لښکر د جګړې له سیمې "سلامیس" څخه راستون شو. په همدې وخت کې دی، نوموړي ته د هغو ځوانانو مشري ورکړل شوه، چې لښکر ته یې د هرکلي سندرې ویلې. 

دی دومره ځيرک او زړور و، چې په پنځه ويشت کلنۍ کې د جنرالۍ مقام ترلاسه کړ. نوموړي اجتماعي شخصیت درلود، له ځينو نامتو څېرو لکه، پرېکلېس، هېرودت او فیدیاس یره یې نږدې اړيکې درلودې، له همدې امله د ادبي فعالیتونه ترڅنګ یوه نوموتی سیاسي څېره هم وه.

د ټولو ډرامو شمېر یې نږدې "۱۳۰" ته رسېږي. چې له ډلې یې یوازې "۷" ډرامې د تاریخ له نادودو خوندي پاتې دي. هېره دې نه وي، چې سوفوکلېس شل ځله په ډرامه لیکنه کې لومړی مقام خپل کړی و.

دده په ډرامو کې تر ټولو مشهوره، کومه چې د یونان لوی فیلسوف ارسطو هم ادبي شهکار بللی "د اوديپ پاچاه" نومېږي. د دې ډرامې په اړه، ډېرو لویو لیکوالو لیکنې کړي دي، چې آن اوسنۍ ارواپوهنه یې هم د ماخذ په توګه کاروي. 

 

د ډرامه لیکنې ځانګړنې 

که څه هم سوفوکلیس یو دودپاله سړی و، نه شوای یې کولی، چې د ارباب الانواعو په اړه کوم څه ولیکي خو بیا یې هم په ډرامو کې ځينې ځانګړنې بیانولای شو. لکه:

ـ د ډرامو سوژه یې تقریبا د لرغوني یونان اساطیر دي.

ـ د ډرامو اتلان یې سرزوري او پياوړي خلک دي.

ـ د آثارو ژبه یې خورا روانه او عام فهمه وه.

ـ په ډرامو کې یې درېيم کريکټر ته ځای ورکړ. 

ـ ډرامې یې آن په ښوونځيو کې تدريسېدل.

ـ ډرامې به یې بشپړې وې. (د هغه وخت لیکوالو داسې ډرامې لیکلې، چې په یو نامعلوم ځای کې به یې پای ورکړ، بیا به یې بله ډرامه کې همدې پېښې ته دوام ورکاه. خو سوفوکلیس داسې نه کول.)

Related Articles

Jun 19, 2021
3,840 views

څو جملې څو کتابه!

ځينې وخت داسې پېښېږي، چې د یو چا له ټولو خبرو او یا یوازې له یوې جملې ډېر اغېزمن کېږو. دا ډول ویناوې، چې موږ ته انرژي او فکر راکوي، زموږ په ژوند کې خورا مهمې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د امریکا لویې وچې د ستر لیکوال، شاعر او فیلسوف "رالف والډو امرسن"...

Jul 02, 2022
3,591 views

Polysemous Words in English

In all languages, some words have more than one meaning; technically they are called Polysemous words. Polysemous words have several numbered definitions in a dictionary. The following examples will help you extend your vocabulary by recognizing diff...

Jul 23, 2023
1,264 views

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې                             شارټ لیست د ګمارنې او انتخاب  لپاره یو مهم قدم دی چې د ادارو لپاره د کارمندانو د ګمارنې په پروسه کې د پام او اهمیت وړ مرحله تشکیلوي.د شارټ لیست اصطلاح   یوازې د ګمارنې او استخ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,268 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,447 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...