په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

i
imranghani
Author
May 06, 2021
4 years ago
4,015 views
په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

May be an image of 1 person, outerwear and body of waterMay be an image of 1 person, outerwear and body of waterپه علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟
په علمي او تحقیقي مطالبو کې په متن کې دننه او د کتاب او مطلب په اخره کې ماخذونه او سرچینې څو ډوله لیکل کیږي؛ خو درې ډولونه یې مشهور او معیاري بلل کیږي:
۱.اې پي اې- American Psychology Association (APA)
۲.ام ال اې- Modern Language Association
۳. شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabian
تر دې مخکې چې دا هر یو تشریح کړو، په دې غږیږو چې ولې په علمي او تحقیقي کارونو کې د ماخذونو او سرچینو کارول مهم دي؟ ځکه مهم دي:
۱. چې د هغو علمي‌ شخصیتونو او محقیقینو حق ادا شي چې په دغه برخه کې یې کار کړی دی. موږ په خپل متن او کتاب کې د هغوی د کتابونو او نومونو په یادولو سره هغوی ته د هغوی د علمي ابتګار او زیار امتیاز او حق ورکوو.
۲. دا د لپاره کوو چې لوستونکو ته ووایو زما د کتاب او متن خبرې یو علمي اساس او استناد لري. هوايي نه دي.
۳. تر ټولو مهمه یې دا چې په دې کار سره د ادبي غلا مخه نیسو. ادبي غلا دوه ډوله دي:‌
یو ډول یې دا دی چې د بل کس د علمي‌ تحقیق کمه او زیاته برخه د هغه له نوم یادولو پرته په خپل نوم خپره کړئ. بل ډول یې د لیکوال د فکر او نظر غلا ده، چې د یو چا علمي نظر او فکر په جلا الفاظو په خپل نوم خپور کړئ. په پرمختللیو هېوادونو کې دا ډول غلو ته سزا هم ورکول کیږي.
۴. موږ لوستونکو ته دا ثابتوو چې موږ د خپل علمي مطلب او تحقیق د لیکلو او بشپړولو لپاره څومره زیار ګاللی او څومره منابع او سرچینې مو پسې پلټلي دي.
۵. لوستونکو سره مرسته کوو که په دې اړوند نور معلومات غواړي، اصلي سرچینې دې ولټوي.
۶. دا یو نړیوال علمي اصل او معیار دی چې باید په پام کې وساتل شي.
په عمومي ډول د ماخذونو په کارولو کې د لیکوال نوم، د کتاب/مطلب د خپریدو تاریخ، د خپرېدو ځای او خپرندویې ټولنې نومونه لیکل کیږي. خو په ټولو کې یو ډول نه دي، دلته یې پوره تشریح کوو:
اې پي اې- American Psychology Association (APA)
د امریکا د روانشناسۍ ټولنه- د ماخذ او سرچینې کارولو دا میتود تر ډېره د پوهنې، روانشناسۍ او ساینس په علمي مطالبو کې کارول کیږي. په دې میتود کې په متن کې دننه چې سرچینه کاروئ، د لیکوال تخلص او د کتاب د چاپ کال لیکل کیږي او که مشخصآ کومه ډېره مهمه مسئله یادوئ، بیا د کتاب مخ او صفحې نمبر هم لیکل کیږي: (هاند، ۲۰۲۰، مخ ۱۲۰).
مستقیم قول: په دې میتود کې مستقیم قول په قوسونو/لیندیو کې دننه داسې لیکل کیږي: لیکوال وايي چې "د افغانستان کرکټ د یوشتمې پېړۍ یو ښکلی داستان دی" ( هاند، ۲۰۲۰ د صفحې نمبر).
غیر مستقیم قول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند په دې باور دی چې په افغانستان کې د کرکټ چټک پرمختګ ډېر خلک حیران کړي او ډېرو ته یو په زړه پورې داستان دی (هاند۲۰۲۰).
په اې پي اې کې د غیر مستقیم قول بل ډول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند (۲۰۲۰) وايي چې د افغانستان د کرکټ پرمختګ د روانې پېړۍ یو ښکلی داستان دی.
که لیکوالان دوه وو: بیا یې داسې ولیکئ: ( هاند او عابد ،۲۰۲۰).
که لیکوال له دوو زیات وو، بیا ماخد داسې ولیکئ : (هاند، عابد، حسن او اشنا، ۲۰۲۰).
که بیا په کتاب کې دا ماخذ بار بار کاروئ، ضرورت نلرئ چې هر ځل د ټولو لیکوالانو نومونه ولیکئ، ساده یې ولیکئ: ( هاند او نور.، ۲۰۲۰).
که له مطلب سره د لیکوال نوم نه وي، د ادارې نوم ورسره ولیکئ: ( کرکټ بورډ، ۲۰۲۰). که تاریخ ورسره نه و، ویې لیکئ چې تاریخ نلري.
په اې پي اې کې د کتاب په اخره کې ماخذونه او سرچینې (bibliography) څنګه لیکل کیږي؟
په دې ترتیب یې لیکو:
د لیکوال تخلص، د نوم اول حرف. د کتاب د چاپ تاریخ. د کتاب نوم. د کتاب د خپرېدو ځای: او خپرندویه ټولنه.
کتاب داسې لیکو:
هاند، ج. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
انلاین ژورنال په دې ترتیب لیکو:
هاند، ج. (۲۰۲۰). د کرکټ تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. د کرکټ ژورنال، ۲ ګڼه،۶-۹ مخونه.
که د کتاب لیکوال دوه وي، بیا ریفرینس داسې لیکوو:
هاند، ج.، او ج، ه. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. خوشحال خان مېنه، کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
ام ال اې- د معاصرې ژبې ټولنه- Modern Language Association (MLA)
ام ال ای په علمي ډګر کې د ماخذ او سرچینې کارولو دویم مشهور میتود بلل کیږي. دا تر ډېره په بشري چارو کې په علمي او تحقیقي مطالبو کې کارول کیږي.
په ام ال اې کې په متن کې دننه په مستقیم قول (لیندیو) کې چې ماخذ لیکول، د لیکوال تخلص او د کتاب مخ لیکو.
په غیر مستقیم قول کې بیا په متن کې د ننه د لیکوال تخلص یادوو او د جملې په اخره کې د کتاب د صحفې نمبر لیکو. په ام ال اې کې په متن کې دننه د ماخذ او سرچینو کارولو کې دا میتود لږ اسان بلل کیږي.
مثالونه یې:
مستقیم قول: د افغانستان "کرکټ کرکټ د یوېشتمې پېړۍ یو ښکلی داستان دی" (هاند ۱۲۰).
غیر مستقیم قول: د هاند په باور د افغانستان کرکټ زموږ د عصر تر ټولو شیرین داستان دی (۶-۹).
په ام ال اې کې د کتاب په اخره کې ماخذونه او سرچینې (bibliography) څنګه لیکل کیږي؟
په دې ترتیب:
د لیکوال نوم او تخلص. د کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، او د چاپ کال.
مثال یې:
هاند، جعفر. درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکت تاریخ. سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰.
په ام ال اې کې د ویبسایټ څخه د اخیستل شویو مقالو د لیکلو ترتیب:
د لیکوال تخلص، نوم. په قوسونو کې "د مطلب نوم: او عنوان. " میاشت، ورځ. کال، د مقالې لینک.
مثال یې:
هاند، جعفر. "د کرکت تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. " نومبر ۲۰. ۲۰۲۰، د مقالې لینک.
که سرچینه مو کوم چاپ شوی ژورنال وي، بیا داسې لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. په قوسونو "د مطلب نوم: او عنوان. " خپروونکې اداره، ګڼه. د ژورنال نمبر. میاشت.میاشت. کال، مخونه.
مثال یې:
هاند، جعفر. "د کرکت تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. " کرکټ بورډ، ګڼه. لسمه، نمبر. ۵. فبروري. ۲۰۲۰، مخونه. ۶-۶.
که سرچینه مو کېنډل (د کتاب لوستلو برېښنايي وسیله) وي، په دې ترتیب لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. د مطلب/کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، کال. کېنډل. د مقالې لینک او ادرس.
مثال یې:
هاند، جعفر. د کرکت تاریخ. سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰. کېنډل. د مقالې لینک او ادرس.
شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabian
په تحقیقي او علمي مقالو کې د نقل قول او سرچینو د کارولو درېیم میتود د شیکاګو دی ترابین هم بولي. دا د شلمې پېړۍ له پيل راهېسې د شیکاګو په پوهنتون کې کارول کیږي او تر ډېره په تجارتي، تاریخي، ادبیاتو او هنرونو په برخو کې ترې کار اخیستل کیږي.
په دې میتود کې په متن کې دننه د مستقیم او غیر مستقیم قول کې د لیکوال او کتاب ذکر نه کیږي. بلکې په ترتیب سره عدد لیکل کیږي، بیا د پاڼې په بیخ کې د عددونو په ترتیب سره د لیکوال او کتاب یادونه کیږي. البته ځینې لیکوالان د کار د اسانتیا لپاره په متن کې چې د ماخذ ښودلو لپاره عدد ولیکي،‌ بیا د پاڼې په بیخ کې یې یادونه نکوي او مستقیمآ د کتاب په اخره کې په ماخذونو کې لیکي.
په دې میتود کې مستقیم او غیر مستقیم قولونو کې ماخذ یو ډول لیکل کیږي.
مثال یې:
په متن کې نقل قول: په افغناستان کې د کرکټ‌پرمختګ د یوېشتمې پېړۍ یوه ښکلی داستان دی.۱
د پاڼې په اخره کې د ماخذ لیکل:
د لیکوال نوم او تخلص، د کتاب نوم، (د کتاب د خپرېدو ځای: خپرندویه ټولنه، د چاپ کال) او د مخونو شمېر.
مثال یې:
۱.جعفر هاند، درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ (کابل: سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰)، مخ ۶-۹.
د کتاب په اخره کې د سرچېنې کارول د پاڼې د بیخ د سرچېنې د کارولو سره لږ توپیر لري او داسې لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. د کتاب نوم. د خپرېدو ځای، خپرندویه ټولنه، د چاپ کال.
هاند، جعفر. درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. کابل، سروش خپرندویه ټولنه، ۲۰۲۰.

نوټ: یاده لیکنه کټ مټ د جعفر هاند له فېسبوک پاڼې کاپی شوې.

Related Articles

Apr 05, 2023
2,562 views

Casa 1000 project کاسا زر پروژه

کاسا (CASA)1000 پروژه CASA= Central Asia to South Asia  د مرکزي اسیا-جنوبي اسیا د برېښنا پروژه چې په عام ډول د CASA-1000 په نوم یادېږي، د 1.170 میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه ده چې دا مهال تر کار لاندې ده چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او بال...

Apr 12, 2021
1,459 views

ابر های تلویزیونی

ابر های تلویزیونی مصطفی عمرزی بالاخره فشار هایی که ناشی از اذهان تاریک، عنعنات ماقبل التاریخ و خواسته های افرادی از قشر کوچکی که جز آن دنیا، از مسولیت های دنیوی شان غافل اند و کسانی که نمی توانند منطق را بپذیرند و از روی جهل و تعصب بی معنی می خواهن...

Dec 11, 2024
1,009 views

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...