دا سړي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي وه !!!
مېاشاه جهان هغه شخصيت وه چې د سركار د پاره ئې ځان اولس ته مجرم كړې او د اولس د پاره ئې ځان حكومت ته مجرم كړي وه۔۔ خو د ثالثئ رول ئې هميشه د پاره لوبولي۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې هر كله ورته د پاكستان د حكومت د قبائلو دننه ضرورت پيښ شو نو د لوى افغانستان نه ئې باجوړ ته راوستلو او د يو وفادار محپ وطن اعزازات ئې وركړل۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې پۀ تاريخ كښې د باجوړ د نواب مقابلې ته پۀ ړومبى ځل انتخاباتو ته ودريد ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې پۀ قامى سياست كښې ورله د پاكستان حكومت پۀ كور بمبارى وكړه ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې بيګم نسيم ولى خان ورته پۀ پيښور كښې د قبائلو پۀ لويه جرګه كښې د خپل قامى تقرير د زده كړې استاذ محترم وائيلي۔۔
مياشاه جهان هغه پښتون قامپرست شخصيت وه چې حكومت ټول عمر قبائلى بغاوت ته لكه د ډال نيولي۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې قبائلو د حكومت د سرزورئ پۀ مقابله كښې لكه د يو جنګى بهادر سپاهى راپاڅولي ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چې د نفاذشريعت پۀ شخړه كښې افعانستان ته جلاوطن كسان ئې باجوړ ته راوستل او د حكومت محافظان ئې جوړ كړل ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چا چې پۀ پاړه چينار كښې د شيعه او سنى جهګړه پۀ انسانى ورورولئ بدل كړه ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چې د وانا وزيرستان پۀ شخړه كښې پرې ټولو قبائلو د مشرئ اعتماد وكړو ۔۔
هو ۔۔
دا د مياشاه جهان د ضرورتونو د پرون خبرې وې چې د ماضى كتاب پرې ډك شو او د تاريخ پۀ آئينه كښې د قوم پۀ لمن د وينو يو نه وركيدونكي داغ شو چې د تاريخ هره پانړه به ئې دې بې ضميره بې احساسه او بې وفا اولس له پۀ مخ د شرم لاس راكاږى ځكه چې دې قوم ټول عمر د شخصيتونو پۀ جنګ كښې د ځانه هسك سرونه لكه د مياشاه جهان غوندې غوڅ كړى او ورك كړى ۔۔
ځكه نن سرونه لرو خو سردار نه لرو ۔۔
مونګ چې د مياشاه جهان د حكومت سره د خدماتو او د اولس سره د ښيګړې پۀ اوږد پرون او نن كښې دا سوچ وكړو چې د مياشاه جهان غوندې داسې غيرجانبار شخصيت چې حكومت او پښتنى قبائلى اولس دواړو ته محبوب وه او بيا هم دې بې ضميره اولس۔ او كرپټ بدعنوانه نظام تحفظ ورنكړو نو د حكومت سره مو د خدماتو او د اولس سره مو د مينې او ښيګړې نه باور پاڅى۔۔
قاتل به نن هم د خپل ضمير پۀ جرم كښې ګرفتار وى او سبا به هم ځان د ضمير د جرم د حصاره خلاص نكړى۔۔۔
مياشاه جهان په هسك سر او سپين مخ لكه د حسين عليه السلام د حق پۀ لاره خدائي له وينې وينې لاړو۔۔۔
خو مونګ نن هم د قلندرمومند دا شعر پۀ افسوس سره وايو چې !!!
د پښتون د نوى كول دې خدائي حافظ شى۔۔
هړه ورځ چې ترينه داسې مشران مرى ۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ مياشتنئ ليكوال فرورى 2005 چاپ ۔۔
كتاب ۔۔ د وينو د سپرلى ګلونه ۔۔ صحفه 36 ۔۔ چاپ 2018
ليك۔۔ جعفرخان جعفر
Related Articles
د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ!
ليکنه ـ فاطمه اعظم د پرمختګ او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پر خبرو او طعنو غوږ نه نيول دي. ځکه په دې نړۍ کې خلک هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅونې پر ځای، د ترخو او کږو لغاتونو په استعمالولو سره يو بل ته پېغورونه ورکوي. خو بايد...
راجع به نامه ی زرغونه منگل
راجع به نامه ی زرغونه منگل مصطفی عمرزی زرغونه منگل در میان بهترین گوینده گان اناث افغان که پس از سقوط طالبان از فرصت ها، مثبت استفاده می کردند، قرار دارد. رادیو آزادی، یک بخش بزرگ شهرت خویش را مدیون زرغونه منگل است. ما در موارد مختلف، در جا هایی که...
څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟
تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...