د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 01, 2021
4 years ago
4,574 views
د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کیږې. په دا مرض کې د وجود معافیتی حجرات په عصبی سیستم تاثیر کوی چې د نتیجې څخه یی د لاسو او پښو ضعف او داسی برق په شان احساس پیدا کیږې، چې له څه مودی پس نه حتی د ټول وجود د فلج سبب ګرځیدای شې. 
 په نولسمه پیړۍ کې د غوا شیدی خلکو خامی سکلې خو د وخت په تیریدو سره دباکتریا شتون پکې ثابت شو، مخصوصن کله چې د غوا د توبرکلوز نه په امریکا او اروپا کې تقریباً ۶۵زره کسان د پنځهویشتو کلونو په اوږدو کې مړه شول. کله چې شیدی وایشول شې نو باکتریا او یا نور مکروبونه پکې وژل کیږې او شیدی اوږد وخت لپاره تازه وې.
 ځینې څیړنې وایې چې د غوا خامی شیدی فایده لری او د مور دشیدو د فوایدو سره یی مقایسه کوې، اګرچه د ایشیدلو شیدو په تناسب یی امینو اسید  او ویټامین زیادتره وی خو د باکتریا خطر یی هم هماغومره زیات وې. زمونږ په وطن کې اکثراً عام خلک د شیدو څخه سرایت شوی مکروب ته د غوا مرض وایې. 
 د شیدو ایشول او د نظافت مراعاتول په غذایی موادو کې خورا مهم دی. ځینې وخت داسی مکروبونه سرایت کوی چې په لوړ حرارت هم له منځه نه ځې.

 نګین کرګر

Related Articles

Jul 28, 2021
4,991 views

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکی آلی څخه ده چی د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږی، دا سیستم د مقابل لوری سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کی د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځی....

Jul 09, 2021
1,899 views

پل د بختور شه

د مازدیګر څلوربجې کورته ورسېدم، زموږ په کور کې د خوښیو یو داسې ډک بازار جوړ و چې ما هم خپل ځان په کې ورک کړ او و پوهېدم چې دغه خوښۍ او خوشحالۍ د هغه نوي کرل شوي ګل لپاره نیول شوي چې زموږ به کور کې یې سترګې غړولي دي. رېښتيا هم چې ماشومان ګلونه وي، زم...

May 10, 2021
2,795 views

تیمور شاهی

تیمور شاهی مصطفی عمرزی در دو کناره ی دریای کابل که تا چند دهه ی گذشته، جزو کابل قدیم به شمار می رفتند، تعمیر ها و اماکنی قرار دارند که با ورود کشور به قرن 20 میلادی، با نما ها و اشکال نو، آغاز یک جریان تازه ی عمرانی نیز می باشند؛ هرچند اولین بنا ها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...