څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 29, 2021
4 years ago
3,719 views
څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

خوښي، خفګان، غوسه، صبر، خندا، ژړا او ورته نور ټول مفاهیم له ژوند سره تړلي دي. پر دې ټولو پوهېدل او تنظیمول بیا د هر چا د وس خبره نه ده. هغوی چې خپل حالت تنظیمولای شي بریالي خلک دي. د قهر په اړه ویلای شو، چې د نورو پر وړاندې احساساتي غبرګون چې خفګان زېږوي قهر دی. که تاسو هم غوسې کوئ، له دې تګلارو په ګټې اخیستنې خپله غوسه ختمولای شئ.

 

۱ ـ بخښل عادت وګرځوئ 

په ذهني لحاظ بالغ انسانان تل بخښنه کوي. هغوی پر دې ځان قانع کوي، چې هېڅکله له مقابل کس سره یو ډول نه دی. په دې ډول مقابل کس جاهل بولي او خپله غوسه پای ته رسوي. 

تاسو هم د بخښنې هنر زده کړئ. که ستاسو مقابل لوری بدې کړنې کوي، ستاسو  د فکر خلاف کار کوي، پوه شئ چې ناپوه دی او تاسو اړ نه یئ چې ځواب ورکړئ، اصلا باید ووایئ چې زما په خبرو نه ارزي. 

 

۲ ـ اوبه وڅښئ

ډېرو څېړنو ښودلې ده، چې د غوسې په وخت کې د اوبو څښل قهر له منځه وړي. نو که تاسو هم په غوسه شوئ، هڅه وکړئ ژر تر ژره اوبه وڅښئ. 

 

۳  ـ ژوه ساه واخلئ 

د اراواپوهانو له نظره ژوره ساه اخیستل د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ له تاسو سره مرسته کوي، چې خپله غوسه کنټرول کړئ. که پر خپل ملګري، ورور او یا کوم بل تن غوسه وئ، هڅه وکړئ خبرې بندې کړئ او پر له پسې ژوره ساه واخلئ. و به وینئ چې څومره ګټور تمامېږي.

 

۴ ـ خپل حالت بدل کړئ

د حالت له بدلولو څخه موخه دا ده، چې که ناست وئ، پاڅېږئ، که ولاړ وئ حرکت وکړئ. په دې ډول کولای شئ، خپله غوسه ختمه کړئ. خو دا باید هېره نه کړئ، چې دا کار باید ژر وکړئ. 

 

۵ ـ ځای پرېږدئ 

په کوم ځای کې چې ستاسو شخړه پېښېږي، بېخي یې ترک کړئ. اورواپوهان وايي، ځای پر ځای پاتې کېدل هم د غوسې په ډېرښت کې ډېر اغېزمن تمامېږي. په هغه ځای پاتې کېدل چې ستاسو شخړه په کې رامنځته شوې بدې پایلې لري. که هرڅومره ژر کولای شئ لرې لاړ شئ.

 

۶ ـ مقابل کس ته نه کتل

د غوسې د کنترول له تګلارو یو هم د مقابل لوري نه کتل دي. که له چاسره مو شخړه پېښېږي، هڅه وکړئ خپلې سترګې بله خوا واړوئ. مقابل لوري ته کتل د غوسې او قهر د ډېرېدو سبب کېږي.

 

۷ ـ حساب وکړئ

د غوسې او شخړې پر وخت "۱، ۲، ۳، ۴ او ..." حساب کول هم د غوسې په ارامولو کې مرسته کوي. البته باید ووایم، چې د حساب کولو تر شاه یوازينۍ فلسفه همدا ده، چې د قهرجن کس فکري تمرکز له غوسې واوړي.

Related Articles

Jan 29, 2022
3,078 views

د روسیې نظامي ځواک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستيو کې د روسیې او امریکا ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي؛ روسيې خپل ګڼ شمېر سرتېري له اکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي او پوځي تمرينات ترسره کوي. په ورته وخت کې امریکا اندېښنه لري چې روسيه به پر اکراین یرغل وکړي. کارپو...

May 01, 2021
2,006 views

ولې ناکاميږو؟؟؟

مونږ ټول د بريا د مزې د څکلو هيله او ارزو لرو، خو ځينو عوامل زمونږ د لارې خنډ جوړيږي چې ډيری وخت دغه عوامل زمونږ د بريا د مزې د څکلو هيله له منځه وړي او يا يې ځنډنۍ کوي. د ناکامۍ شل هغه عوامل چې بريا ته زمونږ د رسيدو په لار کې خنډ جوړيږي.  ۱. د ګواښ...

Jul 28, 2022
1,674 views

قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري. دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,799 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,156 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,077 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...