هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 16, 2021
4 years ago
2,710 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

“انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.”

دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسان په روان اغېز کوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې هره ورځ وژنې، چاودنې او سل نورې اندېښنې موجودې وي، حتما به انسان له ژونده زړه توری کېږي. خو څه کول په کار دي؟ ايا له ژونده کرکه موږ ته سکون راکوي؟ نا! هېڅکله نا! د يوه ذهين انسان د ژوند تجربه همدا وايي.

هڅه وکړئ، چې ښه ژوند وکړئ. ښه ژوند دا نه دی، چې تاسو دې ډېرې پيسې ولرئ. يوازې همدا ښه ژوند دی، چې نورو ته مو خير رسېږي. يوه مسکا د بل زړه خوشحالولای شي. نو ولې يې نه کوئ؟ ځينې وړيا خوښۍ او ثوابونه شته، ترلاسه يې کړئ؟ 

ژوند ښکلی دی، ښکلی!

 

“هېڅ يو نوښتګر ليکوال نه شي کولای، د خپل عصر بل نامتو ليکوال وزغمي.”

هر انسان ځينې سيالان لري. د هغوی زغمل کوم آسانه کار نه دی. ليکوال، آهنګر، مامور، قاضي او بل هرڅوک خپل سيال تر خپله ځانه مخکې او نوموتی نه شي زغملای. څه فکر کوئ، د وولف موخه له دې جملې څه ده؟

ويرجينيا وولف وايي، دا د انسان خاصيت دی، چې خپل سيال نه شي نه زغملای نو له دې خاصيته سمه ګټه پورته کړئ. سيال مو نه شئ زغملای؟ که ځواب مو هو وي، نو همدا اوس پاڅېږئ او حرکت وکړئ يو تېز حرکت چې له خپله سياله مخکې شئ. که همداسې مو وکړل نو تاسو د انسان له دې خاصيته سالمه ګټه پورته کړه او که يوازې مو خپل زړه وخوړ او يا مو مقابل کس ته کندې وويستې نو په ناسمه روان يئ.

 

“له څه شي، چې وېرېږم هغه دا دي، چې د يوه ناڅيزه او بې ارزښته انسان په څېر هېره شم.”

انسانان مختلف خاصيتونه لري. ځينې يې ګوښه ګير او ځينې نور يې بيا غواړي نوم يې تل پاتې وي. تاسو که په هره ډله کې يئ دا وينا تاسو ته يو درس دی.

ولې بايد هېر شئ؟ بې شمېره انسانان نړۍ ته راځي. ولې ډېر لږ يې خپل نوم پرېږدي. پوهېږئ هغوی څه کړي دي؟ په دې کې دوه درې خلک وي يو هغه چې بشر ته يې خير رسېدلی وي، دویم هغه چې بشر يې له شر سره مخ کړی وي، درېيم هغه ډله خلک دي چې يو عجيب کار يې کړی وي. تاسو په لومړۍ ډله کې ځان حساب کړئ. همدا نن فکر وکړئ چې بشر ته څه کولای شئ. آيا فکر کوئ ټول انسانيت ته خير رسول ستاسو له وسې پورته خبره ده. نو کولای شئ خپل کلي او ولسوالۍ ته يو د خير کار وکړئ. په دې ډول به تاسو پر ځان باور پيدا کړئ او په پای کې به ټول بشر ته د خير رسولو فکر ولرئ. ومرئ خو بې نومه مه مرئ!

Related Articles

Jun 18, 2023
2,272 views

د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM

اوله برخه: د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM)  په اړه په زړه پورې مالومات    رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د ما...

Sep 13, 2021
3,799 views

ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟ موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې  حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ  تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ...

Jun 02, 2021
3,682 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...