هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 09, 2021
4 years ago
2,556 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د انګلستان د نوموتي ډرامه ليکونکي او شاعر جورج ګورډن بايرون (George Gordon Byron) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“وياړ د وينو په تويلو کې نه دی، د اوښکو په وچولو کې دی.”

دلته له وينو تويلو څخه رښتيا هم د نورو خلکو د وژولو معنا نه ترلاسه کېږي. بلکې د بل د ځورولو، ربړولو او خفه کولو مفهوم هم په کې نغښتی دی. د ليکوال موخه دا ده، چې بايد نور خلک و نه ځورو او هېڅکله يې و نه رټو. ددې پر ځای يې بايد اوښکې وچي کړو. مينه ورکړو او پر شونډو يې مسکا راولو. د ژوند خاص خوند او سکون هم په همدې کې دی، چې د نورو لاسنيوی وکړو او اوښکې يې وچې کړو.

 

“ستا ټول وخت خپل نه دی، نور هم په کې برخه لري؛ هماغه ډول لکه ته چې د نورو په وخت کې برخه لرې.”

ځينې خلک تل ګوښه ګير وي، له نورو لرې او يواځې اوسي. دا کار نامناسب دی. انسان ټولنيز موجود دی، نو بايد له نور وګړو سره په اړيکه کې پاتې شي. لکه څنګه چې خلک تاسو ته وخت او مينه درکوي، همداسې نور خلک هم ستاسو مينې او وخت ته اړتيا لري. ټولنيز ژوند په دوه طرفه اړيکو ټينګ دی. پښتانه وايي: بازار ته څه وېسه او څه راوړه.

ژوند په دې نه کېږي چې تل دې نور ستا خيال وساتي او خپل ارزښتمن وخت له تا ځار کړي. په بدل کې تاسو هم بايد نورو ته خپل وخت ورکړئ، حال يې واخلئ، د زړه خواله وکړئ او يو بل درک کړئ. 

همدارنګه ځينې خلک له خپلوانو، ملګرو او نورو هغو خلکو چې اړيکې ورسره لري، لرې ګرځي. تل يواځېتوب خوښوي او په دې توګه ځان ورته بې ارزښته ښکاري. دوی ته پکار ده، چې خپله خپل ځان ته ارزښت ورکړي.

انګرېزان وايي، که غواړې محترم شې نو اول د نورو احترام وکړه. موخه دا ده، چې که غواړې نور مو وپالي تاسو يې هم وپالئ. 

انساني ژوند ته په کتو بله ډېره مهه خبره دا ده، چې ستاسو عمر يوازې ستاسو نه دی. په دې کې د ملګرو،  کورنۍ، مېرمنې، خپلوانو او ګڼو نورو خلکو برخه موجوده ده. بايد د هغوی برخه وسپارئ!

 

“ټولې نېکمرغۍ او برياوې، چې زما د ژوند ته راغلې، له هغو دروازو راننوتې چې ما کلک بند کړي وو.”

ځينې خلک به ددې جملې په سم مفهوم پوه نه شي، خو ډېر لوړ فکر په کې پروت دی. موږ ځينې څيزونه عادي ګڼو، حال دا چې همدا زموږ د ژوند اساسي برخه جوړوي. مثلا موږ تا دا ارزښت نه لري، چې نن مې څه وکړل. خو همدا ننني کارونه د سبا ورځې بريا تضمينوي. نو هڅه وکړئ، په ژوند کې د کوچنيو کارونو په ارزښت پوه شئ. زه تل دا خبره کوم، دې ته مه ګورئ چې ستاسو سرعت څومره دی. خو دا بايد تل وګورئ، چې روان يئ او که نا! درېدل مه کوئ، روان اوسئ که ډېر ورو هم وي. 

ددې جملې بل اړخ دا دی، چې هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ، په ژوند کې هېڅ فرصت عادي مه ګڼئ. ممکن همدا وړوکی ګام ستاسو ټول ژوند بدل کړي. د فرصتونو په اړه ويل کېږي، چې د بنګړو په څېر دي. که مو پام ورته وکړ شته، او که لغته مو ورکړه بيا هېڅ نشته!

Related Articles

Oct 16, 2021
1,813 views

بې وسه مور

ټکنده غرمه وه مور یې پور دیواله نیمه ماته ګهړۍ ته وکاتو ځان سره وژغیده چی دا خو لس بجې سوې خبره لیا نه وه ختمه چی د کشر زوی د ژړا اواز یې تر غوژ سو په منډه لا کوټې وواته چی ورغله کشر زوی یې لا مشری خور سره په یوه ګوله ډوډۍ اخته و زوی یې په ژړا ورته و...

Oct 24, 2021
1,807 views

د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!!    لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی. يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جد...

Nov 10, 2020
5,821 views

د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ. تونګا تونګا د امریکا تر ټول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...