د پوشکین ژوند ته یوه لنډه کتنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 04, 2021
4 years ago
2,280 views
د پوشکین ژوند ته یوه لنډه کتنه

د پوشکين په اړه د روسيې بل نامتو لیکوال ماکسیم ګورکي وايي: "پوشکين په روسي ادبیاتو کې د ټولو پيلامو پیل دی." 

د روسیې دغه نامتو لیکوال په "۱۷۹۹م" کال کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. بشپړ نوم یې الکساندر پوشکین "Alexander Pushkin" دی. نوموړی په یوې لویې کورنۍ پورې تړاو درلود، خو دده زېږېدنې پر مهال د کورنۍ پخوانی روب داب نه پاتې. 

کله چې دولس کلن شو، په "تسارسکویوسلو" ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. دا هغه ښوونځی دی، چې لومړني الکیسانډر جوړ کړی دی، او هلته د لویو کورنيو ماشومان زده کړې کوي. وروسته په پيټرزبرګ کې د بهرنیو اړيکو پوهنځی هم ولوست. خو نوموړي به د رسمي زده کړو، ترڅنګ د ادیبانو مجلسونو هم نه قضا کول او اروپايي ادبیات هم په مینه لوست. 

پوشکين په کم عمر کې شعر لیکل پيل کړي وو. آن د لیسې په دوره کې یې ۱۰۰۰ پاړکي شعرونه لیکلي وو. همدارنګه ډېر ژر په ټوله روسیه کې مشهور شو. هرې ادبي غونډې کې به یې تود هرکلی کېده. له ډېرو ادبي هڅو او لاسته راوړنو وروسته په "۱۹۳۷م" کال کې ووژل شو. 

 

د شعر بېلګه:

دا غمجنې شان شېبې

او ستا د سترګو له ښکلا چې رخصتېږم

دا وختونه مې خوښېږي

طبیعت په تشریفاتو خاورې کېږي

ځنګل سرې او طلایي جامې اغوستې

او وږمې داسې شغېږي

لکه څوک چې په آرامه ساه اخلي

لړې ګرځي پر آسمان یې

د څپو څادر خپور کړی

د لمر وړانګې هم تار تار دي

د هوا دا سړې منډې

لا له ورایه راته ګواښ کړي

چې سپين ژمی را روان دی.

Related Articles

Mar 01, 2024
1,638 views

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د اروپا په شمول تقريبا په ټولو غير مسلم هيوادونو کي د خنزير غوښتنه هم خوړل کيږي او ورسره د خلکو خوښيږي او په دغو هيوادونو کي بي شميره د نوموړي ځناور د ساتنې فارمونه شتون لری.‌ يواځي په فرانسه کي 42000 څخه زيات فارمونه موجود ديخنزير د ټولو ځناورو په پ...

Feb 14, 2022
4,307 views

څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

 تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه...

Apr 09, 2022
3,980 views

درمل

لیکنه ـ وړانګه اکبر درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,746 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,033 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...