د ګندنې روغتيايي ګټې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 24, 2021
4 years ago
3,876 views
د ګندنې روغتيايي ګټې!

ژباړه - ریاض مقامزی

ګندنه سبزیو په ډله کې د ځانګړي ځای څخه برخمنه ده. خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له کبله ډېر خوښوي. په بېلابېل ډول یې کاروي. د سبو، سلاد او بولاني په شکل ورڅخه ګټه اخلي. په دې لیکنه کې به یې پر روغتيايي ګټو هم پوه شئ.

روغتياپالان وایي وایي، چې په ګندنه کې له ۹۰ سلنه اوبو سربېره ویټامین A، ویټامین بي، ویټامین سي، کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، مګنېزیم، اوسپنه او کلورین شتون لري چې د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې خورا اغیزمن ثابتېږي.

روغتیاپالان پر دې باور هم دي، چې ګندنه د اعصابو په قوت او د شریانونو د نرمښت لپاره مفید درمل دي. نو باید په غذایي رژيم کې خاص ځای ولري. 

 

همداراز هغو کسانوته چی د بندونو له دردونو کړېږي او یا هم د روماتېزم په ناروغۍ اخته وي زیاته ګټه لري.

 

ګندنه د سیل ناروغۍ د کنترول، د قولنج د کمولو، د جنسي طاقت په زیاتولو، د بلغمو په له منځه وړلو همداراز د کولمو په پاکولو، او ترڅنګ یې د وینې له کمښت څخه د رنځمنو ناروغانو لپاره اغیزمنه دوا ده.

ګندنه د اواز د صافولو لپاره هم کارول کیږي او د ګېډې د چینجیو په له منځه وړلو کې هم ښه رول لري.

روغتیاپوهان وایي؛ په ۱۰۰ ګرامه ګندنه کې ۹۰ ګرامه اوبه ، ۴۰ ملي ګرامه سوډیم ، ۱.۸پروتین، ۲۶۰ ملي ګرامه پوتاشیم، ۰.۷۳ ملي ګرامه غوړ ،۱۲۰ ملي ګرامه کلسیم، ۰.۱۳۸ ملي ګرامه ویټامین بي ۶، ۵۸،۱ ملي ګرامه ویټامین سي، ۲ ملي ګرامه اوسپنه ، او ګڼ نور مواد شتون لري.

تاسو هڅه وکړئ، چې په خپل غذايي رژيم کې ګندنې ته ځای ورکړئ او په ارزښت ورته قایل شئ.

Related Articles

May 13, 2023
1,543 views

ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهلیکنه: انجینر سید سمیع الله نصرت زیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې...

Dec 13, 2020
4,341 views

ځان وژنه یا خودکشي

ځان وژنه د خپلې ساه په خپله اخیستلو ته یا په خپله د خپل ژوند پای ته رسولو ته ویل کیږي. نن ورځ که دنیا هر څومره پراخه امکانات او سهولتونه لري با وجود د دي هرڅه او مختلفو سهولتونو بیاهم د نړۍ 16 سلنه وګړي په هر کال کې ځان وژنه کوي. د روغتیا د نړېوال س...

Nov 18, 2021
2,714 views

د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي   زموږ د ګران هېواد افغانستان خلک له دومره ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي، چې له نړۍ سره سیالي وکړي، هغه که د سپورټ په ډګر کې وي، که د زدکړو په ډګر کې وي او یا که په نورو برخو کې وي. د افغانستان اتل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...