هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
2,631 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

په دې ليکنه کې د لامارتين (Lamartine) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ. نوموړی د فرانسې د لوی ليکوال، سياستوال او شاعر وو.

۱ـ “تر ټولو نږدې شی مرګ دی او تر ټولو لرې هيلې او اميدونه دي.”

انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې شيان هېروي او د خيال پر مټ ډېرو لرو څيزونو ته فکر کوي. مګر لامارتين انسان دې ته متوجه کوي، چې پام وکړئ! هيلې ډېرې لرې دي ډېرې! تر هرڅه نږدې ستاسو مرګ دی. هېڅکله يې له ياده مه باسئ. 

له دې جملې بل لوی درس دا اخیستلای شو، هغه انسانان چې خپل مرګ نه هېروي نو کوښښ کوي، نېک کارونه وکړي ترڅو نورو ته يې خير ورسي او بر عکس هغوی چې مرګ يې هېر وي، تقریبا هره ګناه کوي. تاسو خپل مرګ تصور کړئ! څه احساس لرئ؟ نو نېکي کارونه وکړئ او د ښه اخلاق ولرئ ترڅو وروسته له مرګه هم بريالي اوسئ.

۲ـ “وايي وخت طلا ده، مګر له بده مرغه له دې سرو د سربو پر ځای استفاده کېږي.”

د وخت په اړه ډېره مهمه خبره دا ده، چې بايد ضايع يې نه کړو، په داسې حال کې چې اوسني اکثره ځوانان خپل وخت بېځايه تېروي. همدا بېځايه تېرول دا معنا لري چې موږ طلا د سربو پر ځای کاروو. خپل وخت قيمتي کړئ! ايا پوهېږئ د وخت قيمتي کول څه معنا لري؟

واضحه خبره ده. له خپل وخت سمه ګټه پورته کړئ. هېڅکله يې بې ځايه مه تېروئ همدا د وخت قيمتي کول دي. د وخت قيمتي کولو تګلاره دا ده، چې مهالوېش ولرئ او خپل ټول کارونه د يوه منظم تقسيم اوقات تر چتر لاندې ترسره کړئ. کم خوب او د خوب پر ځای کول د وخت قيمتي کول نه دي، بلکې دا له ځان او خپل صحت سره ظلم دی. هېڅکله خپل صحت د وخت د قيمتي کولو په پار مه قرباني کوئ. مناسب خوب وکړئ، د خوړو پر وخت خواړه وخورئ او د کار په وخت کې کار وکړئ. همدا غوره تګلاره ده.

۳ـ “غرور او تکبر هغه آس دی، چې پر هغو سپور کس د تباهۍ خواته وړي.”

په دې برخه کې لويه ستونزه دا ده، چې اکثره مغرور انسانان خپل غرور نه پېژني او يا هم دا نه مني چې غرور لري. انسان بايد خپل ځان ته رښتيني اوسي. تاسو ووايئ غرور لرئ؟ ممکن په داسې ساده ډول ددې پوښتنې ځوابول سخت وي. نو لاندې پوښتنو ته په صداقت سره ځواب ووايئ.

آيا کله مو ځان له نورو لوړ ګڼلی؟

آيا کله مو فکر کړی، چې کوم کار يوازې تاسو کولای شئ؟

آيا په نورو پورې خاندې او ملنډې وهئ؟

که ځوابونه مو هو وي، نو ووېرېږئ او توبه وکړئ. د غرور او تکبر ښکار شوي يئ. خو که ځوابونه مو نا وي نو بختور يئ خپل ژوند ته دوام ورکړئ. غرور د انسان د هلاکت سبب کېږي او هم به يې په آخرت کې عذاب ګالي.

۴ـ “احتیاط حتی په احتياط کولو کې هم لازم دی.”

تاسو احتياط څه ته وايئ؟ همدا چې هر څه ډېر ورو ترسره کړئ؟ نا! داسې نه ده. احتياط همدا دی، چې خپلو موخو ته هر اړخيز پلان جوړ کړئ. خو که ستاسو پلان او تګلاره ناکامېږي بديلې لارې هم ولرئ. همدا احتياط دی او لامارتين پر همدې خبرې ټينګار کوي. د چارو د ښه ترسراوي لپاره احتياط لومړنی شرط دی. که تاسو احتياط کوي ستاسو د کړنې بشپړېدل او بريا ۹۹ سلنه تضمينېږي. نو هڅه وکړئ په هر کار کې له احتياطه کار واخلي. 

دا وينا ستاسو په ټولنيز، کاري او کورني ژوند کې هم صدق کوي. په اړيکو، خبرو، عملونو، کارونو او بالاخره د ژوند په هره برخه کې احتياط خپل عادت وګرځوئ تر څو چارې مو په سمه توګه مخته لاړې شې.

Related Articles

Nov 30, 2021
4,719 views

کټرینا کیف وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په دې ورځو کې د فلم له نړۍ څخه تود خبر دا دی، چې راتلونکي میاشت نوموتې اداکاره "کټرینا کیف" واده کوي. د سینما د ډګر ددې نوموتې اداکارې د واده خبر په چټکۍ سره خپرېږي او د راپورونو له مخې سر له اوسه خورا ډېر هوټلونه ددې واده لپاره...

Nov 22, 2020
3,935 views

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري. د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول...

Mar 01, 2024
1,636 views

د خنزیر حلاله غوښه په اړه

د اروپا په شمول تقريبا په ټولو غير مسلم هيوادونو کي د خنزير غوښتنه هم خوړل کيږي او ورسره د خلکو خوښيږي او په دغو هيوادونو کي بي شميره د نوموړي ځناور د ساتنې فارمونه شتون لری.‌ يواځي په فرانسه کي 42000 څخه زيات فارمونه موجود ديخنزير د ټولو ځناورو په پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...