د بریالیو خلکو ځانګړنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
2,791 views
د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش "۳۰" ځانګړنې وپېژنئ! نو که تاسو هم غوښتل بريالي شئ همدا ځانګړنې په خپل ځان کې پيدا کړئ.

د بریاليو وګړو دېرش ځانګړنې

ـ بریالي خلک وخت بې ځايه نه تېروي.

ـ په ژوند کې مشخص اهداف لري.

ـ قوي او  پياوړې اراده لري.

ـ د نورو په خبرو پسې نه ګرځي. 

ـ خبرې یې کمې وي او عمل یې ډېر.

ـ خيالي بریاوو پسې نه ګرځي، بلکې کار کوي.

ـ د وخت تقاضا پېژني.

ـ د نورو احترام خپل احترام بولي.

ـ په اړيکو کې غور کوي.

ـ له نورو سره همکاري او کومک کوي.

ـ خپل نظاف ته خاصه پاملرنه کوي.

ـ د خپل صحت پر وړاندې بې غوره نه وي.

ـ بریالي خلک منظم خوب کوي.

ـ خپلې بړستنې سره سمې پښې غځوي.

ـ د نورو په کارونو کې بې ځایه مداخله نه کوي.

ـ د تېر په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي.

ـ راتلونکي ته خوشبین وي.

ـ له اوسمهال (حال) څخه سمه ګټه پورته کوي.

ـ کوچني فرصتونه هم له لاسه نه ورکوي.

ـ پر ځان باور لري.

ـ ځان له نورو سره نه پرتله کوي.

ـ له هېچا تمه نه لري.

ـ پر خپلو وړتيا وو وياړي.

ـ د بخت پر ځای د کار پايلو ته ارزښت ورکوي.

ـ هر کار ته منظم پلان جوړوي.

ـ مهالوېش لري.

ـ پر خپلو مهارتونو کار کوي.

ـ خپلو کارونو سره مینه لري.

ـ لټي نه کوي.

ـ خپل کاري او شخصي ژوند سره بېل ساتي.

Related Articles

May 19, 2022
3,629 views

دا خواړه مو جنسي قوت ډېروي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   جنسي اړیکې د هر بالغ انسان یوه جدي اړتیا وي؛ خو ځينې خلک پدې برخه کې د کمزورۍ احساس لري، چې همدا چاره یې د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي. موږ هڅه کړې ده، چې د همداسې خلکو ستونزه حل کړو. که غواړئ جنسي قوت مو ښه شي دا خواړه خورئ.  ...

Nov 05, 2023
1,602 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Jun 02, 2023
2,579 views

هایبریډ یا برقی موټرونه

د هایبریډ موټرانو په باره کی د مشتریانو پوښتنی ؟ ۱:د هایبریډ موټر بټری د څومره وخت لپاره کوی؟✅جواب:اټکل کیږی چی د هایبریډ موټر بټری د 5څخه تر 10 کلونو پوری دوام وکړی.۲:ایا هایبریډ موټر ساتنی ته اړتیا لری کنه؟✅جواب:دا چی هایبریډ موټرانو جوړښت مغلق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,982 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,191 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...