د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
4 years ago
3,113 views
د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډیلي ته راغلی اوپه ډیلي کې دالرساله دمیاشتنۍ مدیر و.مولانا وحیدالدین خان په څو  ژبو ( اردو،هندي ، عربي ، فارسي او انګریزي ) ژبوپوهیږي . مولانا دهند په ټولنه کې چې دډیرومذهبونو جوړه ده دمسلمانانو او نورو مذهبونو دپیروانو تر مینځ په روغه جوړه کې دژوند پلوی او یو موډیریټ( معتدل) مسلمان دی.

نومړی دالرساله په میاشتینۍ کې چې په اردواو انګریزي ژبو خپریږي د هند د مسلمانانو دفکري اوذهني ودې او اصلاح په اړوند ډیرې لیکنې کوي . نوموړی مسلمانان او ددوی بچیان تعلیم ته هڅوي اوپه دې لاره کې هلې ځلې کوي چې مسلمانان دمنفي او کږولارو نه مثبتو اوسمو لارو ته راوګرځوي .

دهمدې الرساله انګریزي ایډیشن دده دلور ډاکټر فریده خانم په زیار او هلو ځلوچاپیږي ،

دمولانا وحیدالدین خان پردیني او ادبي خدمتونواو دده پرهر اړخیز شخصیت دهندوستان دډیروپوهنتونونوزده کوونکي خپلې پی ایچ ډۍ کړي دي .

مولانا ډیر دیني اوادبي کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.

هغه کتابونه چې دمولانا له خوا لیکل شوي دي دادي :

تذکیر القرآن

اللہ اکبر

الاسلام

الرّبانیہ

حقیقت حج (په اردو اوعربی)

پیغمبر انقلاب

رازِ حیات

مذہب اور سائنس

مذہب اور جدید چیلنج

ہند۔پاک ڈائری (۲۰۰۶)

اسلام دور جدید کا خالق

عقلیات اسلام

علماء اور دور جدید

تجدید دین

سفرنامہ غیر ملکی اسفار لومړی ټوک

سفرنامہ غیر ملکی اسفار،دویم ټوک

سفرنامہ اسپین وفلسطین

اسفار ہند

خلیج ڈائری

ڈائری جلد اول(1983-1984)

ڈائری( 1989- 1990)

ڈائری(1991-1992)

فسادات کا مسئلہ

سوشلزم اور اسلام

مطالعہ قرآن

تعبیر کی غلطی

دین کی سیاسی تعبیر

دده عربي کتابونه او ژباړې:

القضیة الکبری

قضیة البعث الإسلامى

واقعنا ومستقبلنا فى ضوء الإسلام

الإسلام يتحدى

من نحن

عليكم بسنتى

إمكانات جديدة للدعوة الإسلامية

التفسير السياسى للدين

تاريخ الدعوة إلي الإسلام

خطأ في التفسير

مأساة كربلاء الحسن والحسين

ما ددې کرښو لیکوال دده ډیرې مقالې  دکانګریس دګوند په اردواونیزې( قومي آواز) کې لوستلي دي. .دی یو مهذب ،دنرم مزاج خاوند او ډیرمنطقي انسان دی . دهرډول تنګ نظریوسره مخالف دی . ده په هندوستان او دهند نه دباندې هیوادونوکې ډیرایوارډونه اخیستي دي اونړیوال شهرت لري.

لطیف یاد

Related Articles

Oct 17, 2021
2,616 views

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انجلۍ پهٔ غوصه وویل:- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې څو شیبې دواړه...

Jul 27, 2021
2,933 views

په طبیعت کې ددرندو فلزاتو موجودیت او ضرر

ليکنه ـ نګين کرګر او عبيدالله عبيدي درانده فلزاتو ته ځکه درانده فلزات وایي چې اتومي وزنونه او کثافت یې لوړ دی. ځینې له دغو فلزات ډیر خطرناک او زهري خواص لري خو ځینې بیا بې ضرره دي. درانده فلزات چاپیریال ته ضرر رسوي او انسانانو ته زهري پیژندل شوي دي....

May 18, 2021
1,541 views

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری!

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری! سید مرتضی حسینی تاریخی‌گری به زبان ساده؛ عقب‌گرد به دوران‌های موهوم طلایی است. دوران‌های بسیار دور که سر بر دامن اساطیر شکوهمند و منزه می‌رسید. تاریخی‌گری، بازگشت یک گروه یا جامعه‌ی غرقه در مشکلات، معضلات و پتیاره گی‌ها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,425 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,072 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,822 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...