د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او ختيز پاکستان ېې ورته وېل . که څه هم چې بنګالېانو خپله ژبه لرله خو پر هغوي باندې د پاکستان رسمي ژبه ( اردو ) وتپل شوه او د هغوي خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه ( بنګالي ) په جبر له صحنې بهر کړل شوه .خو بنګالېانو دغه ظلم او ناروا ته غاړه کېنښوده او د خپلې ژبې په ملاتړ ېې لاريونونه راوويستل .
د 1952م کال فبرورۍ په 21مه نېټه په ډاکه ( د بنګلدېش پلازمېنه ) کې پاکستاني پوليسو پر هغو محصلينو کارتوس واورول کومو چې د خپلې ژبې د ساتنې شعارونه ېې ورکول او پاېله کې ېې ېو شمېر محصلين شهيدان شول . دغې پېښې د بنګالېانو لا زېاته کرکه او غوسه راوپاروله او د لا زېاتو غبرګونونو لامل شوه چې بلاخره په 1971م کال کې حکومت مجبور شو بنګالي د شرقي پاکستان د دوهمې رسمي ژبې په حېث ومني .
خو دا وخت نور نو ورخ اوبو وړی و او د بنګالېانو آرامول او قانع کول ناشوني وو . هغوي پر خپله خاوره ېوازې خپله ژبه غوښته او د پردۍ اردو ژبې سره ېې په مطلق ډول مخالفت وکړ . د ژبې پر سر دغه ناندرۍ په پای کې پر ېوه لوېه جګړه واوښتی او نتېجه کې د پاکستان د واک ټغر له شرقي پاکستان څخه ټول او هلته د بنګلدېش په نوم ېو نوی هېواد رامېنځ ته شو ...
بنګالېان په دغه جګړه کې برېالي شول ؛ هغوي پر خپلې خاورې او خپل دولت - خپله ژبه واکمنه کړه او 1952م کال کې د شهیدو شوو محصلينو د ېاد ژوندي ساتلو لپاره ېې په پلازمېنه کې څلي جوړ کړل ( عکس کې ) .
د همدغو پېښو او حالاتو سره په تړاو ، په 1999 کال کې د يونسکو سازمان له لوري 21م د فبرورۍ د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې په توګه په رسمي ډول ومنل شوه چې هدف ېې د بېلابېلو ژبو او کلتورونو ژوندي ساتل او هغوي ته وده ورکول دي . د 2000م کال راوروسته هر کال 21م د فبرورۍ د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځ په توګه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي .
ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟
Related Articles
Vitiligoپیس مرض او اعلاج یی
Vitiligoپیس مرضپیس یو اوږدمهاله د معافیتي سیستم ګډوډي ده چې د پوستکي رنګ تغیروالي کوي سپین رنګ ته.د پوستکي د Dyschromiaڅخه عبارت دي چې په سپین رنګه اندفاعاتو باندې متصف دي او په کسبې ډول منځته راځي.د پیس مرض اندفاعات اعراض نلري او غیر التهابي وي لیکن...
د ګلپپانو روغتيايي ګټې
ژباړه ـ ریاض مقامزی ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ. لومړی| غذايي ارزښت د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن...
!!!!ناآشنا دوسته
ته زما د ژوند يو غوره او ښکلي فصل وي هغه فصل چي هيڅکله مي نه غوښتل پاي ته ورسيږې، خو بدبختانه د ليکلو په وخت کي د قلم رنګ خلاص شو او زموږ د ملګرتيا کتاب نيمګړي پاتي شو، ريښتيا غوښتل مي ووايم ما اميد درلوده زموږ کيسه داسي پای ته ونه ورسيږي، اصلا دا ه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...