ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

K
Ketabton
Author
Feb 25, 2021
5 years ago
2,576 views
ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او ختيز پاکستان ېې ورته وېل . که څه هم چې بنګالېانو خپله ژبه لرله خو پر هغوي باندې د پاکستان رسمي ژبه ( اردو ) وتپل شوه او د هغوي خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه ( بنګالي ) په جبر له صحنې بهر کړل شوه .‌خو بنګالېانو دغه ظلم او ناروا ته غاړه کېنښوده او د خپلې ژبې په ملاتړ ېې لاريونونه راوويستل .
د 1952م کال فبرورۍ په 21مه نېټه په ډاکه ( د بنګلدېش پلازمېنه ) کې پاکستاني پوليسو پر هغو محصلينو کارتوس واورول کومو چې د خپلې ژبې د ساتنې شعارونه ېې ورکول او پاېله کې ېې ېو شمېر محصلين شهيدان شول . دغې پېښې د بنګالېانو لا زېاته کرکه او غوسه راوپاروله او د لا زېاتو غبرګونونو لامل شوه چې بلاخره په 1971م کال کې حکومت مجبور شو بنګالي د شرقي پاکستان د دوهمې رسمي ژبې په حېث ومني .
خو دا وخت نور نو ورخ اوبو وړی و او د بنګالېانو آرامول او قانع کول ناشوني وو . هغوي پر خپله خاوره ېوازې خپله ژبه غوښته او د پردۍ اردو ژبې سره ېې په مطلق ډول مخالفت وکړ . د ژبې پر سر دغه ناندرۍ په پای کې پر ېوه لوېه جګړه واوښتی او نتېجه کې د پاکستان د واک ټغر له شرقي پاکستان څخه ټول او هلته د بنګلدېش په نوم ېو نوی هېواد رامېنځ ته شو ...
بنګالېان په دغه جګړه کې برېالي شول ؛ هغوي پر خپلې خاورې او خپل دولت - خپله ژبه واکمنه کړه او 1952م کال کې د شهیدو شوو محصلينو د ېاد ژوندي ساتلو لپاره ېې په پلازمېنه کې څلي جوړ کړل ( عکس کې ) .
د همدغو پېښو او حالاتو سره په تړاو ، په 1999 کال کې د يونسکو سازمان له لوري 21م د فبرورۍ د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې په توګه په رسمي ډول ومنل شوه چې هدف ېې د بېلابېلو ژبو او کلتورونو ژوندي ساتل او هغوي ته وده ورکول دي . د 2000م کال راوروسته هر کال 21م د فبرورۍ د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځ په توګه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي .
 

Related Articles

Mar 27, 2022
1,780 views

شبنم

لنډه کيسه: شبنم ليکواله: شکېبا نادري   له کړکۍ مې وکتل بهر ټول ځایونه تیاره ښکارېدل، غوږ مې ونیو تر غوږ مې د باران اواز راغی، له کوټې راووتم، د برنډې د سر له زاړه طناب نه مې جامې را ټولې کړې، حیرانه ناسته وم چې دا جامې څنګه وچې کړم، د کوټې پر غولي...

Nov 13, 2021
2,456 views

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار  سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام د...

Dec 11, 2024
1,343 views

د پلار او اولاد تر منځ ستونزه

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پلرونو او زامنو اړیکې یو ځانګړی اهمیت لري، خو له دې سربېره دا اړیکې ځینې وختونه پیچلې او ستونزمنې وي. دا یو حقیقت دی چې موږ د احساساتو د بیان او شریکولو په یو داسې عصر کې ژوند کوو چې هر څه په چټکۍ سره بدلون کوي. زموږ نسل د خپل ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,808 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,085 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...