هيپاتیا؛ ریاضي پوهه او فیلسوفه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 23, 2021
5 years ago
2,404 views
هيپاتیا؛ ریاضي پوهه او فیلسوفه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ د علمي يون په فلسفي او ریاضيکي برخه کې د سرلارو له جملې د "هيپاتيا" نوم هم د یادلو وړ دی. نوموړې د نړۍ یوه نوموتې مخترعه، ریاضي پوهه او فیلسوفه وه. په دې لیکنه کې به یې په اړه کافي معلومات ومومئ.

هيپاتيا

که څه هم ددې سترې فیلسوفې او ریاضی پوهې د زېږېدو دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو ويل کېږي هغې د څلورمې زیږديزې پېړۍ په وروستيو کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي. پلار یې تئون نومېده، نوموړی د وخت پياوړی استاد او دینې عالم و. دا چې هيپاتيا له یوې علم پرورې کورنۍ سره تعلق درلود، نو ځکه خو یې د خپلو نوښتونو او فکري ودې لپاره تیاره لاره جوړه وه.

کله چې هیپاتيا زېږېدله د سکندریې ښار له پېړيو راهيسې د زده کړو او پوهې ښار و. ـ البته باید یادونه وکړم، چې سکندریه د یوناني اتل مقدوني سکندر په وخت کې جوړ شوی و. ـ هيپاتيا د خپل ژوند د ځوانۍ ډېر وخت په همدې ښار کې تېر کړ.

د هيپاتيا پلار د ریاضياتو استاد او د ستورپوهنې د متونو اصلاح کوونکی و. د نوموړي په اړه تاریخپوهان خورا ډېر معلومات لري خو د هيپاتيا د مور په هکله ډېر معلومات نشته. 

دا چې د هيپاتيا د ښکلا او ځوانۍ په اړه ډېر معلومات موجود دي او برعکس د بوډۍ توب د وخت په اړه یې هېڅ خبرې نه دي شوي نو، ځکه خو تاریخ لیکونکي پر دې آند دي، نوموړې به تر پنځوس کلنۍ وړاندې مړه شوې وي. پر دې اساس یې مؤرخان د پيدايښت نېټه ۳۷۰م شاوخوا او د مړينې نېټه یې ۴۱۵م ښيي. 

د نوموړې د ماشومتوب په هکله معلومات هم کم دي. فقط دومره ویل شوي، چې هغه یوه ساده نجلۍ وه. که څه هم د وخت اکثره نجونې به هغه وخت له خپلو ميندو سره د کور په کارونو کې بوختې وې، خو هيپاتيا به له خپل پلاره د نړۍ په هکله زده کړې کولې. دا چې نوموړې له یوې علم دوستې کورنۍ سره تعلق درلود، نو ځکه خو یې ناسته ـ پاسته هم له لویو خلکو سره وه. نوموړې په ټوله کې د ښار نوموتې نجلۍ وه. ښکلا او علم یې د ټولو خوښ و. ویل کېږي، هغه دومره ښکلې وه، چې نږدې ټول شاګردان پرې مئين ول. مګر هیپاتيا هېڅکله واده و نه کړ. که هر چا به وړانديز وکړ، نو نهیلي کول به یې. د مرګ د شېبو په اړه یې سندرا ډون وان لیکلي: "د دغو قهرېدلو خلکو مشرانو دغه بې کسه اسيره په کوڅو او سړکونو کشوله، تر هغې چې د سزاریون کلیسا ته یې ورسوله. هلته یې د نوموړې د پوهنتون لوی بالاپوش ورڅيرې کړ. تاج یې هم ترې ایسته کړ او جامې یې هم ورڅيرې کړې. وروسته یې د کلیسا څو کوزۍ او پیالې ټوټې ټوټې کړې او د هغه په ماتو ټوټو یې د هيپاتيا بدن غار غار. کله چې هغه مړه شوه، نو بې روحه بدن یې د ښار پر سړکونو اخوا دېخوا کش کړ او بیا یې له ښاره د باندې یوړ. د سینارون په سیمه کې یې اور ورته بل کړ او د هغې جسد یې وسوځاوه."

Related Articles

Apr 29, 2021
3,717 views

څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی خوښي، خفګان، غوسه، صبر، خندا، ژړا او ورته نور ټول مفاهیم له ژوند سره تړلي دي. پر دې ټولو پوهېدل او تنظیمول بیا د هر چا د وس خبره نه ده. هغوی چې خپل حالت تنظیمولای شي بریالي خلک دي. د قهر په اړه ویلای شو، چې د نورو پر وړاندې احساس...

Jun 08, 2023
1,506 views

ولی ساختمان کی د بیم ارتفاع له عرض زیات نیسو

#موضوع: ولې د Beam یا ګاډر ارتفاع نظر عرض ته زیات باید ونیول شي؟#ژباړه. پوهنیار استاد صابرشاه صابري منګلګادر یو ماتیدونکي عنصر دی چې په خاص ډول د مومنټ او ماتیدونکي فشار سره مخامخ دی ګادر عموم کې د ماتیدونکو فشارونو په مقابل کې مقاومت لپاره جوړیږی نو...

Mar 27, 2021
2,062 views

ارزشش را دارد؟!

ارزشش را دارد؟! مصطفی عمرزی از بخت بد، مردم ما، چند طرفه قربانی می دهند. یک طرف این قربانی ها، اعتقادات به ایدیالوژی های وارده است. فرقی نمی کند که اسلامی باشد یا غیر اسلامی. پس از هفت ثور، شعار زشت، منفور و کریه «آل یحیی» را بیش از همه «سور خلقی»...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,785 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,150 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,066 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...