له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 17, 2021
5 years ago
2,451 views
له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

نبيﷺ به له ښي طرفه پيل کول خوښول:  د پيزار په پښو كولو كې، د وېښتانو په ږمنځ كولو او په طهارت حاصولو كې، بلکې  په ټولو  (عزتمنو) كارونو كې. (صحيح البخاري: 168)

ځينې کارونه داسې دي چې د ښي اړخ کارول په کې واجب دي لکه په ښي لاس خوراک څښاک کول. 

ځينې کارونه د استحباب او غوره والي په درجه کې راځي، لکه جومات ته د ننوتو په وخت کې لومړی ښۍ پښه داخلول او د راوتو په وخت کې ګسه مخکې کول.

همدارنګه ځينې وختونو کې نبي صلی الله علیه وسلم ښي او ګس دواړه اختيار کړي دي لکه له لمانځه څخه د سلام په ګرځولو پسې نبي صلی الله علیه وسلم کله ښي اړخ ته مخ اړولی دی او کله ګس یا کېڼ اړخ ته لکه په صحیح مسلم کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دی چې وايي تل ښي اړخ ته مخ مه اړوئ نبي صلی الله علیه وسلم چې به کله مقتديانو ته مخ رااړولو نو کله به يې ښي اړخ ته مخ کړو او کله ګس اړخ ته.

له سورلۍ څخه د کوزېدو پر مهال به کوم اړخ ته کوزېږي؟

 نو په دې باره کې خو واضح نص نشته، خو کوم تعامل چې د آس سوارو، اوښ سوارو او نورو د سورولۍ پر حيواناتو د سورلي کوونکو راروان دی هغه همدا دی چې ګس یا کېڼ اړخ ته به کوزېږي او په همدې کې اساني ده او همدا د شريعت له روح سره چې اسانۍ ته ترجیح ورکوي؛ سمون  خوري. 

 تر دې چې پر موټر سايکل سورلي کوونکي هم همدغه تعامل کوي. همدارنګه هغه ملکونه چې په ګس یا کېڼ لاس چلند کوي لکه انګلستان او له انګلستانه ازاد شوي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان، نو هلته خو ډريور به په همدې ګس اړخ کوزېږي او له بسونو او لويو لاريو څخه د سورليو کوزېدل به هم له همدغه اړخه وي.

او که دغه صورت نه وي او ښي او ګس دواړو اړخونو ته د کوزېدو سهولت وي، نو بيا به اسانۍ ته ګوري چې کوم اړخ ته کوزېدل ده ته اسان دي. او الله ښه پوهېږي.

مفتي عبدالولي

Related Articles

May 05, 2024
1,895 views

واټر شید مدیریت

د واټر شید د مدیریت لپاره د موثره ساختمان انتخاب.Selecting of effective Structure for Watershed managementد واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول...

Mar 02, 2022
1,726 views

د دوو سویانو ښکار

لیکنه ـ ریاض مقامزی  حکايت دی، چې شاگرد خپل استاد ته وویل: زړه مې دې بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم. ته څه مشوره راکوې؟  استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي، کور ته خالي لاس راځي.   د حکایت درسونه هر کار...

Nov 26, 2020
5,079 views

هغه خواړه چې د کولمو په سرطان له اخته کېدو څخه مو ژغوري

د کولمو سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده، چې آن د انسان د ژوند په بیه هم تمامېدای شي. ددې لپاره چې خوراکي توکي طبیعي او اورګانيک خواړه دي نو د سرطان د مخنيوي په برخه کې ډېر ګټور ثابتېږي. که ستاسو د کورنۍ کوم غړی او یا هم خپلوان مو په دې ناروغۍ اخته وي، حت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...