کوم لاملونه د ښې وینا مخه نیسي!؟
د وینا په اړه حضرت محمد ص فرمایلي: هغه څوک چې پر الله او د قیامت په ورځ ایمان لري هغه دې یا ښې خبرې وکړي او یا دې هم خاموشه پاتې شي.
وینا یاني څه؟
وینا د انسان د فکر یا اند وړاندې کولو ته وایي، وینا د فکري خدمتونو مجموعه ده او یا هم وینا هغه فن دی چې ویوونکي یې مخاطبان ته د خبرو په وسیله قناعت ورکوي.
خو دلته پوښتنه دا ده چې “ولې وینا نشو کولای” دغه جمله په خپل ذات کې ځینې خنډونه لري، د وینا پرمهال د ژبه بنده بنده کیدل، د ستوني وچیدل، د لاسنو لړزه او د زړه د ضربان زیاتېدل په اصل کې د دې ټولو حالتونو تر شاه ډیر لاملونه شته؛ خو یو لامل يې د فرد تېر ژوند او حتا د کوچني والي دوره ته رسیږي، ماشوم رټل هغه ته د خبرو واک نه ورکول او تل د مشرانو لخوا غږ سانسورول د دې باعث کیږي ترڅو په راتلوونکي کې بې زړه او ډارن ستر شي، عجبه نه ده په کورنۍ کې خپلو کشرانو ته د خبرو واک نه ورکو؛ خو د باندې ورڅخه د ښې وینا او ښو خبرو تمه لرو.
د وینا پر وړاندې د خنډونو په اړه ډیرو علماوو نظرونه وړاندې کړي، چې دلته یې په دوه اصلي او فرعي خنډونو ویشلی شو.
اصلي خنډونه:
۱.اندېښنه او تشویش
۲.وهم یا ډار
۳. شرمندوکي یا خجولي
بل فرعي خنډونه
۱.کمه پوهه
۲. د کمو لغاتو زیرمه
۳. نغواړم وینا وکړم
* اندېښنه یا تشویش:
اندېښنه یو نه خوښیدونکي شي څخه عبارت ده چې علت یه موږ ته معلوم نه وي لکه لړزه او نارامي
ډیر کله چې یو فرد وینا ته ځان حاضر کړي، نو ډیره اندېښنه او اضطراب د دې لامل کیږي ترڅو ښه وینا ونه کړي.
د اندېښنې او ضطراب د مخنیوي لارې چارې
د خوړو منظم رژیم
منظم ورزش
مناسبه موسکا او خندا: څیړه ښودلې چې یوه دقیقه مناسبه خندا مساوي ده له ۱۶ ساعته خوب سره.
د معنویاتو لوړول: عبادت کول او نیکې چارې ترسره کول
له ځان سره د هغه څه لیکل چې موږ ته ازار راکوي او لمنځ وړل یي
شرمندوکي:
شرمندوکي یا خجولي هغه څه چې موږ نه پریږي ترڅو خپلې وړتیاوط وښیو او یا هم خپل حق د نورو څخه وغواړو؛ خو د شرمندوکي له منځه وړولو لپاره لاندې تمرین ترسره کړي
له کوچنیو کارونو څخه پیل وکړي، که د یو شي یا یو کس په اړه مالومات هم لري بیا هم پوښتنه وکړي د بیلګې په توګه که څه هم پوهیږي پوهنتون مو چیرته دی بیا هم د خپل پوهنتون په اړه پوښتنه وکړي یا هم داسې هټۍ ته ورشي چې پوهیږي هغه څه نشته ورسره چې تاسو یط غواړئ، د بیلګې په توګه د پیاز خرڅونکي څخه د مستو پوښتنه وکړئ.
دغه تمرین ممکن په لومړي ځل سخت تمام شې خو په اصل کې دا تمرین له تاسو سره کمک کوي ترڅو خپل خجولي لمنځه یوسئ.
له وینا څخه وېره:
ډېری کسان د وینا پرمهال د نا ارامۍ او وېري احساس کوي کله چې فرد د ډار او وېري احساس وکړي نو په وینه کې د ادرنالین هورمون ترشح کیږي او د زړه ضربان ډیریږي، چې له امله یې لاسونه په لړزه راځې، خوله وچیږي او په ناارامۍ بنده بنده وینا کوي
د ډار د له منځه وړل:
لومړی او اهمه موضوع د ډار د له منځه وړلو لپاره تمرین کول دي چې ټاکل شوې موضوع هندارې مخې ته تمرین کړئ
بل د ابزارو پیژندنه کله مایک
د مخاطبانو پیژنده او په موضوع لاس بری مو د ډار د مخنیوي په برخه کي مرسته کوي.
* فرعي عوامل:
کمه پوهه:
کله کله داسې هم پیښږي چې څوک غواړي وینا وکړي خو نه پوهیږي چې څه ووايي، ځکه په نوموړې موضوع کې بشپړ معلومات نه لري، هر څومره چې په یوه موضوع کې معلومات ولرو په همغه اندازه پکې ښه برېښو.
د لغاتونو کمه اندازه زخیره:
د لغاتونو او کلمو په اړه نا پلیون بونا پارټ وايي، موږ د کلمو په مرسته په نړۍ حکومت کوو.
د کلمو ارزښت په وینا کې ډېر دی، کلمې په وینا کې د لیندۍ او غشي په څیر دي؛ لیندۍ زموږ ژبه ده او غشي زموږ کلمې دي چې مقابل طرف ته یې ګذارو یې، که چیري مو د کلمو زیرمه کمه وي دا مانا لري چې لیندۍ لري خو غشي نشته چې په هدف ګذار وکړئ.
Related Articles
له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟
لېکنه: شکېبا نادري کله چې یو هلک او نجلۍ واده کوي په لومړیو وختونو کې له یو بل سره ډېر جنگونه کوي، خپه کېږي، یو بل نه درک کوي، دا طبیعي خبره ده، ځکه دوه جلا فکرونو سره یوځای کېږي. وخت، درک او پېژندگلوۍ ته اړتیا لري، ترڅو د یو بل په خبره او فکر پوه ش...
لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل
د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې...
د افغانستان د اسعارو تحول
د افغاني روپۍ تاریخچه: له پيله تر اوسهد افغانستان د ملي اسعارو، یعنې افغاني، تاریخ ډېر اوږد او له بدلونونو ډک دی. د دې اسعارو بنیاد د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې ایښودل شوی دی. مخکې له دې چې افغاني رسمي روپۍ شي، خلکو به د نورو هېوادونو سکې، لکه هندي...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...