چيګوارا څوک و ؟

K
Ketabton
Author
Jul 06, 2020
5 years ago
4,071 views
چيګوارا څوک و ؟

اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال هغه او مېرمن ېې ( د چيګوارا پلار او مور) د هغې ډلې غړيتوب درلود ، چا چې د اراژنتين د ديکتاتور مشر ( خووان پېرونا ) پر وړاندې وسله واله مبارزه کوله . چيګوارا ېو څه وخت لپاره مکسيکو ته ولاړ او هلته ېی په ېو روغتېايي انستيتيوت کې د ډاکټر په حېث دنده واخيسته او له همغه ځاېه د هغه د سترې مبارزې لړۍ پېل شوه . خبره داسې وه چې هغه په مکسيکو کې د ( فيډل کاسټرو ) سره معرفي شو چا چې په کيوبا کې د انقلاب لپاره ځان چمتو کاوه . اېرنېستو همدغه وخت پرېکړه وکړه چې د طبابت له هوسا مسلک څخه لاس واخلي او خپل ژوند انقلابي مبارزې ته وقف کړي . د کيوبا په انقلاب کی د هغه بې مثاله جګړه ايزې وړتېا تبارز وکړ ، هغه ېو زړور سرتېری او  پوخ قومندان شو . که څه هم چې هغه د ساه بندۍ سخت تکليف درلوده خو د دې باوجود ېې د جګړې ډګر په ډیر کامېاب ډول اداره کاوه . هم ېې جنګ رهبري کاوه او هم به ېې د زخمیانو درملنه کوله . د جنګ په میدان کې ډېر قاطع او حتا بې رحمه و خو هېڅکله ېې د خپلو سرتېرو سپکاوی او توهین نه کاوه .کله چې د کيوبا انقلاب کامیاب شو نو کاسټرو خپله ټوله توجو د کيوبا بېا جوړولو ته واړوله خو چيګوارا نه غوښتل چې مبارړه همدلته ختمه وبولي او ارام ژوند غوره کړي. هغه غوښتل چې په نورو لاتين امريکايي ( او نړۍ) هېوادونو کې هم  انقلابونه تر سره کړي نو په 1965 کال کې له کيوبا څخه ( کانګو ) او ېو کال وروسته له هغه ځایه ( بولېيوېا ) ته ولاړ . په بولېوېا کې د هغه د نيولو لپاره سخت عملېات او کمينونه تر سره شول چې په دغو عملیاتو کې د متحده ايالاتو استخباراتي ادارې CIA ستر رول لوباوه . 1967 کال کې چيګوارا ونيول شو . تر اوسه هم څوک نه پوهېږي چې د هغه د وژلو امر چا ورکړی و خو د اکتوبر په نهمه نېټه د ( لا-ايګيره ) په نوم د ېوې سيمي په کليوالي ښوونځي کې د هغه د چاندمارۍ کولو حکم عملي شو.

د هغه د ېوې وېنا متن داسې و :که زه ېې وباېلم هم ، د دې مانا دا نه ده چې د دې جنګ ګټل به ناشوني وي، د ايورېست لوړې څوکې ته ختلو کې ډېر خلک ناکام شوي وو ،خو ( ايورېست ) بلاخره  فتحه شو .

Related Articles

Feb 18, 2022
2,092 views

د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."   د حکایت درسونه شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پی...

Nov 22, 2020
3,959 views

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري. د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول...

May 27, 2025
1,111 views

د پیسو چاپ او کنټرول

۱. د پیسو چاپ څه ته وايي؟ د پیسو چاپ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو هېواد له خپل مرکزي بانک څخه نوي پیسې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دا پیسې کولای شي کاغذي وي، یا هم سکې (فلزي پیسې). د پیسو چاپ یواځې د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، او دا کار باید ډېر دق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...