تالنده او برېښنا چيشي ده؟

K
Ketabton
Author
Jul 15, 2020
5 years ago
4,909 views
تالنده او برېښنا چيشي ده؟

د تالندې (تندر) او برېښنا په هكله چې د انسانانو د پوهې تاريخ راوڅېړو، د بېلابېلو په زړه پورو افسانو او خرافاتي باورونو سره مخامخ كيږو. لرغوني يونانيانو باور درلود چې برېښنا د دوى د خدايانو د خداى ”زيوس” اسلحه ده او تالنده يې د قهر ناره ده. نو هر ځاى چې به برېښنا لگېدل، هغه ځاى به يې مقدس باله او معبد به يې پر جوړاوه. لرغونې روميانو هم يونانيانو ته مشابه باور درلود، صرف د هغو خداى متفاوت شخص وو او ”جوپيټر” يې باله. په سكانډنيويايي ميتالوژۍ كښې ”تور” د تالندي خداى وو چې خپل د سوټك څخه به يې پر دښمنانو د برېښنا گوزارونه كول. د هندوانو په مذهب كښې هم برېښنا د ”ماروت” په نامه د خدايي عسكرانو اسلحه ده. د ابراهيمي اديانو په مطابق بيا پر وريځ يوه ځانگړې ملايكه ناسته وي او په لاس كښې يې مخراق (يعني د اور څخه جوړ شوي سيخان) وي چې په هغه باندې وريځې هغه مكان ته چې خداى غواړي ور ټېله كوي. د دې څخه برېښنا مېنځ ته راځي، او تالنده هم د نوموړي ملايكي آواز وي.


كله چې د ساينس علم رشد نه وو كړى، واضح ده چې خلكو ولي د دې پر ځاى چې د تالندې او برېښنا طبېعي واقعيت درك كړي هغه يې خپلو د خدايانو يا د هغو د احساساتو سره تړل. دا لړۍ تر اوسه لا روانه ده او زموږ په نننۍ ساينسي پوهې كښې چې څه نيمگړتياوي دي، خرافاتي خلك يې په ماوراء طبيعي او ميتافيزيكي تحليلاتو باندي ډكوي. خو خرافات ځواب نه بلكه د پوښتنې او د هغه د واقعي ځواب د تجسس تر مېنځ خنډونه دي چې د عقلي لټ-توب لامل گرځي او زموږ فطري د پلټني حس را پڅوي. د پېړيو تجربو ښودلي دي چي په طبېعت كښې هيڅ ميتافيزيك رول نه لري بلكه هغه په ړندو او كڼو سكښتونو او قوانينو چليږي چې په رياضيكي معادلاتو باندي په بېساري ځير سره افاده كېدلاى شي. برېښنا يعني هغه د طبيعت برېښنا چې كله كله يې د ورښت په وخت كښې پاس پر آسمان وينو چيشي ده؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد لومړى د ولاړې يا سټاټيكې برېښنا (برق) په فيزيك باندې سر خلاص كړو.


د مېنځنۍ ښوونځۍ د فيزيك څخه به مو په ياد وي چې ټوله ماده د وړوكو ذرو څخه جوړه شوې ده چې اټم بلل كيږي، او اټمونه د چارج لرونكو كښته-اټمي ذرو څخه متشكل دي چې اليكټرون او پروټون نوميږي. پروټونونه د اټم په هستې كښې اوسيږي او مثبت چارج لري او اليكټرونونه د هستې پر شاوخوا راگرځي او منفي چارج لري. په نورمالو حالاتو كښې د هستې د مثبتو پروټونونو شمېر (د يوه څخه نيولې بيا د سلو په شاوخوا كښې) د هغه د شاوخوا د اليكټرونونو د شمېر سره مساوي وي، چي د دې جوړښت څخه د نوموړي اټم او نورو اټمونو تر مېنځ ممكنه ماليكولي تړونونه ټاكل كيږي. البته په هستې كښې د نيوټرون په نامه خنثى ذرې هم وي چې نه مثبت چارج لري او نه هم منفي. نوموړي صرف د اټم پر كتلې باندې اغيزه اچوي او په ماليكولي ټرونونو كښې يې رول نه لوبوي.


ښه، د مثبت او منفي چارجونو څخه مطلب څه دى؟ ډېر ساده: دا د كښته-اټمي ذراتو دوه جنسيته دي، لكه نر او ښځه، چې يوه ځانگړتيا لري، هغه دا چې: لكه د مقناطيس دوه مخه، متضاد چارجونه يو او بل سره جذبوي او مشابه چارجونه برعكس يو او بل سره پوري وهي يا دفع كوي. آيا كوم وخت مو فكر كړى دى چې ولي كله كله چې يو غيراليكټريكي شى لكه پشمي جاكټ يا بړستن ته لاس وروړي برق مو نيسي؟ كله چې دوه متفاوت اجناس اړيكه سره نيسي امكان يې شته چې د لومړي جنس اليكټرونونه دوهم ته منتقل شي. په هغه صورت كښې د لومړي جنس د اليكټرنونو قلت هغه ته مثبت چارج او د دوهم جنس د اليكټرونونو زياتوالي هغه ته منفي چارج وركوي. دغه د جنس د اليكټرنونو او پروټونونو د توازن عدم ته ولاړه يا ساكنه يا سټاټيكه برېښنا (برق) وايي. ولې ولاړه؟ په دې خاطر چې اليكټرنونه تر بېځايه كيدلو وروسته حركت نه كوي. تر څو چې د جنس په اټمونو كښې د چارجونو نوموړې ناموزوني حضور ولري، ولاړه برېښنا هم شتون لري، تر څو د بلې متضادې د چارجونو د ډلې سره اړيكه پيدا شي او د اليكټرونونو سيسټم بيرته توازن ومومي. دغه تجربه به تاسو اكثرو حتما سرته رسولې وي: يوه بوغۍ (پوكانه) پر ويښتانو موږئ، ديوال ته وروړئ او وينئ چې بوغۍ پر ديوال موښلي. ولي؟ كله چې بوغۍ مو پر سر موږئ، هغه مو د ويښتانو څخه اليكټرونونه پورته كوي او منفي چارج نيسي. كله چې ديوال ته يې وروړئ، د هغه منفي چارجونه د ديوال منفي چارجونه پورې وهي او متباقي متضاد چارجونه يو او بل سره جذبوي. هغه دى چې بوغۍ پر دېوال موښلي.


دوهمه مهمه د معما ټوټه دلته بڅركى دى. ولې د ولاړې برېښنا د متوازنېدلو په لړ كښې كله كله بڅركي غورځي؟ كله چې د ولاړې برېښنا چارجونه د توازن لاره پيدا كوي الېكټروسټاتيكي تخليه صورت نيسي، او كله كله د متضادو چارجونو تر مېنځ د جذب قوه دومره واكمنه وي چې د خورا ښوو برېښنايي عايقينو، لكه اوبه يا هينداره يا هوا په مېنځ كښې لا د تېرېدلو واك پيدا كوي. د هوا په مېنځ كښې د واكمنې الېكټروسټاټيكي تخليې په لړ كښې د برېښنا الېكټرونونه د هوا د اليكټرنونو سره جنگېږي او په نتيجه كښې يې د فوټون (رڼا) په بڼه انرژي خوشې كيږي. دغه انرژي موږ د بڅركي په بڼه مشاهده كوو.


ښه، اوس چې مو د كښته-اټمي ذراتو د چارجونو په جذب، ولاړې برېښنا، الېكټروسټاټيكي تخليې او منتجو بڅركو باندې سر خلاص شو، فكر كوم خپله به لا اټكل كولاى شئ چې د ورښت په وخت كښې طبېعې برېښنا څنگه رامېنځ ته كيږي. كله چې په آسمان كښې وريځي د نورور وريځو يا د مځكې په وړاندې كافي اندازه چارج ټولوي، په دوى كښې ولاړه برېښنا اېجادېږي چې طبعا الېكټروسټاتټكي تخليې ته انتظار باسي. كله چې تخليه صورت نيسي، د خرورونو مثبتو يا منفي چارجونو نه ډك بهير په هوا كښې د مځكې او وريځو تر مېنځ تيريږي او په لړ كښې يې مخكي تشرېح شوي بڅركي توليديږي. دغې پروسې ته موږ برېښنا وايو.


برېښنا عموما د ډېرو پنډو توپاني وريځو څخه سرچينه اخلي چې سرونه يې د اتموسفير لوړ پوړ ته رسيږي، چيرې چې د ورښت څاڅكي يا خو د ډيرو يخو اوبو او يا هم د يخي په بڼه حضور لري. كله چې نوموړې د يخي يا اوبو څاڅكي د اتموسفير په طبېعي اليكټريكي ډگر كښې تيريږي قطبيت اختياروي، يعني د څاڅكي يوه خوا ټوله مثبت او بله خوا يې ټوله منفي چارج اخلي. كله چې مستقطب څاڅكي يو او بل ته نژدې كيږي يا ټكريږي، د الېكټروسټاتيكي القا induction له لارې چارجيږي، يعني وړوكي څاڅكي مثبت چارجونه او غټ څاڅكي منفي چارجونه اختياروي. په توپاني ورېځو كښې د تلاطم له امله وړوكي (سپك) مثبت چارج-لرنوكي څاڅكي د وريځو په پورته طبقه او غټ (درانه) منفي چارج-لرونكي څاڅكې د هغو په كښته طبقه كښې سره راټوليږي. كله چې د وريځو د سر او بېخ د متضادو چارجونو د الېكټريكي پوټېنشل توپير انتها ته ورسېد، شاوخوا الېكټريكي ډگر د هوا اټمونه آيونايزوي او مقاومت يې وركموي، چې په پايله كښې يې د برېښنا بهير توانيږي چې پكښې ټوپ ووهي او عبور وكړي. برېښنا ډېره واكمنه پوټېنشل انرژي لري چې په ولټ اندازه كيږي او د ١٠ ميليونه ولټه څخه نيولې بيا د ١٠٠ ميليونه ولټه تر شاوخوا پورې حدود لري. د دغي سترې انرژۍ د خوشي كېدلو له امله د اليكټرونونو بهير چارچاپېره هوا ته د ٢٧٠٠٠ سانتي گريډو په شاوخوا كښې تودوخه وركوي چې موږ يې د سپينې رڼا يا غټو بڅركو په څېر وينو.


تالنده چيشي ده؟ تالنده يو ږغ (غږ) دى او ږغ په هوا كښې د متحركو ذراتو د اهتزاز او ټكرونو له امله د فشار څپه ده چې زموږ د غوږونو پردې په اهتزاز راولي او مغز مو يې بالاخره د هغه نوع يا هويت تشخيصوي. د برېښنا تودوخه د شاوخوا هوا د انبساط لامل گرځي او د يوې سوپرسونيكې الوتكي په شان غړومبی sonic boom تولیدوي. تالنده همدغه غړومبى دى چې تاسو يې د اورېدني له لارې حسوئ. د ږغ د عمومي فيزيك په اړوند مي بېله مفصله ليكنه هم كړې ده چې لينك مي يې لاندې په ماخذ كښې دركړى دى. كه څه هم تالنده او برېښنا دواړه تقريبا په يوه وخت كښې رامېنځ ته كيږي، خو موږ مدام تالنده تر برېښنا څو شېبې وروسته حسوو. د دې وجه دا ده چې د رڼا سرعت د ږغ تر سرعت په مراتب لوړ دى. د يوه نيم كيلومتره لېري برېښنا تالنده تقريبا په پينځو ثانيو كښې زموږ تر غوږو رارسيږي.


برېښنا د مختلفو اجسامو تر مېنځ په بېلابېلو جهاتو مزل كوي، مثلا د ورېځو تر مېنځ په افقي يا عمودي جهت، يا هم د ورېځو او د مځكي پر سطحې باندې د كوم جسم تر مېنځ په عمودي جهت. د آسمان د وريځو د كښته طبقاتو منفي چارجونه د الېكټروسټاټيك القا له لارې د مځكې د جسم د مثبت چارج د اخيستلو لامل گرځي. كله چې د دوى دوو تر مېنځ الېكټريكي پوټېنشل اوج ته ورسېد، برېښنا رامېنځ ته كيږي او د مځكې پر هغه جسم باندې لگيږي، يا په فولكلوريكه اصطلاح پر هغه جسم ټكه لوېږي.
نو لكه څنگه چې مو وليدل تالنده او برېښنا كاملا طبېعي ښكارندې دي او ميتافيزيك پكښې هيڅ رول نه لوبوي. هر كله چې موږ په يو شي نه پوهيږو، په موږ كښې كمعقله او ټنبل كسان يې غير-تحليل پر ميتافيزيك باندې ورتپي، او زموږ ځيرك، پلټونكي او زياركښه انسانان يې د واقعي تحليل د تلاښ لپاره لستوڼي رالغړوي. كله چې د مسئلې په فيزيكي واقعيت پوه شوو، ميتافيزيك ته هيڅ ځاى نه پاته كيږي او ضرورت يې خپل په خپله محو كيږي، تر څو په پوهې كښې مو بله خلا رامېنځ ته شي نو ميتافيزيك او خرافات هلته كوچيږي.
 

Related Articles

Oct 16, 2021
1,812 views

بې وسه مور

ټکنده غرمه وه مور یې پور دیواله نیمه ماته ګهړۍ ته وکاتو ځان سره وژغیده چی دا خو لس بجې سوې خبره لیا نه وه ختمه چی د کشر زوی د ژړا اواز یې تر غوژ سو په منډه لا کوټې وواته چی ورغله کشر زوی یې لا مشری خور سره په یوه ګوله ډوډۍ اخته و زوی یې په ژړا ورته و...

Aug 08, 2020
3,141 views

که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.په ورزشي او سپورټ...

Jan 09, 2023
1,294 views

نقش خانواده در تربیت کودک || Role of the family in raising child

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar مقدمهکودکان یا همان انسان‏های کوچک که گویا چهره محسوس و مرئی از فرشته‏های معصوم آسمانی استند که خداوند ایشان را درین زمین، که دیگر نشانه‏ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,495 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...