خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 30, 2021
5 years ago
3,042 views
خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخکې نه شې تللای. حقیقت هم همدا دی. په لنډ ډول به یې ووایو تقریبا هېڅ څه نا ممکن نه دي.

که تاسو هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوئ او یا یې له ترلاسه کولو لاس په سر شوي یئ، دا لیکنه درسره مرسته کولای شي، چې بیا پیل وکړئ او خپلو موخو ته ورسېږئ.

د موخو د ترلاسه کولو لارې چارې 

که څه هم موخو ته په کتو د ترلاسه کولو لارې چارې یې هم یو څه توپير لري، مګر بیا هم ځينې ګډ ټکي شته له تاسو سره مرسته کولای شي.

۱ ـ پر ځان باور ولرئ

که تاسو هر کار کوئ نو پر ځان باور "Self confidence" په کې اساسي رول لري. اکثره خلک پر ځان باور ته د "غرور" نوم ورکوي. باید ووایم، چې غرور او "Self confidence" سره توپير لري. مثلا که ووایې چې "زه یې کولای شم." دا "پر ځان باور" دی. خو که ووايې: "یوازې یې زه کولای شم." دا غرور دی. نو زموږ وړاندیز دا دی، چې تاسو پر ځان باور ولرئ نه غرور.

تاسو باید خپل ذهن او زړه په دې قانع کړئ چې تاسو هدف ترلاسه کولای شئ. کله چې هدف مو مشخص شو، نو لومړی کار مو همدا دی، چې باید ترسره یې کړئ. 

۲ ـ پلان جوړ کړئ

کله چې په ژوند کې هدف وټاکئ نو حتما باید پلان هم ولرئ. مثلا تاسو د انګلېسي ژبې زده کړه خپل هدف وټاکه. نو لومړی کار مو باید څه وي؟ پيل باید له کوم ځایه وشي؟ په کوم کورس کې داخله واخلئ؟ دا او دې ورته نورې ټولې هغه پوښتنې دي، چې د پلان برخې جوړوي. باید حل یې کړئ.

پرته له پلانه کار کول مو حتماً له ستونزو سره مخ کوي. نو غوره خبره دا ده، چې د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره یو ښه، منظم او هر اړخيز پلان ولرئ. 

۳ ـ مشوره وکړئ

په هر کار کې مشوره کول ګټور وي. تاسو له مختلفو لیدلورو خبرېږئ، یعنې ممکن په ځينو مسایلو نور خلک له تاسو ډېر ښه پوه شي. مثلا، که همدا د انګلېسي ژبې زده کړه ستاسو هدف وبولو، له هغو کسانو سره مشورې وکړئ، چې دغه ژبه یې زده کړې ده، همدارنګه ممکن هغوی درته ډېرې ښې تګلارې وښيي، ښه تعليمي مراکز ورته معلوم وي. خپلې تجربې به هم له تاسو سره شریکې کړي. 

۴ ـ بیا ـ بیا هڅه وکړئ

ځينې وګړي په خپل هدف ترلاسه کولو کې پاتې راشي نو بیا هڅه کوي. دا ډېر ناسم کار دی. ممکن په لومړي ځل تاسو ځينې نیمګړتیاوې درلودلي وي هغه حل کړئ او بیا هڅه وکړئ. 

پر له پسې هڅې ستاسو هدف حتمي کوي. خو دا په هغه صورت کې کېږي چې تاسو خپله انرژي په سمه توګه وکاروئ. 

۵ ـ پلان بدل کړئ

که په یوه پلان کې هم څو وارې ناکام شوئ نو بیا مو حتما پلان ناسم دی. پر خپل پلان کار وکړئ او یوه نوې تګلاره جوړه کړئ.

۶ ـ صبر ولرئ 

ځينې وخت زموږ هدف ډېر وخت ته اړتيا لري مګر موږ يې ژر غواړو او په دې توګه خپل اروايي سکون ننګوو. تاسو باید پوره حوصله ولرئ ترڅو هدف ترلاسه کړئ. ومنئ چې هر کار کېږي مګر پخپل وخت!

یوازې صبر ولرئ! بریا ستاسو ده.

Related Articles

Mar 09, 2023
3,163 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Apr 03, 2024
1,911 views

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز س...

Jun 24, 2021
4,087 views

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. ه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...