هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 25, 2021
5 years ago
3,626 views
هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د هګيو روغتيايي ګټې له هغه ډېر زیات دي، چې تاسو یې په اړه کوم فکر لرئ.  په دې لیکنه کې به د هګيو پر ګڼو روغتيايي ګټو پوه شئ!

هګۍ یو له هغو ګوتو په شمار خوراکي توکو څخه ګڼلای شو، چې "قوي خواړه" یې بولو. هګۍ له هغو مغري توکو څخه ډکه ده، چې ټول انسانان ورته په خپل غذايي رژيم کې اړتیا لري.

له دې وړاندې چې د هګيو پر روغتيايي ګټو مفصلې خبرې وکړو، لومړی به هغه مواد وپېژنو چې په هګيو کې موجود وي. 

۱ ـ هګۍ له مغذي موادو ډکه منبع ده

د چرګو هګۍ له هغو غذايي موادو څخه ګڼل کېږي، چې ډېری مغذي مواد لري. په یوه هګۍ کې لاندې توکي شامل دي: 

ـ ويټامين ای: ۶ سلنه

ـ فولاد: ۵ سلنه

ـ ويټامين بي۷: ۵ سلنه

ـ ویټامین بي ۹: ۱۲ سلنه

ـ ویټامين بي ۱۲: ۲ سلنه

ـ فسفر: ۹ سلنه

ـ سلنیوم: ۲۲ سلنه

همدارنګه تر یوې اندازې ويټامين ډي، ويټامين اي، ويټامين کا، ويټامين بي ۶ او کلسیم هم لري. ددې ترڅنګ ۷۷ کالوري انرژي، ۶ ګرامه پروټين او ۵ ګرامه سالم غوړ هم د هګۍ برخه جوړوي.

۲ ـ لوتئين او زاکسانتين

دغه دوه ډوله انتي اکسيدان د سترګو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي، چې دواړه یې په هګيو کې موجود دي. د عمر په تېرېدو سره د سترګو ضعيف والی طبیعي خبره ده، خو که په مناسبه اندازه هګۍ وخورئ، له دې ستونزې ژغورل کېدای شئ.

۳ ـ د ويټامين ای ښه منبع ده

په نړۍ کې د نابینايۍ د ناروغۍ له اصلي علتونو څخه یو هم د ويټامين ای کمښت دی. د کورنيو چرګو هګۍ ددې ويټامين د پوره کېدو لپاره مناسب انتخاب دی.

باید ووایو، چې د ويټامين ای شتون په هګيو کې توپير لري. ځکه چې دا کار د چرګانو د خوراک پورې اړه لري.

۴ ـ د سکتې او زړه د ناروغيو ګواښ کموي

د څو لسیزو په اوږدو کې د هګيو پر ګټو شوي قضاوتونه نا عادلانه و. ادعا شوې وه، چې د زیاد کلسترول له کبله کېدای شي، د زړه لپاره ښه نه وي. چې وروستيو او نویو څېړنو دا ادعا ناسمه ثابته کړه. نوې څېړنې ښیي، چې د چرګې د هګۍ او د زړه ناروغيو ترمنځ اړيکه بېخي په نيشت حساب ده. برعکس هغوی چې په مناسبه اندازه هګۍ خوري، د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې د پام وړ کمېږي.

۵ ـ د وزن په کموالي کې مرسته کوي

يوه څېړنه چې په ۳۰ ډېر وزن لرونکو ښځو ترسره شوه، ښيي چې په سهارني کې د هګيو خوړل هغوی له ډېر خوارکه وګرځول او د مړښت احساس یې کاوه. دا چاره ښيي، چې د ډېرې کالري انرژۍ له کبله تاسو له ډېر خوارک ژغورل کېږئ او دا کار مو د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

۶ ـ د هډوکو پياوړتيا

د هګيو بله ځانګړنه دا ده، چې هډوکي له زیان څخه ساتي. دا ځکه چې هګۍ ويټامين ډي او سي لري. دا دواړه ويټامينونه د هډوکو لپاره حیاتي ارزښت لري.

۷ ـ کم خوني 

هګۍ د فولیک اسيد درلودونکي دي، چې د وينې د کمښت ستونزه حلولای شي. نو هڅه وکړئ، په خپل غذایي رژيم کې هګۍ ته حتماً ځای ورکړئ. 

۸ ـ د زړښت پروسه کمزورې کوي

ويټامين E موثر انتي اکسيدان دي، چې د آزادو راډيکالونو پر وړاندې مقاومت پياوړی کوي. آزاد راډيکالانه د بدن حیاتي برخو ته زیان رسوي. نو که تاسو غواړئ ژر زاړه نه شئ، په سهارني کې د هګيو خوړل مه هېروئ!

Related Articles

Aug 09, 2021
2,981 views

د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ ځينې هېوادونه د خپلو بېلابېلو خاصیتونو، تولیداتو او خدماتو له کبله القاب هم ترلاسه کوي. په دې ډله کې د ډېرې ښېرازۍ، آبادۍ او ګلانو له کبله هالینډ ته "د ګلونو وطن" لقب ورکړل شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ښکلي هېواد په...

Jul 08, 2020
2,976 views

تاريخ څه ته وايې؟

تاريخ څه ته وايې؟د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي. په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خ...

Oct 29, 2021
3,689 views

له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو حالتونو سره مخ کېږي. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، بریا، ناکامي او ورته نور مسایل د انسان له ژوند سره تړلي دي. له همدې امله خو ویل کېږي، چې انساني ژوند د اضدادو ټولګه ده. پر دې ټول پوهېږو، چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...