څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 21, 2021
5 years ago
4,938 views
څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

آيا پوهېدئ چې له هرو لسو تنو یې یو د عمر په اوږدو کې د پښتورګو له کاڼي ځورېږي؟ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بډوډو (پښتورګو) د تیږې ناروغي مخ په زیاتېدو ده. شنونکي ځينې غیر علمي باورونه او رواجونه ددې ناروغۍ د ډېرښت اساسي علت بولي.

د پښتورګو ملي بنسټ (National Kidney Foundation) د بډوډو د ناروغیو له متخصص ډاکټر او د ويسکانسين پوهنتون له استاد آلن جارګو (Allan Jhagroo) سره په همدې اړه خبرې کړي دي. نوموړي خلک هڅولي، چې باید د خپل ژوند طرز بدل کړي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه پر هغو شپږو "۶" لارښوونو پوه شئ، کوم چې په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو په مخنيوي کې ګټور ثابتېږي.

 

۱ ـ په کافي اندازه اوبه وڅښئ!

د روغتياپالانو لومړنۍ توصیه دا ده، چې تاسو باید په کافي اندازه اوبه وڅښئ ترڅو په پښتورګو کې مو د تيږې د پيدا کېدو خطر په مناسبه اندازه را کم شي.

په داسې حال کې، چې سونا، سخت کار او ورزش د بدن د سلامتيا لپاره ګټور دي، مګر کېدای شي ستاسو په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو سبب شي. دا ځکه چې په بدن کې د ګرمۍ او یا هم د پورته عواملو له کبله اوبه کمېږي او د ادرارو د کمښت سبب کېږي. تاسو چې هر څومره ډېره خوله کوئ په هماغه اندازه هغه مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي په پښتورګو کې ځای پر ځای کېږي.

نو څه وکړو؟ اوبه وڅښئ! د اوبو په څښلو سره به تاسو ډېرې بولې وکړئ او په بډوډو کې شته مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي دفع کوئ. 

په ځانګړې توګه هغه وخت کې ډېرې اوبه وڅښئ، چې تاسو خولې کېږئ. تر څو د بدن اوبه مو پوره شي او له خطره وژغورل شئ.

 

۲ـ د اګزالات او کلسیم لرونکو خوړو خوړل

اُگزالات (Oxalate) په سلاد، مېوو، حبوباتو او ګڼو نورو توکو کې موجود دی. ممپلي، پالک، د چغندر ډولونه او الوګان د اګزالیټ ښه منابع دي. ددې خوړو په مناسبه اندازه خوړل کولای شي، د پښتورګو د تیږې د ډېر پيداکېدونکي ډول (اګزالات ـ کلسیم) باندې اخته وګړو ته ګټور ثابت شي.

څه وکړو؟ هغه خواړه او څښاک چې په کافي اندازه اګزالیټ او کلسیم لري وکاروئ. ددې کړنې له امله ددې دواړو مادو ترکیب په خېټه او کولمو کې ډېرېږي البته مخکې له دې چې بډوډو ته ورسي. نو پر همدې اساس په پښتورګو کې د تيږې پيدا کېدو ګواښ کمېږي. 

 

۳ ـ کلسیم د پښتورګو دښمن نه دی

ددې مادې د نوم او ترکیب له امله ډېری خلک پر دې باور دي، چې په پښتورګو کې د تيږو پيدا کېدو اصلي لامل کلسیم دی. له همدې امله زیاتره خلک د هغو څیزونو خوړل پرېږی چې کلسیم لري. حتی ځینې روغتیاپالان هم خپلو ناروغانو ته ددې کړنې لارښوونه کوي. خبره برعکس ده. په بدن کې د کلسیم د کچې کمښت په پښتورګو کې د تيږو د پيدا کېدو یو عمده سبب دی.

څه وکړو!؟ د کلسیم پر ځای د هغو خوړو خوراک کم کړئ، چې سوديم لري. او په عين وخت کې د اګزاليټ او کلسیم لرونکو خوړو خوراک پيل کړئ.

 

۴ ـ له دوا سره ـ سره غذايي رژيم ته هم پام وکړئ!

که پوه شوئ، چې د پښتورګو تیږه لرئ، مه وېرېږئ! د ويرې پر ځای د لیمو يو ګيلاس شربت وڅښئ!

هو! د دوا ترڅنګ خپل غذايي رژيم ته هم ځانګړی پام وکړئ! که څه هم د ګولۍ په واسطه د درد ختمول به درته اسانه ښکاري خو دا مه هېروئ، چې د ژوند په سبک کې بدلون تر ګوليو او شربتونو څو چنده غوره دی.

 

۵ ـ پوه اوسئ چې د پښتورګو د تيږو منشأ یوه نه ده!

د پښتورګو د تيږې بل ډول اوریک اسید تيږې دي. د پروټين ډېره کارونه ددې سبب کېږي، چې په ډېره اندازه اسید توليد شي، چې په دې سره بډوډي اړ دي، تر څو ډېر اوریک اسید تصفيه کړي. ددې موادو ډېروالی د بولو د ph د کمښت سبب کېږي، چې د ادرارو د اسيدي کېدو په معنا ده. چې په دې سره محیط اسيدي کېږي او د اوريک اسيد تېږو د پيدا کېدو سبب کېږي. 

څه وکړو؟ له هغو خوړو چې په ډېره اندازه پروټين لري ځان وساتئ. همدارنګه د خوږو څښاکو څښل هم کم کړئ. همدارنګه له الکولو څخه هم باید لرې اوسئ.

 

۶ ـ د هغو کاڼو په اړه مه بې غوره کېږئ، چې پر لاره دي!

د پښتورګو د تیږو دفع کېدل یو له دردناکو تجربو څخه دی. خو له بده مرغه، ځينې وګړي يې دویم ځل او یا هم څو ځلې تجربه کوي. دا ځکه چې دوی بیا هم بې غوري کوي. تاسو بايد ټولې هغه لارښوونې چې په دې لیکنه کې یې لولئ، عملي کړئ!

Related Articles

Apr 28, 2021
1,665 views

خواست بي جا

خواست بي جا مصطفی عمرزی پس از فراغت از صنف سياست كه از زمان شمول در آن، از شاگردان تنبل و ضعيف بوده اند،‌ تاكنون نیز نشانه ي واقعي از اميدواري ها براي اخذ نمرات عالي، به چشم نمي خورد. در اين كه از شاگردان ناكارآمد صنف سياست استند، ‌نبايد بسيار عضه...

Sep 11, 2024
1,590 views

حوض خاص یا اب خاص-لوګر کی

‏"حوض خاص یا آب خاص"دا جهیل/ډنډ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د جرمتو تنګي په اخرې د یو غره په سر کې واقع ده، د ازرې خلک ورته اودیخاص وایي.په دې ډنډ کې اوړی او ژمی همداسې تکې شنې اوبه ولاړې وي، د اوبو د راتګ لاره یې نه معلومېږي نه پکې د چینې پشان راخوټ...

Nov 04, 2023
968 views

اوبو رسولو انجینری سافټویر

د اوبو رسونې انجنیرۍ د ډیزاین په برخه کې EPANET یو پېژندل شوی سافټویر دی. چې ګڼ شمېر د ډیزاین انجنیران ورڅخه کار اخلي. اوس دا سافټویر له QGIS سره یو ځای شوی. د GIS د ارزښت او وړتیاوو په اړه ډېری ځوانان پوهېږي. د دې دواړو مهمو سافټویرونو یوځای کېدل د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...