نړۍ د رشوت خورو سره څنګه چلند کوي ؟

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 09, 2020
5 years ago
3,530 views
نړۍ د رشوت خورو سره څنګه چلند کوي ؟

رشوت ورکول او اخيستل ېوازې د افغانانو ستونزه نه ده بلکې تقريبا د نړۍ ټول هېوادونه او ملتونه له دغه رنځه کړېږي . هر هېواد په خپل خاص ډول او طريقې د دغه ښامار د ختمولو هڅې کوي چې ځينې دغه طريقې کامېابې او ځينې هم چندان ګټورې نه دي.


د نړېوال بانک په وېنا هر کال په نړۍ کې ېو تريليون ډالر رشوت اخيستل کېږي . ( غواړئ پوه شی چې 1 ټرېليون څومره پېسې دي ؟ که چېرته تاسې د ورځې ېو لک ډالر مصرف کړی نو د دې ټولو پېسو مصرفولو لپاره تاسې شاوخوا 3000 کلونو ته اړتیا لری ).


- نن سبا د رشوت پر ضد تر ټولو سخته جزا په چين کې ورکول کېږي چې هغه اعدام دی . په وروستېو لس - پنځلس کلونو کې تر 10000 زېات لوړ رتبه دولتي چارواکي د رشوت په تور اعدام شوي او له سل زره څخه زېات نور ېې دلسو څخه تر 20 کاله پورې په حبس محکوم شوي دي .
- په جرمني کې به رشوت اخيستونکی ډېره غټه جريمه ورکوي ېا به هم 3 کاله زندان ته غاړه ږدي . که چېرته قاضي رشوت واخلي نو د زندان موده ېې لس کاله ده .
- په اېټالېا کې د زنداني کېدلو موده له څلورو څخه تر 10 کاله پورې ده .
- په متحده ایالاتو کې کې به رشوت خور 15 کاله قېد تېروي او ېا به هم په رشوت کې د اخيستل شوو پېسو 3 چنده جرېمه ورکوي.


تر ټولو خطرناکه جزا :
يونانی مشهور مؤرخ ( هرودت ) په خپل کتاب کې د هغه جزا نکل راوړی چې په وېنا ېې پخواني فارس کې ېو پاچا ېو رشوت خوړونکي قاضي ته ورکړې وه . د هغه په وېنا د فارس پاچا ( دوهم کامبيز ) په امر له ېاد شوي ( رشوت خور ) قاضي څخه په ژوندينې څرمن وويستل شوه . هغه وړاندې وايي چې بېا وروسته د هغه د څرمن څخه پوښ جوړ کړل شو او هغې چوکۍ ته ورواغوستل شوه په کومه چې پخوا همغه قاضي او تر هغه وروسته نور قاضېان کېناستل.

Related Articles

Mar 14, 2024
4,932 views

لمانځه احکام

د لمانځه احکام په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي. د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي. د لمانځه شرطونه:(۱)اودس کول یاتیمم...

Jul 15, 2021
3,751 views

شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې...

Jan 24, 2022
1,547 views

د ژوند له پېښو عبرت اخېستنه

لیکنه: وقار ابراهیمي  د ژوند په اوږد مزل که به ډېر پړاوونه ووهي.ښه بد، خوشحاله او له خپګان څخه ډک وختونه به په خپلو سترګو وويني، په څنګ کې ورسره دا ټول یو حالت دي چې یوه ورځ به پای مومي، او یو داسې وخت به وي چې دا هر څه(ښه بد، خوشحالۍ خپګان) به یواز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,528 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,103 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...