د کتاب اخیستلو پر مهال باید کوم ټکي په پام کې ونيسو!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 13, 2021
5 years ago
3,553 views
د کتاب اخیستلو پر مهال باید کوم ټکي په پام کې ونيسو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که تاسو هم له مطالعې سره علاقه لرئ او یا هم هره ورځ مطالعه کوئ، نو حتما به د کتاب اخيستلو پر مهال له ځينو پوښتنو سره مخ شوي یئ. مثلا: کوم کتاب واخلم؟ چېرته یې واخلم او ورته نورې پوښتنې به مو ذهن ته درغلي وي. دا ډېره ښه خبره ده او باید یادې پوښتنې ځواب شي. 

په دې وروستيو کې اکثره خلک شکايت کوي، چې له کتاب اخيستلو وروسته پښېمانه شوي دي، او پر خپلو پیسو خفه دي، ځکه چې کتاب یې په زړه نه وي.

که څه هم هر کس ته د مناسب کتاب معيار فرق کوي، مګر بیا هم ځينې ګډې ځانګړنې شته، چې له موږ سره په کتاب اخيستلو کې مرسته کوي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته ځينې لارښوونې وکړو، تر څو په کتاب اخيستلو پښېمانه نه شئ. 

 

کوم کتاب واخلم؟ 

تر هر څه لومړی باید پر دې پوه شئ، چې غواړئ کوم کتاب واخلئ. په دې برخه کې ډېر وړانديزونه نه شي کېدای، خو موږ بیا هم ځينې لارښوونې درته لرو.

لومړی ـ تاسو باید لومړی پر خپل مسلک برلاسي شئ. که تاسو د پوهنتون زده کړيال یئ نو زموږ توصیه دا ده، چې لومړی باید د خپل مسلک اړوند کتابونه وپېرئ او ویې لولئ. ځکه چې ټولنه له تاسو یوه توقع لري، چې هغه ستاسو مسلک دی. تر هر څه لومړی باید پر خپلې رشتې برلاسي شئ، وروسته کولای شئ عمومي کتابونه مطالعه کړئ. 

دویم ـ که د مکتب دورې زده کوونکي یئ او یا هم د مطالعې ذوق لرئ. نو د خپل ذوق سره سم کتاب واخلئ. د بېلګې په توګه که له ادبیاتو سره مينه لرئ نو ادبي کتابونه ولولئ او که ساینس مو خوښ وي، ساينسي کتابونه انتخاب کړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې د خپل ذوق اړوند مطالعه مفیده وي او له مطالعې نه ستړي کېږئ.

 

ولې کتاب واخلم؟

اوس نو باید له ځانه وپوښتئ، چې کتاب ولې اخلئ؟ تاسو ته به دا پوښتنه عجيبه ښکاري او په ډېرې اسانۍ به ووايئ، چې د مطالعې لپاره یې اخلم. ستاسو ځواب سم دی؛ مګر زموږ موخه بدله ده.

موږ وايو که تاسو کتاب اخلئ، نو لومړی یې له خپلو ملګرو سره وګورئ. ممکن ستاسو ملګری همدغه کتاب ولري، چې تاسو یې د اخيستلو نيت لرئ. یا هم کېدای شي په آنلاین بڼه په ځينو ویبسايټونو کې یاد کتاب پيدا کړئ. که تاسو همدغه کتاب له ملګرو او یا هم په PDF بڼه پيدا کړئ نو ډېر بختور یئ. کتاب ولولئ او وګورئ چې څومره اغېزمن دی. که کتاب ښه و، او تاسو ترې متأثره شوئ نو کولای شئ بیا یې ځانته هم واخلئ او که برعکس ګټور نه و، نو له بې ځايه اخيستلو به خلاص شئ. په دې توګه به له بې ځايه لګښت څخه هم وژغورل شئ.

 

له ملګرو مشورې واخلئ!

ددې ترڅنک تاسو کولای شئ له ملګرو مشورې واخلئ. له ملګرو وپوښتئ چې تاسو ته د کوم کتاب لوستلو توصيه کوي. خو که د کوم کتاب نوم تاسو ته واخيستل شي، يوازې پر دې بسنه مه کوئ. بیا ترې وپوښتئ، چې ولې یې تاسو ته توصيه کوي؟ همدارنګه د کتاب په اړه د توصيه کوونکي تأثر هم وپوښتئ. 

ېه دې کار سره به تاسو لږ و ډېر معلومات د کتاب په اړه حاصل کړئ. نو د اخيستلو او نه اخيستلو پرېکړه یې په اسانۍ سره کولای شئ. 

 

څو پاڼې یې ولولئ

کله چې تاسو کتاب په نښه کړه، نو اړ یئ، چې کتابخانې ته ورشئ او کتاب وپېرئ. اکثره خلک په کتابخانه کې یوازې کتاب را اخلي او پیسې ورکوي. دا کار ناسم دی. 

کله چې د خپلې خوښې کتاب مو پيدا کړ، نو ژر ـ ژر یې فهرست وګورئ. او ځينې موضوعات یې وګورئ. تر څو پوه شئ چې کتاب د څه په اړه بحث لري، په دې توګه به تاسو وکولای شئ د کتاب په اړه یو څه پوه شئ. نو بیا به یې په اخيستلو پښېمانه نه شئ. همدارنګه کوښښ وکړئ، د کتاب د نرخ په اړه هم وپوښتئ، چې څوک یې قیمت درباندې خرڅ نه کړي.

که غواړئ چې د پښتو، دری - فارسي او انګلېسي ژبې وړيا پي.ډي.ايف کتابونه ترلاسه کړئ، نو په دې لينک (/https://ketabton.com) ګوته کېکاږئ! او له ديارلس زرو پورته وړيا کتابونه ترلاسه کړئ.

Related Articles

Feb 09, 2022
2,862 views

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل...

Jul 08, 2020
5,046 views

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست. خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې...

Apr 18, 2023
1,122 views

آزربایجان هیواد سکالرشیپونه

د آزربایجان هیواد ٢٠٢٣ کال لپاره سکالرشیپونه. د سکالرشیپ په اړه معلومات نړیوال زده کونکي غواړي چې په آذربایجان کې د هرې درجې کچې لوړې زده کړې تعقیب کړي کولی شي د خزر پوهنتون د وړتیا پراساس بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. دا بورسونه د خزر پوهنتون لخوا د 2...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,520 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,890 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...