!د جمهوریت او سلطنت تر منځ توپیر

H
Hikmatullah Yousafzai
Author
Jan 13, 2021
5 years ago
2,342 views
!د جمهوریت او سلطنت تر منځ توپیر

مولانا اشرف علی تهانوی رحمه الله په خپل کتاب (تقلیل الاختلاف مع الانام) کې ویلی دی په حقیقت کې جمهوریت د سلطنت نوم دی. او د عوامو د بی وقوف ګرځولو لپاره دغه نوی نوم ورکړل شوی دی په دومره توپیر سره چې په سلطنتی نظام کې ګرد ملت د یو کس د امر تابع وي او په جمهوریت کې د لسو کسانو د امر تابع ګرځوی د تهانوی صاحب دغه نظر په لاندې ډول دی:

حقیقت دا دی هغه څوک چې د جمهوری سلطنت پلویان او غوښتونکې دی هغوی هم د یو شخص د حکومت کولو پلویان دی په دومره توپیر سره چې شخص کله نا کله حقیقی وي او کله حکمی وی او دا د فلسفی قاعده ده چې  مجموعه هم یو شخص دی کله چې ټول په یوه موضوع کې سره متحد شی مګر دغه حکمی یو دی حقیقی ندی په همدی اساس هغه څوک چې د پارلمان د فیصلو متابعت کوی که څه هم په ظاهره کې ډیر کسان وی مګر کله چې ټول په یو شی سره متحد شی نو بیا یو شخص آزاد نه وی چې هره رایه ورکړی هغه دی هرومرو تصویب شی او که بالفرض داسی هم وائي نو بیا به د څومره مندوبینو رایه صحیح ګڼلی شوای؟

په داسی حال کې چې د جمهوریت له پارلمان کې هم د هر کس انفرادی رایه معتبره نده بلکې اجتماعی رایه اعتبار لری او اجتماعی رایه بیرته هماغه واحده شخص رایه ګرځیږی. دا ځکه چې د ډیرو کسانو اراء پر یوه موضوع متفق کیدل واحد کلمی دی چې پدی اساس د سلطنت پلویان د حقیقی یو شخص تابع وی په داسې حال کې چې د جمهوریت پلویان د حکمی واحدی شخص تابع داری کوی. چې پدی توګه د دیموکراسۍ پلویان هم جمهوری ندی ځکه بشپړه دیموکراسۍ او آزادی خو په هغه صورت کې متحققه کیږی چې هر څوک په خپلو چارو کې آزاد وی هیڅ کس هم په بل پسی رهی نه وي او نه ئي تابع وي نه د یو پاچا او نه د پارلمان د لسو غړیو دا څه ازادی ده چې تا په لکونو او کروړونو وګړی د پارلمان د لسو کسانو تابع وګرځول د سلطنت پلویان ګرد وګړی د یو شخص غلامان ګرځوی او د جمهوریت پلویان د لسو او سلو غلامان ګرځوی او اسلام دغه دواړه ډوله غلامی ردوي او ګرد وګړی د الله تعالی غلامی ته دعوت کوی او د الله تعالی د قانون قبلول یي پري فرض او لازم ګرځولی دی دا ځکه چې همدغه الله تعالی د دوی خالق او حقیقی مالک دی د دوی پر پټو او ښکاره ئو خبردار دی د دوی په ښو او بدو ګټه او توان عالم دی د حکومت کولو حقدار یواځی الله تعالی دی د ده د قانون پلی کول پر هر انسان فرض دی او که څوک د ده د قانون په مقابل کې بل قانون جوړ وي هغه طاغوت دی.

ماخذ: د انساني ستونزو لپاره د حل لاری، صفحه نمبر(  ۳۲ / ۳۳  ) لیکونکی او ترتیب کوونکی: ښوویالی محمد داود (ابراهیم خیل)

Related Articles

May 07, 2024
1,015 views

د کور عایق کول House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انر...

Jan 31, 2021
1,724 views

کریب نیبیولا

۶۵۰۰ نورې کاله لیرې چینایی ساینس پوهانو په توروس نومی سیمه کي  یو روښانه روستورې ولیده چي د ورځي په جریان کي ۳ اونیو لپاره څرګند وو.دا میلمه ستوری په اصل کي د سوپر نووا چاودني له امله لمینځه تللی دې او  یو کریب نومي نیبیولا ته  یی ژوند ورکړ.دا نیبیول...

Oct 21, 2021
1,991 views

د بالزاک لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ.   بالزاک  په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...