څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

K
Ketabton
Author
Jan 11, 2021
5 years ago
2,712 views
څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.
دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه ټیټه شوې، خو د استوګنځي بیه هم ټیټه شوې؟ ایا پر هغه پانګونه باور وکړو چې پکې د ګټې ژمنه کېږي؟
د لند کالج پوهنتون د تجربي روانپوهنې یوې څېړنډلې هم په نوې څېړنه کې دا نظر تایید کړی دی.
د دوی موندنې ښيي چې لاندې نوملړ کې راغلې مسلې هغه څه دي چې په تړاو یې خلکو ته پرېکړې سختېږي.

- د کور اخیستل
- د کار بدلول
- د پیسو بچتولو ډول
- د بچت لګولو لپاره لار غوره کول لکه کور که ګاډی واخلم
- د ژوندی ملګری ټاکل یا واده کول

مالي پرېکړې ولې دومره سختې دي؟
د دې پروژې یو څېړونکی جوزف مارکز باوري دي چې دا سختي درې لاملونو سره تړلې ده:
"ښايي فکر وکړو چې تر کمو غوراویو ډېر غوراوي لا ښه دي، خو څېړنې وايي، ډېر غوراوي د باطني ټکر، اضطراب یا وېرې او په پایله کې د پرېکړې نه کولو سبب کېږي. "
ډېر غوراوي: ډېرو غوراویو کې سربدالېدل ناشوني نه دي. ځکه ډېرو غوراویو کې خلک تحلیل او شننه نشي کولی.
پېچلتیا: مالي پرېکړو کې غوراوي ارزول کېږي او پکار ده چې د هر غوراوي اړوند لوړې ژورې پوره وپېژنو. دا کار هغو خلکو ته هم اسان نه دی، چې اقتصاد یې لوستی عادي خلک خو ایسته پرېږده.
زړه نازړه توب: لویې اقتصادي پرېکړې قواعد او روښانه بهیر نه لري، خطر یا رېسک او د قاطېعیت یا پرېکند پرېکړې نشتوالی پکې وي او په دې دلیل دا وړاندوینه اسانه نه ده چې پایله به څه وي. د دې پرېکړود پایلو نامالومتوب سبب کېږي چې خلک دا ډول پرېکړې ونه کړي. موږ دا اندېښنه لرو چې پرېکړې به مو خامې وي، ښايي بچت شوې پیسې په اوبو لاهو کړو او له پېښماني پرته بل څه ونه لرو.

 

د مالي پرېکړو د اسانولو لپاره څه کولی شو؟
 دا پېژندل یو بحث دی چې کوم عوامل دا پرېکړې سختوي او د دې پرېکړو د ساده کولو کار هم بل بحث دی.
جوزف مارک د مالي پرېکړې په هکله دا پنځه مهم ټکي لري.


ستړیا کې پرېکړه مه کوئ
چې ستړي یاست د مالي مسلو په هکله پرېکړې مه کوئ، لږ صبر وکړئ چې د فکر وخت پیدا کړئ.
ذهني ستړیا کې ممکن سملاسي پرېکړه وشي ځکه غوره ده چې پرېکړه تر سبا یا د اونۍ رخصتیو ته وځنډوئ. له مهمو کاري یا ورزشي پروګرامونو لرې شئ. که مهمه پرېکړه په مخ کې لرئ خو بې انرژي یاست، له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو ارام وکړئ. دې کار سره ستاسو مغز رغول کېږي.

د بدن ګړۍ مو وپېژنئ
د غوره پرېکړو کیلي په دې کې ده چې د بدن ګړۍ یا ساعت وپېژنئ؛ وپوهېږئ چې د ورځې که د شپې ډېر کارند یا فعال یاست.
"ورځ زېږ" کسان د ورځې اوږدو کې د پوهېدو ډېر توان لري، خو "شپه زېږ" کسان په شپه کې د پوهېدو ډېر توان لري، ځکه په هغو ګړیو کې د مهمو پرېکړو هڅه وکړئ چې تاسو پکې په خپل حال یاست.

 

د خپل ځان راضي کولو لپاره لږ دلایلو پسې وګرځئ
هغو کسانو ته پرېکړه لا سخته ده چې له اندازې ډېر فکر کوي. دا کسان تل اندېښمن وي چې سمه پرېکړه به وکړي که نه. که د خپل رضایت د احساس لپاره لږ تر لږه اړینو دلایلو پسې وګرځئ، نو پرېکړه کې مو وېره کمولی شي. ان که ټولې لارې بندې وې یو څوک پیدا کولی شئ چې ستاسو په ځای پرېکړه وکړي. که دا پرېکړې ځانګړې پوهه غواړي مسلکي کس ته یې وسپارئ چې د پرېکړې اړوند ناسم احساست مو کم کړي او تاسو ته ډاډ درکړي چې حالت کنټرول دی.

 

هر څه به اسان شي

ښه خبره دا ده چې پرېکړې د نورو شیانو په څېر د عمر او تجربې ډېرېدو سره اسانېږي.
دا ښکارنده هم د هغې پوهې او تجربې له امله ده چې د کلونو تېرېدو سره انسان ته پیدا کېږي.
د عمر تېرېدو سره د اوږدمهالې پرېکړې لپاره ستاسو مثبت احساست پاتې کېږي او ذهن مو لږ د پرېکړو د ممکنه پایلو په هکله له تاسو سره ښکېلېږي.
 

Related Articles

Dec 06, 2021
2,042 views

د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستور...

Oct 02, 2021
4,476 views

د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په جرات سره ویلای شو، چې د ښې روغتيا لپاره روغتياپالان تر نورو ټولو غوړيو ډېر د زیتونو د کارولو سپارښتنه کوي. دا ځکه چې د زیتونو غوړي ګڼې روغتيايي ګټې لري او کولای شي، ستاسو بدن له بېلابېلو ناروغیو ژغوري. د لیکنې تر پایه به په دې...

Oct 16, 2021
1,813 views

بې وسه مور

ټکنده غرمه وه مور یې پور دیواله نیمه ماته ګهړۍ ته وکاتو ځان سره وژغیده چی دا خو لس بجې سوې خبره لیا نه وه ختمه چی د کشر زوی د ژړا اواز یې تر غوژ سو په منډه لا کوټې وواته چی ورغله کشر زوی یې لا مشری خور سره په یوه ګوله ډوډۍ اخته و زوی یې په ژړا ورته و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,042 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...