معده مو ولي او کله زخمي کیږي؟

K
Ketabton
Author
Jan 04, 2021
5 years ago
3,321 views
معده مو ولي او کله زخمي کیږي؟

‎د معدې د زخم عوامل څه دي؟
‎کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.
 

د معدې د زخم نښې:
‎لمړی نښه:دردونه
‎کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.
‎دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.


‎دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل
‎هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.
‎ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځن‌‌‌‌‌‌ډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟
‎که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett's esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده


‎دریم: تورې کانګې یا ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:

Related Articles

Feb 26, 2023
2,397 views

وینه

وینه دبدن د مایعاتو څخه ده چې دانسان او حیواناتو په بدن کې حیاتي رول لري. وینه غذایي مواد او اکسېجن د بدن انساجواو حجراتو ته لېږدوي کاربن ډای اوکسایډ او د بدن دمېتابولېزم په پایله کې چې کوم غیر ضروري مواد په نوموړو حجراتو او انساجوکې ټولیږي د بدن څخه...

Jun 22, 2021
2,584 views

مذهب او انقلاب

لیکوال: خبیب علي مذهب د ټولنیز انحطاط له ختمېدو څخه شروع کیږي. په انساني تاریخ کې چې کله هم استبداد او بې نظمي اوج ته رسېدلې، مذهب سر را پورته کړی او د انقلاب او بدلون هڅه یې کړې ده. د مذهب او انقلاب له همدې ګډولې څخه تهذیب او تمدن زېږیدلي چې د ملتو...

Jul 08, 2020
2,977 views

تاريخ څه ته وايې؟

تاريخ څه ته وايې؟د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي. په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...