تر پېړېو پېړېو کارونې وروسته - لا نن هم خلکو سره دا پوښتنه شته چې : مالګه او بوره زموږ د روغتېا دوستان دي او که دشمنان !؟
که ځنې خلک په خپلو خوړو کې له مالګې او بورې څخه په لوېه پېمانه کار اخلي نو ځينې نور بېا دې دواړو ته د ( سپينو زهرو ) اصطلاح کاروي چې دا دواړه ( عمل او نظر ) په خپل ذات کې ېو اندازه زېاتی دی .
لکه د اکثره نورو توکو په څېر دا دواړه هم خپلې ګټې او تاوانونه لري او راځئ چې نن په دې باب خپل پوهاوی زېات کړو .
بورې ( خوږو ) ته د بدن اړتېا :
وجود ته د داخلېدلو سره هغه په ګولوکوز او فروکټوز وېشل کېږي . ګولوکوز بدن ته د انرژۍ ورکولو منبع ده چې دغه انرژي پر رنګارنګ فزېالوژيکي خوځښتونو باندې مصرفېږی . برسېره پر دې ګولوکوز د ېنې ( ځيګر ) زهري ضد وړتېا او طاقت لوړوي . ( هره ورځ زموږ وجود ته رنګارنګ زهري توکي دننه کېږي چې ځيګر ېې تصفېه کوي ) . البته چې ګلوکوز ډېرې نورې دندې هم اجرا کوي .
فروکټوز ( د مېوو شکره ېا خواږه )د نورو دندو تر څنګ د بدن غړو ته لازم خواړه هم رسوي .
د دې ګټورتېاو تر څنګ د خوږو تر حد زېات خوراک روغتېا ته جدي ګواښونه هم پېښولی شي .
د بورې ېا خوږو زېانونه :
1. وجود کې د ویټامين B1 او کلسېمو د زېرمو کمول
2. تر وخت وړاندې د پوستکي زړښت
3. څربېدل ېا چاغوالی
4. د ډېابېت ناروغي
5. په بدن کې د اېنسولين جوړېدلو کار کې خنډ پېدا کېدل
او داسې نور .
خو باېد دا هم په پام کې وساتو چې وجود کې تر اړتېا وړ اندازې د خوږو کمښت هم کافي زېان رسولی شي چې سردردي ، سستي او کمزوري ېې ځنې نښې دي .
څومره خوږه ( بوره ) وخوړل شي ؟
متأسفانه په دې هکله واحده اندازه نه شته ځکه چې هر انساني ارګانيزم خپلې ځانکړتېاوې او اړتیاوې لري . خو څومره چې کولی شی لږ اندازه بوره ، چاکلېټ او دې ته ورته خواړه وخورئ او دا ېاد ساتئ چې خوږه ېوازې په یادو توکو کې نه بلکې په ډېرو نورو هغو خوړو او مېوو کې هم شته چې موږ ېې وخت په وخت خورو .
روغ اوسی !
نوټ :
د ليکنې اوږدېدلو څخه د مخنيوي په خاطر د مالګې بحث په راتلونکي پوست کې کوو .
منبع :
د بېلابېلو روغتېايي سایټونو چاڼ او بېا ژباړه
Related Articles
مصنوعي زلزله
مصنوعي زلزلهHigh-frequency Active Auroral Research Program (HAARP) مصنوعي زلزلهليکوال: نعمتالله حنیف مصنوعي زلزله يا هارپ يوه څېړنيزه پروژه ده، چې پۀ ظاهره د راډيويي څپو پر مټ د ايونوسفير او ځمکې لاندې کانونو د مطالعې لپاره تاسيس شوې ده، خو د جګړ...
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!
په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ! “انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.” دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسا...
لوی امپراتور www.kesa.blog
لوی امپراتور ابدالي بابا ليکوال:سيدادريس سادات دسحر دوي کور مخی ته ودريدو هيڅ لار نه وه تر څو سحر له کوره راوباسو ډير فکر مو وواهه خو هيڅ چاره نه کيده ديو څه شيبی وروسته دسهار پلارله کوره راووت زه چی يي وکتلم مخ يي واړاوه ويل يي ته بيا راغلی يي ?خب...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...