تر پېړېو پېړېو کارونې وروسته - لا نن هم خلکو سره دا پوښتنه شته چې : مالګه او بوره زموږ د روغتېا دوستان دي او که دشمنان !؟
که ځنې خلک په خپلو خوړو کې له مالګې او بورې څخه په لوېه پېمانه کار اخلي نو ځينې نور بېا دې دواړو ته د ( سپينو زهرو ) اصطلاح کاروي چې دا دواړه ( عمل او نظر ) په خپل ذات کې ېو اندازه زېاتی دی .
لکه د اکثره نورو توکو په څېر دا دواړه هم خپلې ګټې او تاوانونه لري او راځئ چې نن په دې باب خپل پوهاوی زېات کړو .
بورې ( خوږو ) ته د بدن اړتېا :
وجود ته د داخلېدلو سره هغه په ګولوکوز او فروکټوز وېشل کېږي . ګولوکوز بدن ته د انرژۍ ورکولو منبع ده چې دغه انرژي پر رنګارنګ فزېالوژيکي خوځښتونو باندې مصرفېږی . برسېره پر دې ګولوکوز د ېنې ( ځيګر ) زهري ضد وړتېا او طاقت لوړوي . ( هره ورځ زموږ وجود ته رنګارنګ زهري توکي دننه کېږي چې ځيګر ېې تصفېه کوي ) . البته چې ګلوکوز ډېرې نورې دندې هم اجرا کوي .
فروکټوز ( د مېوو شکره ېا خواږه )د نورو دندو تر څنګ د بدن غړو ته لازم خواړه هم رسوي .
د دې ګټورتېاو تر څنګ د خوږو تر حد زېات خوراک روغتېا ته جدي ګواښونه هم پېښولی شي .
د بورې ېا خوږو زېانونه :
1. وجود کې د ویټامين B1 او کلسېمو د زېرمو کمول
2. تر وخت وړاندې د پوستکي زړښت
3. څربېدل ېا چاغوالی
4. د ډېابېت ناروغي
5. په بدن کې د اېنسولين جوړېدلو کار کې خنډ پېدا کېدل
او داسې نور .
خو باېد دا هم په پام کې وساتو چې وجود کې تر اړتېا وړ اندازې د خوږو کمښت هم کافي زېان رسولی شي چې سردردي ، سستي او کمزوري ېې ځنې نښې دي .
څومره خوږه ( بوره ) وخوړل شي ؟
متأسفانه په دې هکله واحده اندازه نه شته ځکه چې هر انساني ارګانيزم خپلې ځانکړتېاوې او اړتیاوې لري . خو څومره چې کولی شی لږ اندازه بوره ، چاکلېټ او دې ته ورته خواړه وخورئ او دا ېاد ساتئ چې خوږه ېوازې په یادو توکو کې نه بلکې په ډېرو نورو هغو خوړو او مېوو کې هم شته چې موږ ېې وخت په وخت خورو .
روغ اوسی !
نوټ :
د ليکنې اوږدېدلو څخه د مخنيوي په خاطر د مالګې بحث په راتلونکي پوست کې کوو .
منبع :
د بېلابېلو روغتېايي سایټونو چاڼ او بېا ژباړه
Related Articles
هکینګ لاره Hacking Road Map
د هکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟ هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو❗ دا چې زیاتره دوستان دا پوښتنه کوی چې موږ ته دهکینګ کورس راکه یا هکینګ را زده کړه یا دهکینګ ویډیو ګانې راته ولیږه یا فسبوک څنګه هک کیږي طریقه یی راوښیه . ګوری دوستان...
روژه (لنډه کیسه)
روژهلنډه کیسهلیکوال: رفیع الله ایثارـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یتیم ماشوم له کور څخه راووت، سوړ اسویلی یې وویست، د ژوند بار ورته ډېر دروند ښکاریده، د روژې لومړی سهار و او دې ماشوم ته د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه، د کار او پیسو ګټلو هېڅ ح...
دا خواړه مو جنسي کمزوري ختمولای شي!
ژباړه ـ ریاض مقامزی انسان د جسمي او رواني آرامتيا ترڅنګ جنسي سکون ته هم اړتيا لري. مګر دا چاره هله ستونزمنه شي، چې انسان ته جنسي کمزورۍ ورپېښه شي؛ خو له نېکه مرغه ځینې خواړه مو له دې ستونزې ژغورلای شي. د لیکنې تر پایه به یې په اړه په بشپړ ډول پوه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...