د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2021
5 years ago
5,438 views
د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

لیکنه ـ ریاض مقامزی

اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده. ټول غواړي، چې ژر ـ ژر خواړه پاخه کړي، کار ته لاړ شي، شتمن شي او همداسې ژر خپلو موخو ته ورسي. دا غوښتنه بېخي طبیعي ده، په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره د دنيا له یوه کونجه له بلې برخې سره وصل کېږو، نو د خلکو غوښتنې هم همداسې چټکې شوي دي.
 آيا د سرعت غوښتنه د ژوند په هره برخه کې کېدای شي؟ داسې تګلاره شته، چې انګلېسي ژبه ژر زده شي؟
 هو؛ تاسو کولای شئ له ځينو لارو چارو څخه په ګټې اخيستنې انګلېسي ژبه ډېر ژر زده کړئ.  

۱. اهميت

انسانان هر هغه څه ته پاملرنه کوي، چې اهميت ورته لري. نو تاسو هم کوښښ وکړئ، تر هر څه لومړی د انګلېسي ژبې پر اهميت ځان پوه کړئ. کله چې ددې ژبې ارزښت ته قایل شوئ نو بیا به ډېره هڅه کوئ، چې زده یې کړئ. 
 موږ په ډېر لنډ ډول ددې ژبې پر اهيمت غږېږو. تر هر څه اول دا چې انګلېسي یوه نړېواله ژبه ده. که تاسو د نړۍ هر ګوټ ته ځئ نو ددې ژبې ويونکي پيدا کولای شئ. که په کوم بل هېواد کې له ستونزو سره مخ کېږئ، له دې لارې خپله ستونزه حلولای شئ.
 انګلېسي د ټکنالوژۍ ژبه ده؛ په اوسني عصر کې د بریا لپاره اړينه ده، چې د نورو زده کړو ترڅنګ په ټکنالوژۍ هم پوه اوسو. خو د ټکنالوژۍ سمه زده کړه پر انګلېسي ژبې له پوهېدا پرته سخته ده. همدارنګه د نړۍ نوي علمي څېړنې او مقالې پر همدې ژبې خپرېږي. که تاسو د هر مسلک زده کړیال یئ ستاسو د مسلک اړوند ټول نوي مواد په همدې ژبې پيدا کېږي. نو اړينه ده، چې یاده ژبه کړئ. 

۲. اراده

که تاسو د انګلېسي ژبې پر اهميت پوه شوئ نو اوس اړينه ده، چې قوي اراده وکړئ. له قوي ارادې پرته د هر کار ترسره کول ستونزمن وي. کوښښ وکړئ د انګلېسي ژبې د پيل او زده کولو پخه اراده وکړئ. تر څو ژر وکولای شئ دغه ژبه زده کړئ. تاسو نور انتظار ته اړتيا نه لرئ، همدا اوس یې اراده وکړئ او پيل یې هم کولای شئ! 

۳. انګلېسي ویډيوګانې وګورئ

په درېيم قدم کې تاسو کوښښ وکړئ د انګلېسي ژبې د زده کړې ويډيو ګانې وګورئ. ددې کار ګټه دا ده، چې ستړی کوونکی نه تمامېږي. په دې توګه تاسو له ستړيا پرته په اسانۍ سره دغه ژبه زده کړئ. 
 د ويډيوګانو په برخه کې د فیلمونو، کارټونی ويډيوګانو، د انګلېسي برنامو، مناظرو، کميډيو او ورته نورو ويډيوګانو وړانديز کېږي.
 ددې کار بله ګټه دا ده، چې په دې توګه د ژبې د اصلي ويونکو د تلفظ انداز هم زده کېږي او د اورېدلو هنر هم پياوړی کېږي. تاسو بیا ډېر ژر کولای شئ د انګلېسي ژبې د ويونکو په خبرو پوه شئ. 

۴. ورته والی پيدا کړئ

کله چې تاسو انګلېسي ژبه زده کوئ، نو کوښښ وکړئ د انګلېسي ژبې له یوه لغات سره ورته نور لغاتونه هم زده کړئ. مثلا په انګلېسي کې "Pen" قلم ته وايي، خو که د منځ "e" توری په "I" بدل شي نو "Pin" ترې جوړېږي، چې د مېخ کولو، ټومبلو، نښلولو او یا ټک وهلو معنی ورکوي. همدارنګه که له همدې "Pin" سره په وروستۍ برخه کې یو "K" زیات شي، "Pink" ترې جوړېږي، چې د ګلابي رنګ معنا ورکوي.
 که پورته ځير شئ په یوه لنډه شېبه کې تاسو څو لغاته زده کړل. په انګلېسي کې د داسې لغاتونو ګڼې بېلګې موندلی شو، په دې توګه تاسو ډېر ژر نوي او زیات لغاتونه زده کولای شئ. 

۵. د لغاتونو کورنۍ پيدا کړئ

په انګلېسي ژبه کې د لغاتو کورنۍ ډېره مهمه برخه ده. دا هم تاسو سره مرسته کوي، چې زیات لغاتونه په کم وخت کې زده کړئ او هم په مناسبو ځايونو کې د یادو لغاتونو په کارولو وپوهېږئ. 
 مثلا "Beatiful" ښکلي ته وايي، چې صفت دی. خو که همدا "Beauty" شي د ښکلا معنی ورکوي، چې یو اسم دی. ددې ترڅنګ "Beautify" فعل دی د ښکلي کولو معنا ورکوی.
 که تاسو پورته لغات زده کړل نو ژر به ورته لغات زده کړئ او هم په خبرو کې له غلطۍ ژغورل کېدای شئ.

۶. ډله ييز لغاتونه زده کړئ

د ډله ئيزو لغاتونو څخه مو موخه د یوې برخې د لغاتو زده کول دي. ددې کار ګټه دا ده، چې دا ډول لغات ستاسو په ذهن کې ډېر ژر کښېني. 
 مثلا تاسو د کورنۍ د غړو لغات زده کوئ. یعنې مور، پلار، ورور، خور او نورو غړو ته په انګلېسي کې څه وایي. همدارنګه د رنګونو یا د خوړو نومونه زده کول هم د همدې برخه ده. 

۷. وغږېږئ!

تر ټولو مهمه دا ده، چې تاسو باید په انګلېسي ژبه وغږېږئ. که د انګلېسي ژبې په کورس کې یئ او یا هم په مکتب کې مو د انګلېسي مضمون ساعت وي نو کوښښ وکړئ له خپلو ټولګيوالو او ښوونکي سره په انګلېسي ژبه وغږېږئ. په دې توګه تاسو پر یادې ژبې د غږېدلو هنر هم زده کوئ. 

Related Articles

Sep 17, 2023
2,272 views

پاک چاپېريال څه ګټې لري، او څومره په ټولنه کې مهم دی؟

خالد رازق   د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپ...

Jan 17, 2024
1,876 views

مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتياي...

Apr 18, 2023
1,124 views

يوځل يی ولولي

يوځل يی ولوليتاسې به اروپا ته هجرت وکړئ، هلته به هر قانون ته  پوره درناوی کوئ، د سګرټو پاتې شوني به پر ځمکه نه غورځوئ، په عام ځایونو کې به سګرټ نه څکوئ، که له سړک تیږيږئ له ټاکل شوي ځای به تیریږئ، له پولیسو او امنیت سره به دومره مرسته او همکاري کوئ آ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...