ټافل څه دی؟

K
Ketabton
Author
Dec 27, 2020
5 years ago
3,962 views
ټافل څه دی؟

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی. نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوهه د لوستلو، ویلو، لیکلو او اورېدلو په برخه کې ارزیابي کوي. د ژبې اړوند د پوهاوي دا څلورګونې برخې د هغو نړیوالو پوهنتونو لپاره مهمې دي چې د تدریس ژبه یې انګلیسي او تاسو ته د زده کړو داخله درکوي.

مخکې د ټافل ټولې ازموینې د کاغذ پر مخ وې خو د انټرنیټ له اختراع او پرمختګ وروسته اوس نوموړې ازموینه په انلاین ډول اخیستل کیږي او یوازې هغه ځایونو کې د کاغذ پر مخ وي چېرته چې د انټرنیټ اسانتیا نشته.

څوک باید د ټافل ازموینه ورکړي؟

د نړۍ په کچه ۳۵ ملیونه وګړو د ټافل ازموینه ورکړې تر څو د انګلیسي ژبې په برخه کې خپل مهارت ارزیابي کړي. نوموړې ازموینه ډیری وخت د هغه زده کوونکو له لورې ورکول کیږي چې غواړي له هیواده بیرون زده کړې وکړي او یا هم کوم بهرني سکالرشیپ ته کاندید وي.  کله چې کوم سکالرشیپ ته ځان کاندیدوئ، نو وګورئ چې د ټافل ازموینه یې اړتیا ده او که نه؟ که اړتیا وي نو حد اقل څو نومرې یې کفایت کوي.

ولې د ټافل ازموینه ورکړو؟

د ۱۳۰ څخه په زیاتو هیوادونو کې تر ۱۱۰۰۰ ډیر پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د داخلې لپاره ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې په پام کې نیسي. هر تعلیمي بنسټ د ټافل د اړینو نومرو لپاره حد اقل اندازه ټاکي چې ډیری وختونه نوموړې اندازه د ۶۱ او ۱۰۰ نومرو تر مینځ وي.

ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې د دوه کالو لپاره کار کوي، که چېرته تاسو دوه کاله مخکې ټافل ازموینه ورکړي وي او بیا کوم سکالرشیپ ته اپلای کوئ نو باید له سره د ټافل ازموینه ورکړئ او اړینې نومرې لاس ته راوئ.

د ازموینې بڼه او محتویات

د ټافل ازموینې انلاین بڼه لاندې برخې لري:

لومړی: لوستل یا Reading :

د یو اکاډمیک او علمي متن د لوستلو او پر هغې د پوهېدلو اړوند ستاسو مهارت د ټافل ازموینې په دې برخه کې ارزول کیږي. په دې برخه کې درې یا څلور مقالې راوړل کیږي چې هر یو یې خوا او شا ۷۰۰ کلیمې لري. د نوموړې برخې د سوالونو د ځواب لپاره تاسو له ۵۴ څخه تر ۷۲ دقیقې وخت لرئ

د نوموړې برخې مقالې د پوهنتون له بیلابیلو مضامینو را اخیستل کیږي. دې ته مه وارخطا کیږئ چې مقاله ممکن ستاسو د مسلک اړوند نه وي. د پوښتنو اړوند ټول وضاحت په مقاله کې شتون لري او که تاسو پوره امادګي ولرئ نو په ځواب موندلو کې به یې له ستونزې سره مخ نه شئ.‌

دوهم – اورېدل یا Listening :

په دې برخه کې د یو اکاډمیک لیکچر اړوند ستاسو د اورېدلو او پوهیدلو ځواک سنجول کیږي. دا پوهیدل یوازې د لیکچر ورکوونکو یا محاوره کوونکو په خبرو پوهیدل نه بلکې د هغوی د لهجې تحلیل لکه جدیت، په یوه خبره د هغوی ډاډمنتیا او نورې دا ډول برخې هم لري.

دلته دوه برخې وي چې یوه یې د پوهنتون د پروفیسور کوم لیکچر او بل یې هم د پوهنتون په کیمپس کې د دوه وګړو ( محصلینو او استادانو) خبرې اترې او محاوره وي.

په دې برخه کې له ۳ تر ۴ لیکچرونه وي چې هر یو به یې له ۳ تر ۵ دقیقو اوږد او هر یو یې ۶ پوښتنې لري. همدارنګه له ۲ تر ۳ محاورې به ولري چې ممکن ۳ دقیقې اوږدې او هره یوه مکالمه به ۵ پوښتنې ولري. تاسو کولای شئ د لیکچرونو او محاورو د اوریدلو پر مهال له ځان سره لنډ نوټونه واخلئ. د ټافل د نوموړې برخې لپاره له ۴۱ څخه تر ۵۷ دقیقو وخت ځانګړی کیږي.

دریم – خبرې کول یا Speaking :

د ټافل د ازموینې دا برخه په یو اکاډمیک چاپیریال کې ستاسو د خبرو اغېزمنتیا او رواني ارزوي. دلته څلور برخې وي چې د ټولګي دننه او یا دباندې ستاسو د ژوند اړوند موضوعات احاطه کوي. د دې برخې پوښتنې هم په دوه ډوله دي. یو ډول یې داسي دي چې تاسو ته یوه موضوع درکول کیږي او په خپلواک ډول د نوموړې موضوع اړوند خپل نظر،‌ تجربه او نورې خبرې شریکوئ. دوهم ډول یې ضمیمه یا Integrated Task دی چېرته چې به تاسو یوه محاوره اورئ،‌یا به کوم پراګراف لولئ او بیا به هلته د دواړو لوریو د خبرو خلاصه او یا هم د هغوی په توپیرونو غږېږئ.

د هرې برخې په پای کې تاسو ته ۱۵ ثانیې درکول کیږي تر څو خبرو ته ځان اماده کړئ او بیا به له ۴۵ څخه تر ۶۰ ثانیو پورې د اړوندې موضوع په هکله خبرې کوئ. تاسو به په مایکروفون کې خبرې کوئ.‌ نوموړې خبرې لومړی ثبتیږي او بیا د اړونده برخې د متخصصینو له لوري ارزیابي او نومرې ورته ورکول کیږي. نوموړې برخې ته ۱۷ دقیقې وخت ځانګړی شوی.

څلورم – لیکل یا Writing :

دا برخه هم دوه ډوله لیکل لري. په لومړي ډول کې تاسو یو څه اورئ او یا یې هم لولئ او بیا د هغه څه اړوند چې مو اوریدلي یا لوستلي خپلې خبرې لیکئ. په دوهم ډول کې درته یو مضمون درکول کیږي او د نوموړې مضمون اړوند په لیکلو کې خپل واک یاست چې خپل نظر،‌ تجربه او مشاهدات ولیکئ. د لومړي ډول لپاره ۲۰ دقیقې او د دوهم ډول لپاره ۳۰ دقیقې وخت لرئ. تاسو خپلې لیکنې د یو کیبورډ په وسیله په ځانګړي سکرین کوئ چې د ټافل ادارې ته لیږل کیږي او هلته د اړونده مرجع له لوري ارزیابي‌ او نومرې ورته ورکول کیږي.

یادونه: د ټافل ټولې برخې ۳۰ نومرې لري چې مجموعاً ۱۲۰ نومرې کیږي. مونږ غواړو دا لړئ وغځوو او تاسو ته د ټافل اړوند د زده کړې نور تخنیکونه هم وښایو. هیله ده دا لیکنه شریکه او لاندې راسره خپله تبصره شریکه کړئ.

Related Articles

Sep 10, 2021
2,507 views

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړ...

Jan 11, 2023
1,507 views

اخلاق و حقوق در خانواده || Ethics and laws in the family

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهخانواده از نگاه تعداد اعضای آن با آن که کوچک‏ترین نهاد جامعه را تشکیل می‏دهد، ولی از نگاه اداره و مدیریت هیچ قابل ملاحظه با سایر نهاده...

Jun 02, 2023
2,769 views

تهداب ډولونه

د تهداب ډولونهپه عموم کې تهدابونه په دوه ډوله دي1) سطحي تهدابونه  Shallow foundations2) عمقي تهدابونه Deep foundations 1) سطحي تهدابونه : - کله چي د کوم تهداب عرض له ارتفاع څخه زیات وي دې ډول تهدابونو ته سطحي تهدابونه وایي. چي په لاندي ډولونو باندي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,465 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,846 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...