امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 26, 2020
5 years ago
4,892 views
امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

ژباړه - ریاض مقامزی

 امرود (Guava) خوږه او خوندوره مېوه ده. ددې مېوې د پيدايښت اصلي سیمه مرکزي امریکا ده، چې په مرطوب او استوايي آب و هوا کې ښه وده کوي. 
 د امرودو (امروتو) علمي نوم (Psidium Guajava) دی. ددې مېوې شکل بېضوي او ګرد وي، چې د پوستکي رنګ یې شین او ژېړ رنګه دی. همدارنګه منځ کې یې کوچني دانې موجودې وي. ددې ترڅنګ د امرودو له پاڼو هم د ګڼو موخو لپاره ګټه اخيستل کېږي. په دې لنډه لیکنه کې به ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.

 په امرودو کې شته غذايي مواد

په امریکا کې د ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي، چې امرود د انرژۍ، فایبر، ويټامينونو او معدني موادو بډايه سرچينه ده. دا مېوه د ويټامين A، ويټامين C، ويټامين E، د ويټامين B کورنۍ، پوتاشیم، فسفر، مګنېزيم، کلسیم، سودیم او زینک درلودونکې ده. 

 ځانګړتياوې

دغه مېوه ستاسو د روغتيا لپاره ګڼې ځانګړتیاوې لري. د وينې د فشار او شکر کنټرول، د وزن کموالی، اسهال او ګڼو نورو برخو کې یې رول خورا ګټور دی. 
 په امریکا کې یو پخوانی متل دی، چې وايي: "د ورځې یوه مڼه وخورئ تر څو ډاکټر ته له ورتګ وژغورل شئ." خو د امرودو ډېرو ګټو ته په کتو ویلی شو: "د امرودو په موسم کې څو دانې امرود وخورئ تر څو ټول کال د ډاکټر مخه و نه وينئ." 

 ۱. د شکر په تنظيم کې مرسته کوي

څېړنو ښودلې ده، چې امرود کولای شي د وینې د شکر په کنټرول کې اغېزناک ثابت شي. د هغو څېړنو پایله، چې پر حېواناتو ترسره شوه، ډېره هيله بخښونکې وه. دوی وموندل، چې د امرودو د ټکول شوو پاڼو اوبه د وینې شکر منظموي او د انسولین مقاومت کنټرولوي. 
 له دې وروسته پر انسانانو ترسره شوې څېړنه هم بې پايلو نه وه. په هغه څېړنه کې چې پر ۱۹ تنو ترسره شوه، وښودله چې د امرودو پاڼې د شکر کچه ټيټوي. 

 ۲. د وينې فشار او د زړه روغتيا

ډېری څېړونکي په دې باور دي، چې په امرودو کې شته انتي اکسیدان او ويټامينونه ددې سبب کېږي، چې زړه مو سالم وساتي او زړه د آزادو راډيکالانو پر وړاندې پياوړی کوي. همدارنګه په لوړه کچه غذايي فیبر او پوتاشیم هم د زړه په روغتيا کې ګټور ثابتېږي. 
 له دې ور هاخوا د امرودو د پاڼو شیره د وينې د فشار لو غوړ په کمښت کې مرسته کوي.

 ۳. د هاضمي سيسیتم پياوړتيا

امرود د غذايي فیبر یوه عالي منبع ګڼل کېږي. نو پر همدې اساس ددې مېوې خوړل مو د معدې او کولمو فعالیت بېخي ښه کوي. د ورځې یو امرود خوړل فیبر ته ستاسو د بدن د اړتيا ۱۲ سلنه پوره کوي.
 پر دې سربېره امرود د ویټامين سي، کاروتنوئيد او پوتاشيم هم لري، چې ستاسو هاضمي سیستم په پياوړتيا کې مرسته کوي. هغو کسانو ته هم د امرودو د خوړلو توصيه کېږي، چې د  (gastroenteritis) ستونزه لري. 

 ۴. د وزن په کموالي کې مرسته کوي

امرود هغه مېوه ده، چې د وزن په کمښت کې ګټور ثابتېږي. د نورو مېوو برخلاف دغه مېوه له کمې کالري انرژۍ ترڅنګ د ويټامينونو او معدني موادو ښه منبع ده، نو که تاسو امرود خورئ د هېڅ غذايي معدې د کمښت احساس به و نه کړئ. خام امرود که له مڼې، مالټو او انګورو سره مقایسه کړو نو ډېر کم قند لري، چې دا هم یو ښه خبر دی. 

 ۵. د سرطان ضد

وروستيو څېړنو ښودلې ده، چې امرود د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. دا خاصيت ممکن په امرودو کې د قوي آنتي اکسیدان د شتون له کبله وي، چې پر سلولونو د آزادو راډيکالانو د اغېز او تأثير مخه نيسي. 
 همدارنګه یوې بلې څېړنې ښودلې ده، چې د امرودو د پاڼو تېل د سرطان له نورو درملو څخه ۴ سلنه ډېر مؤثر دي. په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي. 

 ۶. د ایمني سیستم پیاوړتيا

په بدن کې د ويټامين سي کموالی ددې سبب کېږي، چې انسان په اسانۍ سره پر ناروغيو اخته شي. امرود په پراخه کچه ويټامين C لري، چې کولای شي ستاسو د بدن ايمني سیستم  قوي کړي. 
 دا هم ثابته شوې، چې امرود د میکروب ضد خاصیت لري. دا په دې معنا ده، چې امرود کولای شي تاسو د میکروبونو پر وړاندې مقاوم ساتي.

 ۷. د مغزو روغتيا

د امرودو له بې مثاله ځانګړنو څخه یو هم د پراخه ويټامينونو شتون دی. دغه مېوه د نورو ګڼو ويټامينونو ترڅنګ د B6, B,  او B3 ويټامينونه هم لري، چې د مغزو لپاره خورا ګټور دي.

Related Articles

Jan 13, 2021
2,235 views

د خدای ج کور،او زما د سترګو لېدلی حال!

ما له همدې ځایه د بریا لپاره ګامونه راوخېستل د څلورم سمستر د ازموینې وروستۍ ورځ وه، ژورنالیزم د برخې اساسي مضمون خبرې ژانرونو ازموینه مې درلوده سحر وخته چې کله د خپل پوهنځي مخې ته ورسېدم د ټولو په شوندو مسکا خپروه وه. صنف ته لاړم چې د سترګو رپ سره ا...

Dec 23, 2022
5,278 views

کونړ ولايت

د کونړ ولایت (انگرېزي: kunar) د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیځه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له گاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منځۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارگوټى دی. کونړ دپخوانيو مٶرخانو په آثارو کي کنړ، کنير، کهويس (Khoes)،...

May 16, 2021
2,561 views

سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري. ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,965 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...