د رحمان بابا یو بیت؛ تفسیر او شننه

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 19, 2020
5 years ago
4,172 views
د رحمان بابا یو بیت؛ تفسیر او شننه

ليکوال: عبدالغفور لېوال

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
 که خزان راباندې راشي که بهار
 یو شمېر خلکو د رحمان بابا له دغه بیت څخه د لټۍ(عطالت)، جمود، سکون، ځای پرځای پاتېدا او بې هڅې و زیاره ژوند تېرولو مانا اخیستې ده، حال دا چې دا بیت  د دې ټولو پرخلاف د خوځندوالي، ودې، پرمختګ، ښکلا، هڅې و زیار، ګټورتیا او تولید ماناوې ښندي.
 زما پوه دوست، ولسي مخور او د ادبیاتو مینه وال وکیل صاحب نادرخان کټوازي هم د بیت اصلي مانا او د ځینو خلکو سرسري مانااخیستنې حیران کړی او داسې پوښتنه یې کړې وه:
 "درحمان بابا دغزل دغه بیت په شک کي اچولی یم:
 لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
 که خزان را باندي راشي که بهار
 يانې انسان بايد له وخت او حالاتو سره هيڅ تغير ونکړي که څنګه؟"
 ما له درانه کټوازي صاحب سره ژمنه وکړه، چې د دې بیت تفسیر به لیکم. دا کرښې همدغې ژمنې ته د وفا کولو هڅه ده.
 رحمان بابا په خپل دغه بیت کې د شاعر (زه)، چې په ادبي سنت کې د انسان او انساني ټولنې استازولي کوي، له ونې سره تشبیه کړی دی. دا تشبیه خورا په زړه پورې ده، ځکه (ونه) د ژوند، ودې، ګټورتیا، ثمر، تولید او ښکلا لپاره د ګڼو تداعي ګانو خاونده سېمبولیکه مفهومي ټولګه ده.
 د ونې لومړی ماهیت (ژوند) دی. رحمان بابا که یوازې ځای پرځای پاتېدا او جمود و سکون د انسان لپاره غوره ګڼلای نو باید ویلي یې وای:
 -
 لکه غر تل مستقیم پر خپل مکان یم
 که خزان راباندې راشي که بهار

 څه فکر کوئ، د تشبیه د یادو وجهو لپاره تر ونې غر هم کلک، ولاړ، ساکن، مقاوم او ستر نه دی؟  دی.
 خو غر (یوازې د بېروحه ډبرو د یوې ټولګې په توګه) ژوند نه لري. رحمان بابا د ژوند شاعر دی او له ونې سره د (زه) په تشبیه کولو کې د (ژوند) ماهیت او اصل ته پام کوي.
 ونه د (ونې) په ماهیت کې مطرح ده، چې اول یو کوشنی زړی وي، په خاورو کې رازرغون شي. هوا، لمروړانګې، خواړه او اوبه پروسس کړي، وده وکړي، لښته شي، بیا څانګې وکړي او نیالګی شي، روسته ځوانه شي او بیا ګوره او سمسوره ونه ترې جوړه شي.
 دلته د ونې دوهم  ماهیت  وینو، چې هغه (وده) ده. انسان باید وده وکړي. ستر شي. خپل ماهیت په خپله وټاکي، چې یوازې سیوری کوي؟ اېکولوژۍ ته ګټه رسوي، ښکلا ښندي، که مېوه – دانه هم تولیدوي؟
 د (ونې) درېیم ماهیت ګټورتیا ده. د ګټورتیا  Utilitarianism د فیلوسوفي لوی مفکر جان سـتوارټ مېل (John Stuart Mill) ویل : "د انسان لپاره تر دې لویه خوښي بله نه شته، که پوه شي، د داسې ځواک خاوند دی، چې ګټه یې نورو ته رسېدلای شي. "
 رحمان بابا د همدغه باور له مخې (زه) یا انسان له ونې سره تشبیه کړی دی. ونه د اُکسیجن د تولید او سمسورتیا له برکته اېکولوژیکه ګټه لري، ښکلا یې اېستېتیکه ګټه ده، سیوری او میوه یې هم تولیدي ګټه.
 که د بیولوژۍ او طبیعت پوهنې له اړخه یې وڅېړو ګڼې نورې ګټې هم لري. زموږ عارف شاعر غواړي ووايي، چې انسان باید  د ونې په شان ګټور وي.
 د ونې بل ماهیت (استقامت) دی.  لکه ونه (مستقیم) په خپل مکان یم. ونه د خپل ذات ( ونه توب = درخت بودن) په وجودي  پېژاند کې دننه استقامت لري. یعنې د ټولو طبیعي ستونزو په وړاندې مقاومت کوي، خو خپله وده، ګټورتیا او ژوند ته دوام ورکوي. ونه له خپل وجودي ماهیت بهر په بل څه بدلېدلای نه شي. یعنې نه څاروي غوندې پر لار تللی شي، نه مارغه غوندي الوتلای او نه هم کب غوندې لمبلی شي. ونه ونه ده.
 انسان هم د خپل انساني هویت په دننه کې خپل وجودي ماهیت ټاکي، چې ګټور او ښه انسان وي، که شریر او مضر. خو انسان له ځان څخه کربوړی یا اوښ جوړولای نه شي. د انسان وده، هڅه، زیار، پرمختګ په دې پورې اړه لري، چې ښه او ګټور (انسان ) شي، نه کوم ځواکمن اوښ یا ښکلی تاووس.
 د جبر او اختیار د اوږدې دیالیکتیکي شخړې او ټکر یو سېنتېز هم دا دی، چې انسان د خپل وجودي – حضوري هویت په دننه کې خپلواک او مختار دی. انسان د انسان په توګه د خپل ماهیت په ټاکنه مسئول دی او بس.
 ونه په زمکه کې ریښې کوي، همدا ریښې یې د استقامت او ولاړتیا تضمین کوي. انسان هم دغسې ریښو ته اړ دی. دا ریښې د (مانا)، (باور) او (هیلو) ریښې دي. انسان کله چې یوه بشپړ باور ته ورسېد، نو باید پرې ټینګ شي. هیلې او باور د انسان د ژوند د تداوم ریښې دي او که نه د ژوند پوچي، بې مانا توب، نهیلي او تیاره لرلید د مرګ لومړی منزل وګڼه، بیا خو انسان د ژوندي پاتېدا لپاره هيڅ دلیل نه لري.
 له دې اړخه هم د رحمان بابا تشبیه خورا نادره او ښکلې ده.
 رحمان بابا ولې داسې نه دي فرمایلي؟
 -
 لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
 که توپان راباندې راشي که برېښنا
 -
 برېښنا (صاعقه) ونې سیزې او توپان یې له ریښو راباسي. که ونې ته ګواښ پېښیږي، نو له دې څيزونو پېښیږي، خزان و بهار خو یې د ژوند دوه داسې پړاوونه دي، چې ونه یې له برکته خپل ژوند نوی کوي. رحمان بابا بل فکر لري او هغه دا چې: انسان باید له هر بهار سره نوی شي، لا پسې وده وکړي بیا بیا ثمر او تولید ته ځان چمتو کړي ، زړې او ورستې پاڼې ورژوي او نوې پاڼې راشنې کړي. د وخت له تېرېدو سره خپله ښکلا تازه کړي، نوې نوې غوټۍ وسپړي، نوي ګلان وغوړوي او خپلې زړې (پاڼې) د وخت له زړو بادونو سره هېرې کړي. د مني سختي په دې هیله وزغمي، چې نوی پسرلی به راځي او ونه یا د شاعر (زه ) به یو نوی، ښکلی او ګټور ژوند پیلوي.
 د دې ټولو دلایلو له مخې د یاد بیت اصلي مانا دا ده، چې انسان باید د خپل وجودي اختیار په دننه کې هڅه، هیله، مانا، وده، ښکلا، ګټورتیا، تولید، نوي کېدل، مثبت بدلون، بیا بیا راپاڅېدل، زغم، ریښه یي باور او ولاړتیا ولري، چې ایله د دې ټولو صفتونو تر راخپلولو روسته د ریښتیني او ښکلي (ژوند) خاوند و ګڼل شي.

Related Articles

Mar 12, 2022
1,395 views

د افغان داستاني ادبياتو منځپانګه

  لیکنه: وقار ابراهیمي عموماً د هر ټولنې ادبیات یوازې او ټول مسایل یې د فکري ځواک په بنسټ نه رامنځ ته کېږي، د طبیعت داسې ډېر اړخونه شته چې د ځآنګړې پاملرنې وړ ګرځي او انسان دې ته هڅوي تر څو د قلم څوکه د طبیعت په دې ځانګړینو په مثبت او منفي ډول وخوځ...

Jul 29, 2020
3,535 views

شمالي کوريا څه ډول يو خطرناک او جالب هېواد دی؟!

• د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، ( د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا) او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک...

Sep 17, 2023
1,611 views

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to a...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,494 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...