د ملګرو په انتخاب کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 13, 2020
5 years ago
4,582 views
د ملګرو په انتخاب کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

دا چې انسان ټولنيز موجود دی نو تل له نورو سره اړيکو ته اړتيا لري. په دې ډله کې ملګري هم له يوه ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي. موږ او تاسو ټول له کورنۍ او خپلوانو وروسته، اړ یو چې له ځينو ملګرو سره هم اړيکې لرو. خو د ملګرو په ارزښت او د هغوی په ټاکلو کې د مهمو ټکو په اړه ډېر کم خلک پوهېږي. موږ دا لیکنه همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

 ملګري او پرمختګ

آيا پوهېږئ، چې څو کاله وروسته به په کوم موقف کې یئ!؟ ممکن تاسو و نه پوهېږئ، مګر دا ډېره آسانه خبره ده. یوازې خپل ملګري وګورئ، که ملګري مو ښه خلک وي تاسو به څو کاله وروسته خپل هدف ته رسېدلي یئ، خو که خبره برعکس وي او دوستان مو بد خلک وي نو پرته له شکه به په بد وضيعت کې ژوند کوئ. اوس پوښتنه دا ده، چې د کومو ځانګړنو درلودونکي خلک باید خپل ملګري وټاکو!؟ همدې پوښتنې ته مفصل ځواب درکوو. 

 لومړی ـ عیبونه

کوښښ وکړئ داسې ملګري وټاکئ، چې عیبونه مو برسېره کوي. البته په دې شرط، چې عیبونه مو باید تاسو ته ووايي، که برعکس ستاسو عیب نورو ته وايي له داسې خلکو ځان وساتئ. دا ډول خلک ستاسو شخصیت ننګوي او د نورو پر وړاندې مو سپک معرفي کوي. 
 موږ پښتانه متل کوو، چې "خپل عیب د ولو منځ د بل عیب د کلو منځ." رښتيا هم همداسې ده. انسان ته خپل عیب په اسانۍ نه معلومېږي. که تاسو نن کوم عیب لرئ او هېڅوک ستاسو عیب درته ښکاره نه کړي، نو څو کاله وروسته به مو دا عیب په عادت بدل شوی وي. تاسو ته دا بد عادت سم او مناسب کار ښکاري. مګر که ښه ملګري ولرئ او تاسو ته خپل عیب وښيي ډېر ژر به یې اصلاح کړئ. په دې ډول تاسو خپل ژوند کې له عیبونو پاک کېږئ او ډېر ژر د ټولنې منلي اشخاص جوړېدای شئ.

 دویم ـ تشویق

که تاسو د ژوند په اوږدو کې ځينې کوچنۍ لاسته راوړنې لرئ، باید وستایل شئ. په دې توګه تاسو لا ډېره انرژي پيدا کوئ او لا زیاته هڅه کوئ. په افغانستان کې ډېری خلک دا کړنه نه ترسره کوي، بلکې ځينې وخت آن ستاسو د بریاوو پر وړاندې خنډ ګرځي او کينه هم کوي. یوه خبره باید تاسو هم درک کړئ. که د ښه ملګري دعوه کوئ باید خپل ملګري تل تشویق کړئ تر څو ستاسو د هڅوونې په پايله کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
 د هڅوونې بله ګټه دا ده، چې تاسو فکر کوئ ارزښتمن یئ او ملګري مو خوشحاله دي. کله چې تاسو ځانته په ټولنه کې د یوه ارزښتمن شخص په توګه قایل شوئ، په ټولنيز ژوند کې مو بریا حتمي کېږي. 

 درېيم ـ مشترک ارزښتونه

که څه هم فکري اختلاف له ډېرو اړخونو د انسان په فکري پياوړتيا کې مرسته کوي، مګر په ټوليزه توګه دا غوره ده، چې ګډ ارزښتونه ولرئ. که ستاسو ارزښتونه شریک وي نو ملګرتيا به مو تلپاتې وي. زموږ له ګډو ارزښتونو څخه هدف ستاسو هغه باورنه دي، چې تاسو ورته تل په ارزښت قايل یئ. دلته اساسي خبره دا ده، که تاسو داسې ملګري وټاکئ چې ارزښتونه مو سره په ټکر کې وي، تل به خپل ملګري له لاسه ورکوئ او ناهيلي به اوسئ.
 خو که بیا هم ستاسو کوم ملګری په ارزښتونو کې له تاسو متفاوت وي، کوښښ وکړئ د هغه باورونو ته درنښت ولرئ، په دې توګه د خپلو ارزښتونو درناوی هم وساتئ. 

 څلورم ـ ګډې موخې

په چارو کې د مشورې لپاره ملګري تر ټولو غوره ټاکنه ده. که ستاسو موخه مشترکه وي نو ډېر ژر به خپله موخه ترلاسه کړئ. ومنئ چې "له یو لاس څخه ټک نه خېژي." که موخې ته د رسېدو لپاره پر یوې طرحې فکر کوئ نو ستاسو د ملګرو مختلفې نظریې به له تاسو سره د یوې عالي طرحې په جوړولو کې مرسته وکړي.
 دا یو حقیقت دی، چې ستاسو ملګری تاسو تر ټولو ښه پېژندلی شي. که موخه مو ګډه وي، دواړه به ډېره هڅه کوئ او نوې تګلارې به سنجوئ.

 پنځم ـ نېک انسانان

تر ډېره باید هڅه وکړئ، چې نېک خلک خپل ملګري وټاکئ. د انسان په کړو ـ وړو کې د ملګرو اغېز بېخي معلوم او ثابت دي. نو مهمه خبره ده، چې ښه خلک خپل ملګري وټاکئ تر څو تاسو هم ورسره مثبت بدلون وکړئ.
 که ستاسو ملګري نشه کوي، باید پوه شئ، چې تاسو هم څه موده وروسته نشه یي کېږئ. په دې هکله باید قاطع دريځ ولرئ. له هر چا سره تر ملګرتيا وړاندې باید لومړی د مقابل لوري ټول خصلتونه وڅېړئ او بیا پرېکړه وکړئ. 

Related Articles

Dec 12, 2021
2,561 views

خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

هر انسان په خپل ژوند کې ګڼ شمېر هیلې او آرمانونه لري. چې غواړي ورته رسېږي، همدوی دې آرمانونو ته په نیکه سترګه ګوري، او وایې چې زموږ د ژوند سوکالۍ او پرمختګ په همدې هیلو کې نغښتې دي، د ځینو هیلې او آرمانونه متاسفانه یوازې فکرونه او خیالونه پاتې کېږي ا...

Dec 20, 2022
2,791 views

انګلیسي ټولې زمانې تشریح پښتو English All Tenses

Simple Present Tense    Shows an action which happens repeatedly, habitually or general fact. ساده حاضره زمانه: داسې عمل ښایي کوم چې باربار واقع شي، عادتی عمل وي یا عام حقیقت وي. Structure: Sub+verb+(S,es,ies)+com Example:  Positive: He swim in...

Jan 04, 2022
2,247 views

د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ژمي په سړه هوا کې به فکر کوئ، چې تاسو په یوه یخه سیمه کې ژوند کوئ؛ خو که ددې ځایونو په اړه پوه شئ، پخپلې سیمې به شکر وباسئ. تاسو به په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو یخو سیمې وپېژنئ.   یخې سیمې   په یاد ولرئ، چې په نړۍ کې تر دې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,043 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...