تر هر څه لومړی تاسو باید پوه اوسئ، چې سیګرټ ستاسو روغتيا په لوړه کچه ننګوي. د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ مو د سرطان په څېر له خطرناکو ناروغيو سره هم مخ کولای شي. مګر له دې ټولو تاوانونو سره ـ سره بیا هم ځينې خلک سيګرټ څکوي. په داسې حال کې چې دوی غواړي سیګرټ پرېږدي، مګر له ډېرو هڅو وروسته هم په دې کار نه دي بریالي شوي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، ځينو ټکو ته اشاره ولرو. لیکنه تر پايه ولولئ او له خپلو هغو ملګرو سره یې هم شریک کړئ، چې سیګرت څکوي.
لومړی ـ اراده
له هر څه وړاندې باید تاسو د سیګرټ پرېښودلو اراده وکړئ. کله چې تاسو د کوم کار اراده نه لرئ، نو کول یې ډېر ستونزمن وي. په دې مرحله کې تاسو کولای شئ له ځينو تګلارو ګټه واخلئ تر څو اراده مو پياوړې شي. مثلا کوښښ وکړئ د سیګرټ د زیانونو په اړه له خلکو او روغتياپالانو وپوښنئ او يا یې هم په انټرنيټ کې یې ولټوئ. په دې توګه به تاسو د سیګرټ زیانونه لا ښه درک کړئ او د پرېښودلو اراده به مو پياوړې شي.
دویم ـ نېټه ټاکل
کوښښ وکړئ، د سیګرټ پرېښودلو لپاره نېټه وټاکئ. البته دا نېټه باید بیا حتمي شي او هېڅ ځنډ ته په کې ځای مه ورکوئ. ددې کار یوه ګټه دا ده، چې تر یادې نېټې به تاسو ډېر وخت ولرئ تر څو د سیګرټ د زیانونو په اړه لا ډېره پلټنه وکړئ. همدارنګه کله چې تاسو وايئ "سیګرټ پرېږدم"، مګر نېټه مو ورته نه وي معلومه کړې نو هره ورځ به وايئ "سبا یې پرېږدم!" یا دا ډبی "خلاص شي پرېږدم!" مګر بیا به هم دوام ورکوئ. پر دې اساس دا توصیه کېږي، چې د یوه مهالوېش مطابق باید سیګرټ پرېږدئ.
درېيم ـ پيل
په درېيم قدم کې تاسو اړ یئ چې سیګرټ ته "نه" ووايئ. په دې معنی چې په ټاکلي ورځ باید د سیګرټو ډبی او اورلګيد خطا کړئ. د کار پيل د کار ۵۰% بشپړېدو په معنا ده. که تاسو پيل وکړ، يعنې سیګرټ څکول مو ۵۰% پرېښود. د پيل په وخت کې باید له خپل ځان او خدای سره کلکه ژمنه وکړئ، چې نور به هېڅکله سیګرت نه څکوئ.
څلورم ـ پر ځان باور ولرئ!
ځينې خلک پر سیګرټو ډېر روږدې نه وي، خو دا چې پر ځان باور نه لري نو ددې وژونکي مادې څکلو ته دوام ورکوي. تاسو باید په دې باور و اوسئ چې هر کار کولای شئ. د "نه شم کولای." جملې پر ځای د "کولای شم." الفاظ وکاروئ. داسې خلک هم شته چې ۲۰ کاله مسلسل یې سیګرت څکلي دي خو بیا هم بریالي شوي، چې دا عمل پرېږدي. نو که تاسو پر ځان باور ولرئ، سیګرټ حتمن پرېښودلای شئ.
پنځم ـ مشغولتیا
د سیګرټ له پرېښودلو وروسته کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتئ. کله چې تاسو اوزګار یئ، ستاسو فکر به راسا سیګرټو ته ځي او په داسې وخت کې ډېر امکان شته، چې تاسو یاده نشه بیا په تدریجي توګه پيل کړئ. مګر که تاسو بوخت یئ، تر ډېره ددې امکان نه وي، چې تاسو دې بیا دغه بد عمل پيل کړئ. د بوختيا لپاره ورزش ښه وړانديز کېدلای شئ. کله چې یواځي کېږئ، نو کوښښ وکړئ په خپله کوټه او یا هم په بل مناسب ځای کې مو اندامونو ته حرکت ورکړئ.
شپږم ـ له نشه يي ملګرو لرې والی
ځينې خلک مياشتې ـ مياشتې دغه عمل پرېږدي، مګر په یوه ورځ کې هر څه ګډوډ شي. په کومه ورځ چې دوی له خپلو هغو ملګرو سره وخت تېر کړي، چې سیګرټ څکوي، نو ډېر ژر یې زړه کېږي او د بیا پيل بنسټ ږدي. که تاسو سيګرټ پرېښود کوښښ وکړئ له سیګرټي ملګرو لرې اوسئ.
Related Articles
حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري
ژباړه: شکېبا نادري حکایت هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، ک...
طالبانو ورونو ته د اشرف غنی په اړه
حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!د افغانستان حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اقتصاد پروفيسر او د دوه دکتورا لرونکی چالاکه او هوښيار انسان وه! ډاکټر غني د نړيوالو خلاف خپل ملي ځواک ته پټ امر کړی و، چې د طال...
اورېدل او ویل
اورېدل تر ویلو ډېر اړین دي. که داسې نه وي؛ نو خدای (ج) به یوه خوله او دوه غوږونه نه راکولای؛ هڅه مو باید دا وي چې لږې خبرې وکړئ ځکه ډېرې خبرې کول د انسان قدر کموي، نو باید خبرې مو تر اورېدو کمې وي او تل دا هڅه وکړئ چې کوم ځای کې مو چې خبرې کولو ته اړ...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...