د بریالیتوب رازونه!

Y
Yasir Takal
Author
Dec 09, 2020
5 years ago
3,059 views
د بریالیتوب رازونه!

هر څوک غواړي بریالې اوسې، دا ډیره ښه او عالې هیله ده، دغه هیلي ته رسیدل کوم نابغه توب، جادو، منتر یا معجزه نه غواړي، یوازې یو څه زحمت او د یو څو ساده کارونو ترسره کول غواړي.

دلته په څو هغه لارو چارو غږیږو که عملې شي د بریالیتوب تضمین مو کیدلی شې:

ویره او ډار له زړه وباسئ؛ یو عالم وایې" کله چي د ممکن په معني وپوهیدم نو پوه شوم چي ناممکن هیڅ معني نه لري" نو که کله په ژوند کي له ډیرو سختو کارونو سره مخ شئ، هیڅکله داسې مه وایې چې دا کار سخت دی یا کیدل یې ناممکن دي، یا زه یې نشم کولای.

ارادې قوي وساتئ:که غواړئ، چې په ژوند کې بریالي اوسئ، نو تل پر ځان باوري اوسئ او خپل هوډ کلک وساتئ. کوم څه چې تیر شوي د هغه په اړه فکر مه کوئ، تیر هیر کړﺉ او د نوي ژوند په اړه فکر وکړئ.

نن هغه کار وکړئ چی مهم دی: تاسو ته به ډیر کوچني کارونه پراته وي، خو کوچني کارونو لپاره کم وخت ورکړئ او په بېړه یې ترسره کړئ تر څو وخت مو زېرمه شې. مهم یعنی؛ چی سبا نه تکراریږي او همدا نن یی ورځ وي. نو هغه کار نن وکړئ چی سبا ورته لاسرسی نه کیږی.

خپلې غلطۍ ومنئ: هیڅکله نور د خپلو ماتو په خاطر مه ملامتوئ. بلکې پر نورو دملامتیا اچولو پر ځای فکر وکړئ چې څه ډول کولای شئ ترسره يې کړئ. عادي انسانان تل هڅه کوي خپل مسولیت د نورو په اوږو ور واچوي اما بریالي کسان تل د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخلي. لاندي منفي شیان له ځانه لري کړئ:

- په خپل ځان شک مه کوئ 
- منفي فکرونه شاته وغورځوي
- د ناکامۍ ویره مو له ذهنه وباسئ 
- په نورو انتقاد کول کم کړئ
- کارونو ته نن او سبا کول او د هغو ځنډول پریږدئ 
- برياليتوب ته اندیښنه کول پریږدئ او پر ځای یې د بریا لپاره مبارزه وکړئ 
- د ناکامۍ په اړه اندیښنه مه کوئ؛ بلکې د هغه فرصتونو په اړه اندیښنه وکړئ چې له لاسه مو ورکړل او یوځلې مو هم د هغو د ترسره کولو هڅه هم ونه کړه.

لومړنئ ماتې مو د دوهم ځل لپاره فرصت وګڼئ: که په لومړي ځل پاتي راغلئ نو مه ناهیلي کیږئ ځکه لومړنئ ماتې د دوهم ځلې پیل لپاره ښه فرصت دی، دا ځل یې ښه په هوښیارئ پیل کړئ، دلومړئ ماتې تر ټولو غوره ټکی دا دی چې دا ځل موږ تر لومړي ځل په خلاصو سترګو پرېکړه کوو او لوری ټاکو. له ماتې وروسته باید موږ تیار اوسو او د هغو درسونو له مخې حرکت وکړو، چې له ماتې څخه مو زده کړي دي. کله،کله خپله لاره بدله کړئ: ډیر شمیر کسان فکر کوی په هغه لار چې مخکې پرې روان و د بریا لپاره یواځینئ ده، او پرته له دې لارې نه شي کولای خپلو هدفونو ته ځان ورسوي. مګر بریالي خلک تر ډيره دا ډول نه دي او دوی نړۍ په هماغه بڼه چې ده مني یې. دوی ټول هغه بدلونونه چې مخې ته یې راځې قبلوي او له ټولو شته امکاناتو د خپلې بریا لپاره استفاده کوي. دا هم سمه ده چې بدلون باید په دوامداره او هر اړخیزه توګه نه وي، خو مه هیروئ چې بدلون او انعطاف د بریا کلي ده.

خپل هدفونه معلوم کړئ: تاسې چې په هر ځای او هره برخه کي کار کوئ حتمي ده چي خپل اهداف وټاکئ، ځکه بې هدفه کسان مجبور دي چې د تل لپاره د هدف لرونکو کسانو لپاره کار وکړي. دسترو هدفونو ترڅنګ وړي موخې هم وټاکئ که چېرته لوړو هدفونو ته ونه رسیدئ نو وړوکي خو به ترلاسه کړئ.

د بریا لپاره په ذهن کي تصورات جوړ کړئ: تاسو چې هر ډول فکر کوئ، په حقه یاست له ډیره وخته دا تصور عام شوی چې ټولې بریاوې په اصل کې له ذهنه پیلېږي. په عمومي ډول دغه تصور اوس په یو واقیعت بدل شوی چې بریا او ماتې دواړه لومړی زموږ په ذهن کې جوړښت مومي، ان تر هغه مخکې چې پر واقعیت بدل شي. په دي اړه افلاطون ویلي: «هر شی دوه ځله خلق کېږي. یو ځل په ذهن کې او بل ځل له ذهنه د باندې. نو د بریالي حرکت لپاره لومړۍ موخه باید دا وي چې له ذهني اړخه باید ورته د یوه بریالي حرکت په سترګه وکتل شي. هغه مسیر په خپل ذهن کې ترسیم کړئ. دغه کار به درته د مثبتې پایلې ضمانت وکړي».

بهانه مه کوئ: بهانه کول ځان ته په یو قسم دوکه ورکول او په خپله د خپل ځان تیریستل دي. دا عات لري کړئ ځکه دا عادت د بریالتوب په وړاندي ستر خنډ دی، کامیاب خلک بهانه نه کوي او نه هم د نورو د ملامتولو کوښښ کوي، بلکي د دي هر څه پر ځای هغوې مسولیت مننونکي وي او د بیځایه بهانو او دلایلو په ځاې، خپلې نیمګړتیاوې درک کوي او د هغې د اصلاح لپاره وسایل لټوي.

پوه شئ چې له ژونده څه غواړئ: کله چي وپوهیږئ چي له ژونده څه غواړئ او غواړئ چې په راتلونکې کې څه جوړ شئ، دا کار د بریالیتوب یو راز دی، کله چې دا کار ترسره کړئ په ځان کې نوې او ځواکمنې وړتیاوې پيدا کوئ چې تاسو د بریا په لور رهنمایې کوي.

له ستونزو مه ویریږئ: لیدلي به مو وي هرکله چي قلفونه جوړيږي ورسره یې کیلۍ هم جوړیږي، همدې ته ورته خدای پاک څوک په داسې مشکلاتو کې نه ایساروي، چې حل لاره ونه لري؛ فقط دومره ده چي چې صبر ولرو تر څو حل لاره یې پیدا کړو.

د خپل قوت او کمزورتیا ټکې وپیژنئ: هر څوک د خپل ځان قوي او کمزورې نقطې پیژني او دا هغه څه دي چې د چا په استعداد او یا سخت کار او مطالعې پورې اړه نه لري. ځکه هیڅوک هم بشپړ او کامل نه وي. پوه او هوښیار خلک کولای شي، خپل کمزوري ټکي مشخص کړي او په ډیره آسانۍ سره یې د خپل ځان د قوت په توګه راښکاره کړي. نو باید خپل کمزوري ټکي مو د خجالت لامل ونه ګرځي، بلکې ځینې وختونه کمزوري ټکي د قوت له ټکو سره همکاري کوي. له پورته ذکر شوو لارو پرته نوري هم ډیري لارې، چارې شته،که په سمه توګه عملي شي؛ د بریالتوب هیله مو په حقیقت بدلولی شې.!

Related Articles

Dec 19, 2020
2,000 views

دریافت خبر های غیر عادی

دریافت خبر های غیر عادی مصطفی عمرزی در افغانستان ما که دریافت خبر های جنگ، بحران و سیاستگذاری های دوستان خارجی، تقریباً به تکرار و عادت رسیده اند، پخش خبر های تفریحی «مخصوص»، بسیار ناخوش نیست. تنوع چنین خبر هایی  که «دیگر چه گپ هاست؟»، ما را در شنا...

Jul 08, 2020
2,979 views

تاريخ څه ته وايې؟

تاريخ څه ته وايې؟د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي. په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خ...

Jun 09, 2023
1,071 views

سړکونو د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې

#د_سړکونو_د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې او لنډ معلومات! لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی له دې څوک انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، تجارتي پرمختګ کې د سړکونو جوړښت او شتون ځغرده رول لري.تر ټولو ډیر لیږد رالیږد هم د سړکو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...