په ژوند کې د بریالیتوب تګلاره

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 08, 2020
5 years ago
5,777 views
په ژوند کې د بریالیتوب تګلاره

موږ ټول هيله لرو، چې بریالي اوسو مګر ډېر کم خلک د بریالیتوب په معنی ځان پوهوي او د بریا لپاره هڅې کوي. باید ووایم یو له هغو خلکو څخه چې د کاميابۍ په لټه کې دي، تاسو هم یئ. ځکه چې تاسو دا لیکنه د همدې موخې لپاره لولئ، تر څو پوه شئ، چې څنګه د بریاليتوب پر لورې حرکت وکړئ. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د بریالیتوب لارې چارې در وښيو. 

 بریاليتوب یعنې څه؟
 دا یو حقیقت دی، چې په ټولنيزو موضوعاتو کې یو واحد تعریف نه شي وړاندې کېدلای، ځکه چې موږ او تاسو مختلف لیدلوري لرو. هر څوک له خپل نظره تعریف وړاندې کوي. خو په ټوله کې ویلی شو، چې خپلې موخې ته رسېدل بریا ده. هر څوک چې خپله موخه ترلاسه کړي، بریالي ګڼل کېږي. که تاسو غواړئ، چې موټر واخلئ او موټر مو واخيست همدا ستاسو بریا ده او بریالیتوب ته ورسېدئ. دا چې زموږ موخې او اهداف سره توپير لري نو بریا مو هم متفاوته ده. اوس به پر دې وغږېږو، چې څنګه بریالیتوبونه ترلاسه کولای شو.

لومړی ـ هدف وټاکئ

 لکه څنګه چې مو پورته وویل، خپلې موخې ته رسېدل بریا ده نو باید چې یوه موخه ولرو. تاسو پوه اوسئ، چې ځينې خلک بې موخې ژوند کوي. داسې خلک له ژونده بې زاره کېږي او ژوند ورته هسې عبث ښکاري. تاسو باید له دې دایرې ووځئ، موخه لرونکي کسان شئ. ددې لپاره، چې لا ډاډ ترلاسه کړئ، لومړی کوچنۍ موخې وټاکئ. مثلا تاسو ووایئ چې نن یوه نوې خبره زده کوم، همداسې وکړئ. پر یوې نوې موضوع ځان وپوهوئ. په دې سره به تاسو پر ځان باور ترلاسه کړئ. په بله ورځ له ده یو لوی هدف وټاکئ او هغه هم ترلاسه کړئ. په وروستيو کې د خپل ژوند لپاره یو هدف وټاکئ او د هدف ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړئ.

 دویم ـ پلان جوړ کړئ
 اکثره خلک بریالیتوب پېژني، موخې هم لري مګر د منظم او مناسب پلان نشتون یې هر څه ور خرابوي. تاسو باید آګاه اوسئ، چې پرته له پلانه خپلې موخې ته رسېدل ستونزمن او يا هم بېخي نا ممکن وي. تاسو کولای شئ د لویو اهدافو ترلاسه کولو لپاره خپل پلان ولیکئ، خو که هدف مو کوچنی وي، نو کولای شئ تګلاره په خپل ذهن کې وساتئ او له خپل پلان سره سم اقدامات ترسره کړئ. همدارنګه د پلان پر مهال ډېره مهمه خبره د بدیلې لارې ده. یعنې کله، چې تاسو پلان جوړوئ د احتمالي ناکامۍ لپاره هم باید یوه تګلاره ولرئ. 

 درېيم ـ پيل وکړئ
 پوهان وايي، کله چې تاسو کار پيلوئ په دې معنی چې هغه کار مو ۵۰% بشپړ کړئ. رښتيا هم همداسې ده. د هر کار له پيلولو وړاندې موږ ته هغه کار ستونزمن ښکاري مګر کله چې پيل کوو، وينو، چې موږ په ناسمه وو. 
 کله چې تاسو پلان جوړ کړ، یوازې یو بل قدم ته ضرورت لرئ، چې هغه د کار پيل دی. د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره باید ځان ته ډېر ډاډ ورکړئ. تل وايئ چې "زۀ کولای شم." د پيل پر مهال باید په دې ډاډه اوسئ، چې تاسو ۱۰۰% بریالي کېږئ. همدارنګه دا هم مه هېروئ، چې پيل د نيمايي کار د بشپړولو په معنا ده. 
 نو که تاسو په داسې یوه مرحله کې یئ، چې هدف او پلان مو شته، همدا یې ښه موقع ده. همدا اوس یې پيل کړئ. 

 څلورم ـ بیا، بیا هڅه وکړئ
 د بریاليو خلکو یو مهم راز دا دی، چې هغوی هېڅکله هم له خپلې موخې نه ګرځي. بیا بیا هڅه کوي او خپل هدف ترلاسه کوي. نو تاسو هم باید هېڅکله ماتې و نه منئ. 
 که تاسو په لومړي ځل بریالي نه شوئ، له خپلې موخئ مه ګرځئ. یو بل پلان جوړ کړئ او بیا پيل وکړئ. که بیا هم ناکام شوئ، مه وېرېږئ. بیا نوی پيل وکړئ. اخر به هم خپل هدف ترلاسه کوئ. 

 د پای خبرې
 اوس نو باید ووایم، چې د بریالیتوب کيلي ستاسو په لاس کې ده. همدا اوس خپله موخه/ موخې وټاکئ. په دویم قدم کې پلان ورته جوړ کړئ. نور نو يوازې پيل پاتې دی. بریا ستاسو ده، خو په دې شرط چې ماتې و نه منئ.

Related Articles

Jul 16, 2020
8,400 views

ملا درد، عوامل او مخنيوی

د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي. ډ...

Jun 25, 2021
6,442 views

د وینې کمښت (کم خونی) وپېژنئ!

په نړۍ کې بېلابېلې ناروغۍ شته، چې انسانان ځوروي. هره ناروغي ځانته خپل علایم او درمل لري. یو له هغو ناروغيو، چې په اوس وخت کې ډېر تر سترګو کېږي، د وینې کمښت (کم خوني) ده. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ! د وینې کمښت د...

Jan 16, 2021
4,315 views

کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟

کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,792 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,153 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,072 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...