To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سردردۍ اسانه درملنه

د سردردۍ اسانه درملنه

په اوس وخت کې سردردي یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې هره ورځ ډېری انسانان ترې ځورېږي. ویلی شو، چې تقریبا موږ ټولو سردردي ليدلې ده، مګر ځينې داسې وګړي هم شته، چې دوامداره سر درد یې حالت ورځ تر بلې خرابوي.
 د سر درد کمه او ډېره کچه زموږ پر ورځنيو چارو اغېز کوي. زموږ کړنې له ستونزو سره مخ او ټکنۍ کوي. سر درد لپاره د طبي درملو ترڅنګ ځينې طبیعې حللارې هم شته، چې له سر درده پرې خلاصېدای شو. په دې لیکنه کې پر همدې حللارو غږېږو.

 لومړی ـ اوبه وڅښئ

په بدن کې د اوبو کمښت د سر درد یو عمده دلیل کېدای شی. څېړني ښيي، چې په بدن کې د اوبو دوامداره کمښت د سر درد سبب کېږي. 
 پر همدې اساس هغوی چې سر درد لري، باید هڅه وکړي، چې ډېرې اوبه وڅښي. په دې توګه ستاسو سر درد له ۳۰ دقيقو نيولې تر درېيو ساعتونو ښه کېږي. همدارنګه په بدن کې د اوبو کمښت ستاسو د تمرکز قوت کمزوی کوي. نو هڅه وکړئ چې هره ورځ په کافي اندازه اوبه وڅښئ.

 دویم ـ مګنېزيم ترلاسه کړئ

د بدن د فعالیت لپاره یو له مهمو معدني موادو څخه مګنېزيم دی. دا ماده د نورو ګټو ترڅنګ ستاسو د سردرد په لمنځه وړلو کې هم پوره ګټور ثابتېږي. مطالعات ښيي، چې د مګنېزیم کمښت د انسان په بدن کې سر درد پيدا کوي. نو که ستاسو سر درد د مګنېزيم د کمښت له امله وي، کوښښ وکړئ، مګنيزیم ترلاسه کړئ، چې ډېر ژر روغ شئ.

 درېيم ـ د الکول څښل پرېږدئ

که څه هم د الکولي موادو څښل په ډېری کسانو کې سر درد نه پیدا کوي، مګر بیا هم څېړنو موندلې ده، چې د ځينو خلکو سر درد د الکولو د څښاک له امله وي. که تاسو هم الکول څښئ ډېر ژر ترې لاس واخلئ. 

 څلورم ـ کافي خوب وکړئ

باید پوه اوسئ، چې بې خوبي ستاسو روغيتا له هرې خوا ننګوي. له ډېرو روغتيايي ستونزو سره ـ سره تاسو ته شدید سر درد هم پيدا کولای شي. 
 د یوې څېړنې په ترڅ کې وموندل شوه، چې د خوب کمښت او د سر درد شدت سره مستقیمه اړيکه لري. څومره چې کم خوب کوئ په هماغه اندازه به مو د سر درد زیات وي. هڅه وکړئ خپل خوب ته خاصله پاملرنه وکړئ.
 خو دا مه هېروئ، چې له اندازې ډېر خوب هم د سر درد سبب کېږي. د خوب مناسبه موده له ۷ ساعتونو نېولې تر ۹ ساعتونو ده. 

 پنځم ـ چای/قهوه وڅښئ

په ټوله کې هغه څښاک چې کافین لري د سر درد په ختمولو کې ګټور ثابتېږي. قهوه او چای یې ښې بېلګې دي. 
 همدارنګه که تاسو په تېر کې ډېر کافين کارولي وي او په ناڅاپي توګه یې استعمال کم کړئ، دا هم ستاسو د سردرد سبب کېږي. په لنډه توګه ویلای شو، چې د قهوې او چای په څښلو کې هم افراط مه کوئ. 

 شپږم ـ ورزش وکړئ

بدني فعالیتونه د سر درد ختمولو یوه تر ټولو ساده لاره ده. پر ۹۱ تنو یوه ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په اونۍ کې درې ځلې د "۴۰" دقیقو لپاره د بایسکل چلول ستاسو سر دردي په مکمله توګه ختمولای شي. همدارنګه تاسو کولای شئ د نورو ورزشونو په مرسته هم د خپلې سر دردۍ درملنه وکړئ.

 وروستۍ خبرې

اکثره خلک له مکررې سر دردۍ څخه ستړي دي. له همدې کبله اړينه ده، چې ځينې ساده او طبیعي لارې وپېژنو. خو دا هېڅکله مه هېروئ، چې ځينې وخت ستاسو سر درد طبي درملنې ته هم اړتيا لري. که په پورتنيو تګلارو ستاسو سر درد ښه نه شو، ژر تر ژره ډاګټر ته مراجعه وکړئ او خپله درملنه ترسره کړئ.

Related Articles

ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟   له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ ور سره یوه لنډه مرکه چې په انګلیسي ژبې کې انټرویو(interview) ورته وایي کوي، په دغې مرکې کې داسې پوښتن...

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟ یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي لنډ بحث پر کوم. ډیر ځله ځيني مفاهيم په خورا خوږو جملو کي د غرب د خوا اسلامي اُمت ته ترزيق کیږي، چي...

زړه حمله

د زړه حمله:د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن ورکوي يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ورکوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي.د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...