د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 06, 2020
5 years ago
4,514 views
د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

د خوشحاله خلکو د خوښۍ راز څه دی؟ تاسو به فکر کوئ، چې هغوی ډېرې پیسې لري او هر څه چې یې زړه وغواړي ترلاسه کوي يې. که تاسو په همدې نظر یئ باید پوه شئ چې په غلطه یئ.
 هېڅکله هم مه هېروئ؛ خوښي کوم ځای نه دی، چې څو ورشئ او نه هم کوم څيز دی، چې ترلاسه یې کړئ بلکې خوشحالي یو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ، لیکنه تر پايه ولولئ.

 د خوشحالۍ رازونه
 په یاد ولرئ، چې تاسو د ځينو کوچنيو ګامونو په پورته کولو سره خپل ژوند ته خوښي راوستلای شئ. البته په دې شرط چې دا لارښوونې عادي و نه ګڼئ او په بشپړ ډول يې رعايت کړئ. 

 ۱. شکر ګذار اوسئ 
 د خوشحاله انسانانو یوه ستره ځانګړنه دا ده، چې دوی تل له الله "ج" څخه شکر ګذاره وي. په دې ډول دوی د یو ډول خاص ډاډ او اطمینان احساس کوي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ په هر حالت شکر وکړئ. 

 ۲. مهربان او زړه سواند اوسئ 
 مهرباني او دلسوزي ستاسو د روحيې په پياوړتيا او له ژوند څخه د رضايت په ډېرښت کې مرسته کوي. کوښښ وکړئ تل مهربان اوسئ؛ له خلکو سره په اړيکو او تعاملاتو کې له مهربانۍ کار واخلئ. 

 ۳. ځان پېژندنه
 د ځان پېژندنه له هر څه مهمه ده. تاسو هڅه وکړئ، چې ډېر تمرکز مو په خپلو وړتياوو وي او خپلې وړتياوې درک کړئ. په دې ډول به مو پر ځان بارو لوړ شي او د خپل ځان په اړه به یو مثبت فکر ولرئ. 

 ۴. خپل ځان ته صادق اوسئ 
 خوشحاله خلک پر خپلو ارزښتونو باور لري او په هېڅ ډول له خپل ځان سره ظلم نه کوي. یعنې خوښ انسانان ځان په خيالاتو کې ډوب نه ساتي بلکې واقعي ژوند ته ارزښت ورکوي. 

 ۵. په خپلو لاسته راوړنو ووياړئ 
 مهمه نه ده، چې ستاسو لاسته راوړنه لویه ده یا کوچنۍ. تاسو کولای شئ د خپلې بریا نمانځه وکړئ. ددې کار په پايله کې تاسو د لا ډېر زیار او انرژۍ انګېزه پيدا کوئ.

 ۶. لوبې وکړئ 
 په اوزګار وخت کې د خپلې خوښې لوبه وکړئ. په دې ډول تاسو د ژوند له هرې شېبې د خوند اخیستنې هنر زده کوئ. 

 ۷. ورزش وکړئ 
 ورزش او تمرین په مغزو کې د خوښي پارونکو هورمونونو (سروتونين او دوپامين) د ترشح سبب کېږي. له دې سربېره ورزش ستاسو د صحت تضمين کوي. نو کله چې انسان روغ وي تر ډېره د حوښۍ احساس کوي.

 ۸. قناعت وکړئ
 که تاسو په اقتصادي لحاظ کمزوري یئ، باید هېر نه کړئ چې ځينې خلک خیر غواړي. په دې ډول خپل ځان ته قناعت ورکړئ. دا د خوښۍ ترلاسه کولو یوه بهترینه لاره ده.

 ۹. وخت ته ارزښت ورکړئ
 کوښښ وکړئ خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ. کله چې تاسو خپل وخت بې ځایه تېروئ په دې معنا چې تاسو خپل خفګان ته لاره هواروئ. تل باید خپل وخت ارزښتمن کړئ. د مطالعې، نورو سره د مرستې او ګڼو نورو لارو خپل وخت با ارزښته کولای شئ. 

 ۱۰. ځان له نورو سره مه پرتله کوئ
 اکثره خلک خپله خوښي له همدې کبله ختموي، چې د نورو سره ځان پرتله کوي. دوی تل نورو ته ګوري او د هغوی ژوند ته پسخېږي. که تاسو هم دا عادت لرئ خپله خوښي مو په خپل لاس له منځه وړې ده. تمرکز مو پخپل ژوند وکړئ او هر څه چې لرئ شکر پرې وکړئ.

Related Articles

Aug 11, 2020
3,988 views

د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه...

Mar 06, 2021
3,269 views

څنګه کولای شو چې ځان نه د اندروید (موبایل) پروګرام ليکونکی جوړ کړو؟

سلامونه او احترامات ددې سوال ځواب په څو ټکو او کړنلارې سره وړاندې کوم.   مهم ټکي: 1: هیڅوک هم نړۍ ته پروګرام ليکونکی نه دی راغلی حتما به یې کوښښ کړی وي چې دې کامیابۍ ته رسېدلي. 2: هیڅکله هم ځان نورو سره مه پرتله کوئ. ځکه امکان لري چې یوه ورځ تاسو...

Jul 29, 2020
3,556 views

شمالي کوريا څه ډول يو خطرناک او جالب هېواد دی؟!

• د شمالي کوريا په ټوله خاوره ددې هېواد د دولت له لوري برېښنا د شپې په ۱۱ بجې قطع کېږي ،د شپې لخوا يې هېواد ټول تياره وي ، ( د ځينو دولتي او نظامي ځايونو ماسوا) او سهار بيرته په ۶ بجې برېښنا راځي ؛ د سترو لاسپيکرونو له لارې چې هر ځای نصب شوي دي، خلک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...