د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ

F
Fazelrabani Qazizai
Author
Dec 01, 2020
5 years ago
1,862 views
د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ 

ژباړه فضل رباني قاضي زی

ښځه نه پوهېده چې څه وکړي ... د خاوند خوی یې په بل مخ اوښتی و له دې وړاندې به یې خبر اترې کړې خندل به یې، د کور د ننه به له ماشومانو سره لوبې او مستۍ کړې ولې داسې څه پېښه شوې چې د څو میاشتو رایسې په وړه مسله خوابدی دی او په نورو غوسه کیږي؟ 

هغه زړه سواندی او خوږ ژبی سړی اوس په یو ویرونکي او عصبی مزاجه کس اوښتی. د ښځې چې څه چارې زده وې او په ذهن ورتلې دریغ یې نه کړې ولې حالات بدل نه شول. یوه ورځ یې ذهن ته راغلل چې راشه هغه عابد  ته ورشه کوم چې غره کې اوسې کوندې کوم شویست یا ورته شی راکړي او په خاوند یې وخوري ښایي یو څه چاره وشي!  همدا و چې ښځې سختې او ستونزمنې غرنۍ لار ته مخه کړه او په دې کړلیچو او پیچلو لارو کې د ساعتونو سخت مزل وروسته یې ځان د عابد جونګړې ته ورسو، خپل نکل یې ورته وکړ او په تمه شوه چې څه شویست یا تعویض به ورته جوړوي. 

عابد  ښځې ته وکتل او ووې: د کار چاره دې د غرني  پړانګ په یوه تار ویښتو کې ده. غرنۍ پړانګ؟ هغه وحشي ځناور ؟ 

عابد  په ځواب کې ووې: هو، هر کله دې چې د غرني  پړانګ ویښته راوړل داسې څه به درته جوړ کړم چې خاوند دې روغ کړي او ښځه د هیلې او نا هیلۍ په حالت کې بیرته کور ته راغله. نیمه شپه له خوبه ویښه شوه ... کوم خواړه یې چې تیار کړي و، راواخیستل او د غره په لور روانه شوه. همغه شپه یې ځان یو سوړې ته ورساوه چې پړانګ په کې اوسیده له ډیرې وېرې یې ټول ځان لرزیده ولې مقاومت یې وکړ. 

 

په هغه شپه پړانک بهر راونوت. څو شپې یې دا کار تکرار کړ هر شپه یو ګام نوره هم سوروي ته نیږدې کیدله تر څو چې یو شپه د غرنی ځناور پړانګ د بانګ او غږونو په حالت کې له سوروي راووت ولې په خپل ځای کې ودرېد او شاوخواه یې وکتل. 

بیا هم ښځه پرله پسې شپې ولاړه او ولاړه. د هرې شپې په تېریدو هغه ښځه او پړانګ یو بل ته نور هم نیږدې کېدل. دې پېښې څلور میاشتې ونیولې تر څو چې یوه شپه، پړانګ چې نور ډېر نیږدې شوی و او د خوړو بوی یې حس کولو، ورو ورو نور هم رانیږدې شو او د خوړو په خوړلو یې پیل وکړ. ښځه ډېره خوشحاله شوه. څو نورې میاشتې د همدې په څېر تېرې شوې. 

 

کیسه داسې شوه چې پړانګ به دې لارې پر سر ولاړ او د هغې ښځې په تمه کېده، هر کله چې ښځه هم د پړانګ خوا ته راغله په داسې حال کې چې پر سر یې لاس ایښود او مینه یې کړله په نرمۍ یې  خواړه ورکول. هیڅ سرغړونه، ملامتیا نه وه او هیڅ وېرې شتون نه درلود. او هره شپه به ښځې د سختې او ستونزمنې غرنۍ لارو په اوږدو کې پړانګ ته خواړه وروړل په داسې حال کې چې سر یې په خپله لمن کې اېښود. په ویښتانو به یې لاس راکشولو، څو نورې میاشتې په همدې ډول تېرې شوې تر څو چې یوه شپه ښځې د پړانګ یو ویښتې په ډېره نرمۍ وشکاوه او د خپل کور په لور روانه شوه. 

 

چې کله سهار شو، په خوښۍ سره د غره په لور عابد  ته ورغله. د پړانګ ویښته یې مخ ته کېښودل او کېناسته. تاسو څه فکر کوی چې عابد څه وکړل؟ 

هغه شاوخوا وکتل او ویښتان یې په اور کې وغورځول کم اور یې چې په څنګ کې بل و. 

ښځې په داسې حال کې چې سترګې یې راوتلې وې هغه ته وکتل، او حیرانه پاتې شوه چې څه ووایي. عابد  په ډیرې نرمۍ سره ښځې ته وکتل او وویل: ستا خاوند له هغه غرني پړانګ نه بد نه دی، تا چې وکړی شول په زغم او حوصله، خپله مینه او عشق د هغه غرني ځناور قربان او هغه پړانګ ځانته رام کړې، ستا په بدن او وجود کې هغه ځواک شته چې ګواهي ورکوي ته کولی شې د خپل خاوند غوسه او عصبانیت لرې کړې نو هغه ته مینه او محبت ورکړه او په زغم او صبر سره له هغه غوسه او قهر لرې کړه. 

Related Articles

May 28, 2023
1,161 views

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل: لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک ک...

Apr 08, 2021
5,176 views

د پروستات غُدې اړوند ناروغي!

پروستات ته په انګلېسي ژبه کې "Prostate" وايي. چې د "پروسټيټ" په شکل تلفظ کېږي. د نارینه وو په جنسي سیستم کې د مثل د تولید یوه اساسي غده بلل کېږي. ددې غدې حجم په سالمو وګړو کې چې عمر یې له ۵۰ کالو ښکته وي. د یوه چهارمغز په اندازه وي. چې وزن یې له "۰.۷...

Nov 09, 2020
1,928 views

طرح حمله

طرح حمله (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی باب وود وارد، چهره ی شناخته شده ی ژورنالیسم امریکا و جهان است. او در یک مشارکت حرفه یی با کارل برنشتاین، در آشکار ساختن ماجرای واترگیت، نقش اساسی داشت. پس از آن که آشکار شد ریچارد نکسن، از روسای جمهور امری...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,485 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,858 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...