د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 28, 2020
5 years ago
4,346 views
د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

سفر د ژوند په اوږدو کې خوندورې خاطرې را پرېږدي. د سفر مهمه ګټه دا ده، چې موږ د نورو سیمو او هېوادونو له خلکو، فرهنګ، او ارزښتونو سره آشنا کوي. خو دا اړینه ده، چې د یوه ښه او محفوظ سفر لپاره باید ځينو ټکو ته پام وکړو.
 په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د سفر اړوند ځينې مهمې لارښوونې چمتو کړو. 

 روغتيايي سپارښاتنې
 ـ د خوړو په برابرولو او همدارنګه د رسټورانټونو په انتخابولو کې ډېر دقیق اوسئ. په ځانګړې توګه هغه هوټلونه او ریسټورانټونه چې په لویو لارو کې موقعيت لري.
 ـ په اوږدو سفرونو کې داسې خواړه له ځان سره واخلئ، چې ژر نه خرابېږي/سخا کېږي. ځکه کېدای شي تاسو ډېر ځله خواړو ته اړتيا پيدا کړئ او که خراب خواړه وخورئ ستاسې روغتيا ننګولی شي.
 ـ د څښلو پاکې اوبه له ځان سره ولرئ. د لارې په اوږدو کې کېدای شي ځينې ځايونو کې اوبه پيدا کړئ خو داسې اوبه چې سر یې لوڅ وي هېڅکله مه څښئ.
 ـ ضد عفوني مايع او یا هم صابون له ځان سره ولرئ. که ستاسو لاس له سیټ او یا د ګاډي له نورو برخو سره ولګېږي په صابون او ضد عفوني مايع يې ومينځئ. دا کار ستاسو روغتيا ډاډمنوي.
 ـ له چټلو ځايونو سره مو د لاس لګېدلو ته پام وکړئ. کوښښ وکړئ پاک ځای وټاکئ که بیا هم ستاسو لاس خيرنېږي، په اوبو او صابون یې پرېمينځئ.
 ـ هغو سیمو ته چې وایروسي ناروغۍ په کې خپاره شوي وي، مه ورځئ. که کار مو اړین وي کوښښ وکړئ بازار او ګڼه ګوڼو ځايونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ. 
 ـ که د کرونا په څېر ناروغۍ ګډې وي، ماسک واچوئ او ټولنيز واټن په پام کې ولرئ.

 د موټر چلولو اړوند لارښوونې
 ـ د یوه محفوظ سفر لپاره اړينه ده، چې مناسبه لاره وټاکو. نو که تاسو کومې سيمې ته ځئ، د ګوګل ميپ له لارې یې عمومي واټونو او سړکونه په نښه کولای شئ. 
 ـ په هغو ورځو کې چې عمومي وضيعت او یا هم د هوا حالات ښه نه وي سفر مه کوئ.
 ـ په لاره کې ترافیکي اشارو او قوانينو ته پوره پاملرنه ولرئ. ګنې له خطرناکو ستونزو او پېښو سره مخ کېدای شئ. 
 ـ که بې خوبه یئ، هېڅکله موټر مه چلوئ. 
 ـ د شپې له خوا د موټر چلونکو د سترګو ديد کمزوی کېږي. نو د سفر لپاره بهترین وخت ورځ وي. 
 ـ د چټک تګ څخه ډډه وکړئ. کوښښ وکړئ، چې مناسبه چټکټيا ولرئ. دا مه هېروئ چې ناوخته رسېدل له نه رسېدو څخه غوره ده. 

 د موخې اړوند اړين ټکي 
 ـ وړاندې له سفر څخه باید بشپړ معلومات پيدا کړئ. د سیمې د خلکو او کلتور په اړه وپوښتئ تر څو له کومې ستونزې سره مخ نه شئ. ممکن ستاسو عادي رفتار په بله سیمه کې بد وګڼل شي. 
 ـ که داسې سیمې ته ځئ، چې د خلکو ژبه بدله وي نو کوښښ وکړئ ځينې عام کارېدونکي الفاظ زده کړئ. د ستونزو په وخت کې ډېره مرسته درسره کولای شي. 
 ـ د ځای د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړئ. مه هېروئ چې ستاسو ژوند له هر څه ډېر مهم دی. 
 ـ که غواړئ د شپې چکر ووهئ، حتمن د سیمې یو لارښود له ځان سره ولرئ. تر څو سمه لارښوونه مو وکړي او له خطراتو مو خبر کړي.

Related Articles

Oct 11, 2023
1,269 views

ولی لوبی بایلو؟

دوستانو لطفا ليکنه ترپايه وواياستدا خبری او معلومات زه له ځانه نه شريکوم. دا معلومات ما د ډيرو لوبو له کتلو وروسته او د مهمو کرکټرانو له خبرو اوريدو وروسته درسره شريکوم.هيله ده ليکنه ترپايه وواياست او شريکه يې کړی ترڅو کرکيټ بورډ ته ورسيږي شايد دا مع...

Dec 05, 2021
2,622 views

جسدونه څنګه مومیایي کېږي؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر مومیايي کېدنه، چې په انګلېسي کې یې "mummification" بولو، یوه ځانګړې پروسه ده؛ خو مخکې له دې چې په مومیایې کېدنې وغږېږو لومړی هغه کېمیاوي مواد چې مړي به پرې مومیایې کېدل پېژنو:   لومړی| Linen مړی به په طبیعي مالګه کې کېښودل کېد...

Aug 06, 2020
2,499 views

په ژوند کې استقامت او ثبات رامنځ ته کول

د ټکنالوژۍ په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک غواړي چې باثباته ژوند ولري، او د ژوندانه له ستونزو او باریکیو څخه خلاص واوسي، خو دا واقعاً سخت کار دی چې په ژوند کې ثبات ولرلی شئ، هر څوک په ژوند کې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي. ترڅو یو باثباته ژوند ولري، په ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,425 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,071 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,822 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...