د محصلینو علمی تحقیق

S
Sanaullah Afghan
Author
Nov 20, 2025
3 months ago
551 views
د محصلینو علمی تحقیق

د افغانستان دولت باید ځینې علمي او تخنیکي پروژې د پوهنتونونو اړوندو محصلینو ته وسپاري، څو پرې عملي تحقیق وشي. دا کار نه یوازې د محصلینو لپاره یو غوره فرصت دی، بلکې دولت ته به هم د علمي ظرفیتونو له لارې پرمختګ ورکړي. لکه د نظامي سکتور لپاره د توغندیو یا دفاعي تجهیزاتو جوړول، کولای شي د انجنیري، فزیک، کیمیا، جیولوجي او جغرافیې څانګو محصلینو ته وسپارل شي، چې د یو مشخص ګروپ په جوړولو سره پرې کار وکړي. محصلین باید د خپلو ذوقونو او لیوالتیا پر بنسټ خپلې څېړنیزې موضوعات انتخاب کړي، او له لومړي سمستر څخه تر فراغت پورې پرې کار وکړي. د یادې پروژې لپاره یو واتس‌اپ ګروپ یا بل ګډ پلټفارم جوړ شي، تر څو هغوی خپل معلومات، تجربې، او لاسته راوړنې پکې شریکې کړي. مثال: د توغندیو د جوړولو یوه پروژه کې ۳۰ محصلین شامل شي، چې له هرو څانګو څخه ۳ تنه انتخاب شي لکه ۳ تنه د کیمیا پوهنځی محصلین ، ۳ تنه د فزیک ، ۳ تنه د جیولوجي ، ۳ تنه د جغرافیې ... تر څو ۳۰ پوره شي دغه ډلې به په ګډه کار کوي، له موضوع سره اړوند تحقیق کوي او د پروژې بریا ته هڅه کوي. که دا نظریه بریالۍ شي، نو زرګونه محصلین به هڅه وکړي چې خپلې څېړنیزې پروژې بریالۍ کړي. دا کار به نه یوازې د نظامي برخو لپاره ګټور وي، بلکې د نورو برخو لکه بیولوژي ، نبات‌شناسي ، انسان‌شناسي ، جغرافیه ، کانونه ، طب ، اقتصاد او نورو علمي ډګرونو لپاره هم مهم فرصتونه برابر کړي. لکه څنګه چې مندل، د خپل ژوند تر پایه، په یوه کوچني باغ کې پر نباتاتو تحقیق کاوه، موږ هم باید خپلو محصلینو ته د علمي ودې دا زمینه برابره کړو.

Related Articles

Feb 13, 2022
3,168 views

راډيو څنګه اختراع شوه!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه د انټرنیټ او نورو ټکنالوژيکو پرمختیاوو له امله راډيو خپل پخوانی ارزښت او اورېدونکي له لاسه ورکړي؛ خو لا هم په لرې پرتو سیمو او آن ځينو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک یې په مینه اوري. په هر حال؛ نن د فرورۍ ديارلسمه ده، چې د راډیو...

Aug 09, 2022
2,196 views

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی  ځانوژنه پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو.  په اکثریتو پېښو ک...

Aug 08, 2020
2,336 views

غرنېو خلکو د ځواکمنۍ راز

( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,408 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...