د مـــعلومـات په خــپراوی کې د مک بــرايډ کميســـــيون مــــــوثــريت

H
Haji Ahmad Bidar
Author
Oct 10, 2025
4 months ago
686 views
د مـــعلومـات په خــپراوی کې د مک بــرايډ کميســـــيون مــــــوثــريت

په دغه ارتباطي-څېړنيزه ليکنه کې کوښښ شوی دی؛ چې د نړۍ د اطلاعاتو جريان د يو نړيوال کميسيون لخوا ارزونه وشي. نو د همدې له وجهې نه دغه ليکنه (د معلوماتو په خپراوی کې د مک کميسيون موثريت) تر عنوان ليکل شوی. دغه کميسيون په ۱۹۷۷م کې د هېوادونو په درخواست د يونيسکو سازمان په چوکات کې رامنځته شو. او د دووه کالو په موده کې د ارتباطاتو په برخه کې پراخ تحقيقات ترسره کړی دی. خو په دې لېکنه کې کوښښ شوی دی؛ يوازې د اطلاعاتو جريان په برخه کې د دې کميسيون موثريت څرګند شي.

اهميت: داطلاعاتو خپراوی ستونزې باندې پوهېدل او بيا د يو نړيوال کميسيون لخوا د يادو ستونزو تجزيه او تحليل او بلاخره د مک برايډ کميسيون له نظره د يادو ستونزو حل لارې؛ زمونږ د اړيکو برخې مسئولينو، د ژورناليزم او اړيکو برخې محصلينو ته لوړ تحقيقي ارزښت لري.

هدف: د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې د مک برايډ کميسيون رول او موثريت ارزونه کول. 

تګلاره: په دغه لېکنه کې کوښښ شوی دی چې تر يو حده له کمي تحقيق له ميتودونو څخه استفاده وشي او د ارقامو او اعدادو په ښودلو سره يوې منطقي پايلې ته ورسېږو. او ورسره کتابتوني، پرتليز، مناقشې ميتودونو څخه هم استفاده شوی دی.

پايله: د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې د مک برايډ کميسيون موثريت په دوه ټکو کې خلاصه کولای شو. لومړی دا چې د نړۍ اطلاعاتو څرنګوالي په اړه پراخ تحقيقات ترسره کړی او ګڼي ستونزې په ګوته کړی دی. او دويم دا چې ياد کميسيون د يادو ستونزو د حل په موخه مناسب حل لارې پيشنهاد کړی دی.  د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې دوه مهمې ستونزې شتون لري. لومړی په نړيواله کچه د اطلاعاتو وسايلو د انحصار مسئله ده. له دې څخه هدف دا دی چې اطلاعاتي وسايل لکه: کتاب، راډيو، تلويزون، خبري آژانسونه سينما ماهواره ... او داسې نور وسايل د څو محدودو هېوادونو په لاس کې دی. او دويم دا چې د نړۍ اطلاعاتي جريان متعادل او عادلانه نه دي. يعني د نړۍ اطلاعاتو خپراوی يا جريان يوه جهته وي. او اکثراً اطلاعات له پرمختللي هېوادونو څخه د مخ پر ودې هېوادونو خواته د حرکت په حال کې وي. د دې کميسيون له نظره دغه دوه ستونزې بايد حل شي. او د حلولو لپاره کميسيون په دې باور دی چې دغه ستونزه يوه دوامداره او ټول ګډونه مرستې ته ضرورت دی. د کميسيون له نظره د دې ستونزو حلول د ټول مسئوليت دی او دغه مسئوليت د هېوادونو، نړيوال سازمانونو، د ارتباطي مسايلو پوهانو او محققانو کار دی. ترڅو په ګډه کار وکړي. او د نړۍ اطلاعاتي او ارتباطي سيسټم ته يو نوی نظم ورکړي.

Related Articles

Feb 05, 2021
7,041 views

لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي.  تاسو به له پورته ذکر شوو ا...

Nov 07, 2023
1,592 views

په افغانستان کې د ملي پروژو تطبیق وړاندې احتمالي ننګونو ته پام اړین دي

په افغانستان کې د ملي پروژو تطبیق وړاندې احتمالي ننګونو ته پام اړین دي عمران اختر  په افغانستان کې د کونړ سیند د برښنا بند، په نیمروز ولایت کې د کمال خان، هرات کې د پاشدان او په کابل کې د شا عروس بندونه، د فرخان ورسج او کابل لوګر دویم لاین سړکونه ا...

Jun 09, 2023
1,251 views

قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!#حضرت #عمر #فاروق رض  د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ. يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,408 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...