افغانستان د څار تر سیورې لاندې؛ سیمه‌ییز ثبات، مشروعیت او د لیبرالیزم سیاستونه

I
Imran Akhtar
Author
Jun 21, 2025
8 months ago
1,107 views
افغانستان د څار تر سیورې لاندې؛ سیمه‌ییز ثبات، مشروعیت او د لیبرالیزم سیاستونه

لیکوال : هارون راعون

د قرغیزستان له خوا د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د "ممنوعه ډلو" له نوملړه ایستل، او همداراز د اقتصادي اړیکو پراخول، یو مهم سیاسي پیغام لري. که څه هم دا مستقیم رسمیت نه دی، خو دا یو نیمه ‌رسمي تعامل بللای شو، چې په تدریجي توګه د رسمیت‌ پېژندنې تمایل ته اشاره کوي. د رسمیت‌پېژندنې مسله نړیوال مشروعیت ته زمینه مساعدوي، او د امارت لپاره د بندیزونو او سیاسي انزوا پای ته رسېدو زمینه برابروي. په سیمه‌ییزه کچه، دا اقدام د "de facto" تعامل د دوام لامل کېږي، چې په نرم قوت (Soft Recognition) مشهور دی.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان (CSTO) چې روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ارمنستان او بلاروس غړیتوب لري، امنیتي تړاوونه د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي کوي. د ولسمشر جباروف له قوله، "دوامداره څارنه" پدې معنا ده چې افغانستان یو داسې امنیتي فکتور دی، چې بې‌پروا پرېښودل یې ممکن د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره خطر پېښ کړي. دا څارنه ممکن درې ابعاد ولري:

سیاسي: د اسلامي امارت د سیاستونو تحلیل.استخباراتي: د ممکنو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ارزونه.پوځي: د سرحدي شخړو یا نفوذ مخنیوی.پدې معنا، چې د سازمان غړي هېوادونه د امارت د حکومت د ماهیت، ثبات، او د هغوی د "غیر دولتي وسله‌والو ډلو" سره د اړیکو ارزونه کوي، څو د خپلو سرحدونو لپاره خطرونه کم کړي.

C5+1 چې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه (قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان) او چین یا امریکا پکې شامل دي، د عمل‌محور سیاست پر بنسټ له اسلامي امارت سره اړیکه غواړي. دا هېوادونه:

د رسمي تعامل پر ځای، له اسلامي امارت سره د اقتصادي همکاریو او سرحدي همغږۍ تمرکز کوي.دوی غواړي چې افغانستان د ترانزیتي دهلیز په توګه وکاروي، نه د بحران سرچینه.چین، په ځانګړې توګه، د "یو کمربند – یوه لار" ستراتیژۍ له لارې د افغانستان ثبات غواړي، خو له رسمي اعترافه ځان ساتي.دا ښيي چې د پراګماتیزم سیاست غالب دی، نه ارزشي اصول. یعني، که اسلامي امارت د ثبات تضمین ورکړي، دا هېوادونه به ورسره تعامل ته دوام ورکړي.

افغانستان دا مهال د "ثبات – انزوا – تعامل" ترمنځ ولاړ دی. له یوې خوا نسبي امنیت، له بلې خوا نړیوال سیاسي انزوا، او له دریمې خوا د سیمه‌ییزو هېوادونو اقتصادي تعامل، د یو متناقض وضعیت نمایندګي کوي. د اسلامي امارت د بهرني سیاست بریا به تر ډېره د داخلي شفافیت، ټول‌شموله حکومت، د ښځو حقونو، او ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون پورې اړه ولري. د حالاتو دوامداره څارنه ښيي چې لا هم شکونه شته.

لیبرالیزم د نړیوالو اړیکو په تیورۍ کې یو بنسټیز لید لري چې پر همکارۍ، قانون، او متقابل وابستګۍ (Interdependence) تمرکز کوي. د لیبرالیزم له نظره:

د قرغیزستان له خوا د همکارۍ غږ او د افغانستان څارنه، د دولتونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ غوښتنه ښيي.د C5+ تعاملات د اقتصادي وابستګۍ له لارې د سولې د تامین هڅه ده.د نړیوالو سازمانونو لکه (CSTO) رول د لیبرالیزم لپاره مهم دی، ځکه دا سازمان د دولتونو ترمنځ د همغږۍ او د شخړو د مخنیوي وسیله ګرځي.که افغانستان د نړیوالو اصولو (د بشري حقونو، سیاسي مشارکت، او ښځو تعلیم) ته ژمن نه شي، نو د لیبرال تیوري له مخې به د رسمیت‌پېژندنې چانسونه راکم شي.د قرغیزستان له خوا د افغانستان څارنه، د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو استازیتوب کوي، نه یواځې د نظارت، بلکې د تعامل پیل هم ښيي. اسلامي امارت که څه هم له رسمي مشروعیت بې‌برخې دی، خو سیمه‌ییز هیوادونه یې په تدریجي ډول د "عمل‌محور" تعامل لور ته راکاږي. د لیبرالیزم له مخې، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخوالی کولای شي د ثبات فضا رامنځته کړي، خو دا یوازې هغه مهال عملي کېږي، چې افغانستان د نړیوالو ارزښتونو احترام ته چمتو شي.

ماخذونه

1.      Tolonews, (2025-06-20). Kyrgyz President: Continuous monitoring of Afghanistan is essential for regional security. https://tolonews.com/pa/afghanistan-194727 

2.      Joseph Nye (2004). Understanding International Conflicts: An Introduction to Theory and History 

3.      Robert Keohane & Lisa Martin (1995). The Promise of Institutionalist Theory – International Security, Vol. 20, No. 1

4.      John Baylis, Patricia Owens, Steve Smith (2017). The Globalization of World Politics – Oxford University Press 7: Liberalism

5.      Barnett Rubin (2002). The Fragmentation of Afghanistan – Yale University Press

6.      Alexander Cooley (2012). Great Games, Local Rules: The New Great Power Contest in Central Asia – Oxford University Press

7.      Thomas Barfield (2010). Afghanistan: A Cultural and Political History – Princeton University Press

Related Articles

Jan 12, 2023
1,014 views

افسانچه ( جرأت) . ليک محمد الياس

خلقو ته ښه پته وه چې د ھغوئ د جمات امام داسي کس دے. چي په خيټه‌کښې ئې حرام پراته دي او مونځ پسې نه کيږي خو بيا به هم په دے سخته يخنۍ کښې خلقو اودس اوکړو او شاته به پسې اودريدل. هسې به ښکته بره شوه ځان به ئې هم ستړے کړو او خپل قيمتي وخت به ئې هم ضائع...

Mar 18, 2025
848 views

مکانیزم‌های انتقال انرژی در ساختمان هدایت حرارتی

👷مکانیزم‌های انتقال انرژی در ساختمان هدایت حرارتی: اولین میکانیزم انتقال انرژی هدایت حرارتی یکی از اصلی‌ترین روش‌های انتقال انرژی در ساختمان است که به طور مستقیم با مصالح ساختمانی ارتباط دارد.  این پدیده زمانی رخ می‌دهد که گرما از طریق تماس مستقیم...

May 04, 2021
2,066 views

ميا شاه جهان

دا سړي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,435 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,827 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...