To start downloading books

Please sign in or create an account.

Imran Akhtar 4 hours ago 17
د ایران او اسرائیل جګړه؛ رضا پهلوي او د نړیوالو اړیکو نوې معادله

د ایران او اسرائیل جګړه؛ رضا پهلوي او د نړیوالو اړیکو نوې معادله

عمران اختر

د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوي له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې د اسلامي جمهوریت د کمزورتیا، د "سیاسي انډول د بدلون" او "د رژیم د پای ته رسېدو فرصت" ته اشاره وکړه، چې دا څرګندونې نه یوازې د ایران د اوسني بحران یوه سیاسي نښه ده، بلکې دا د ایران او اسرائیل ترمنځ روانې شخړې، د نړیوالو قدرتونو رول، او د نړیوال نظم د تحول سره ژور تړاو لري.

ایران او اسرائیل له کلونو راهیسې د سیمه‌يیزو او ستراتیژیکو رقابتونو ښکار دي. د ایران له‌خوا د حزب‌الله، حماس، او نورو شیعه‌محوره ډلو ملاتړ د اسرائیلو لپاره سرخوږی ده، په داسې حال کې چې اسرائیل هڅه کوي د ایران اټومي پروګرام، د وسلو پراخېدو او سیمه‌يیز نفوذ مخه ونیسي. وروستي بریدونه، چې اسرائیل یې مسؤل بلل کېږي، د ایران په لوړپوړو پوځي مشرانو او نظامي تأسیساتو تمرکز کړی، چې په پایله کې یې د ایران د واک جوړښت لړزېدلی. همدا هغه فضا ده چې رضا پهلوي یې "یو بې‌ساری فرصت" بولي .

رضا پهلوي، د پخواني شاه زوی، له کلونو راهیسې د مدني نافرمانۍ، د تاوتریخوالي ضد انقلاب، او د سیکولر-ډیموکراتیک ایران ملاتړ کوي. نوموړی دا وضعیت د "د بدلون لپاره فرصت" بولي. د ده د خبرو له مخې، دا فرصت د رژیم د کمزوري کېدو له امله رامنځته شوی، په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې لوړپوړي امنیتي او سیاسي چارواکي له منځه لاړل یا منزوي شول. رضا پهلوي دا وضعیت د خلکو په ګټه بولي، چې ښيي د هغه تمه دا ده چې یو پراخ مدني غورځنګ د رژیم پر ضد پیل شي .

که څه هم رضا پهلوي ظاهراً له غرب سره رسمي سیاسي اړیکې نه لري، خو د ده زیاتره څرګندونې، نړیوالو رسنیو ته لاسرسی، او د امریکایي سیاستوالو غیر رسمي ملاتړ ښيي چې هغه د غرب، په ځانګړې توګه امریکا، تر نظر لاندې بدیل اپوزیسیون دی. د امریکا د ملي امنیت مشر وینا ته په کتو، چې ایران یو "ستونزمن" رژیم ګڼي، دا احتمال شته چې امریکا د فشار له سیاسي او نظامي وسایلو سره سره د اپوزیسیون ملاتړ ته هم لاره هواره کړي.

اوسنی وضعیت د نړیوال نظم لپاره هم یو امتحان دی. له اوکراین، غزې، تایوان، تر یمن او ایران پورې، نړۍ د نوي قطبي‌کېدو په درشل کې ده. د امریکا او متحدینو له‌خوا د ډیموکراتیک ارزښتونو ملاتړ، او د چین-روسیې له‌خوا د "واکمنۍ د بدیل نظم" هڅه، دا ښيي چې ایران هم د دې پراخې سیالۍ لوبغاړي دي. که رژیم کمزوری شي یا سقوط وکړي، دا به په سیمه‌يیز نظم ژور اغېز ولري.

ریالیزم تیوري له مخې، دولتونه تل د بقا لپاره کار کوي. کله چې دا بقا له ګواښ سره مخ شي (لکه د اسرائیلو بریدونه، داخلې نارضایتي، او د رهبري ضعف)، نو هغه دولت یا رژیم ضعیف ګڼل کېږي. رضا پهلوي وایي چې اوس د رژیم د سقوط فرصت رامنځته شوی، دا پخپله د قدرت د ناکامۍ نښه ده، ځکه د ریالیزم له مخې، یوه واکمنه اداره باید خپل داخلي نظم او بهرنی اعتبار وساتي.

رضا پهلوي د یوه پخواني واکمن زوی په توګه، هڅه کوي چې له دغه "قدرتي خلا" ګټه واخلي او ځان د بدیل ځواک په توګه مطرح کړي. د ریالیزم له نظره، دا ډول کړنې طبیعي دي، ځکه چې قدرت یو محدوده سرچینه ده، او کله چې یو اړخ کمزوری شي، بل اړخ یې نیولو ته هڅه کوي. رضا پهلوي د "مدني بغاوت" او "سیاسي خلا" خبرې کوي، چې دا د قدرت د بیا وېش هڅې دي.

اسرائیل د ایران اټومي او سیمه‌يیز ځواک ته د امنیتي خطر په سترګه ګوري. نو ځکه، د ریالیزم له مخې، اسرائیل نه د اخلاقو پر بنسټ، بلکې د خپل بقا لپاره پر ایران بریدونه کوي. دا پالیسي د "preemptive strike" یا مخکې له مخکې دفاعي برید نومېږي، چې د ریالیزم له مخې مشروع عمل دی.

امریکا هڅه کوي چې د ایران رژیم کمزوری کړي یا بدل کړي. دا سیاست د "Power Balance" له اصولو سره برابر دی. ریالیزم وايي، که یو سیمه‌يیز قدرت (ایران) د نورو ګټو ته خطر پېښ کړي، نو نړیوال قدرتونه هڅه کوي چې هغه قدرت تضعیف کړي یا ځای پر ځای کړي. رضا پهلوي ممکن د امریکا لپاره د توازن ساتلو وسیله وي.

د رضا پهلوي وروستۍ څرګندونې یوازې د یوه تبعېد شوي شاهي زوی غږ نه دي، بلکې د ستراتیژیکو بدلونونو، سیمه‌يیزو شخړو، او نړیوالو رقابتونو له زاویې باید وڅېړل شي. د ایران کمزوري کېدونکی رژیم، د اپوزیسیون هڅې، د امریکا غیر مستقیم ملاتړ، او د نړیوال نظم تحول، دا ټول داسې نښې دي چې ښيي ایران د یوې ستر داخلي او نړیوال بدلون پر درشل ولاړ وي.

ماخذونه:

  1. BBC One Interview with Reza Pahlavi, 16 June 2025.
  2. Nasr, Vali. (2021). The Shia Revival: How Conflicts within Islam Will Shape the Future. W.W. Norton & Company.
  3. Acharya, Amitav. (2018). The End of American World Order. Polity Press.
  4. Waltz, Kenneth. (1979). Theory of International Politics. McGraw-Hill.
  5. Wendt, Alexander. (1999). Social Theory of International Politics. Cambridge University Press.
  6. Nye, Joseph. (2011). The Future of Power. Public Affairs.
Related Articles

فلسفه څه شی ده؟

په ټوله کې هيڅکله نشو ویلای فلسفه څه شی دی؛ يعنې هيڅکله نشو ویلی چې فلسفه څه ده او څه نه ده. فلسفه يو ازاد انساني فعاليت دی چې په يو خاص امر پورې يې تړلی نه شو. د فلسفې د علم لرغونوالی د ځمکې پر مخ د انسان له پيدايښت سره تړلی دی چې د وخت په تېرېدو سره په کې ډير بدلونونه راغلي دي. د دې لپاره چې د فلسفې د علم په اصلي معنا پوه شو تر وسه وسه کوښښ کوو...

د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې وزن کمول او مناسب اندام لرل یوازې په درملو یا چټکو لارو نه کیږي. دا یوه دوامداره هڅه او طبعي پروسه...

د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت

ژباړه: شکېبا نادري د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت څېړنې ښيي چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار وخته دی، ځکه چې ماغزه له اوږې دمې وروسته د کار او فعاليت لپاره تیار وي او مطالعه کوونکی کولی شي په ارامو ماغزو د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړي.   د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت:  د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت د شپې ناوخته دی، ځکه چې د شپې د انسان د بدن عصبي...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....